آیا په رښتیا هم د مصر اهرامونه فضايي مخلوقاتو جوړ کړي؟

مصر امریکايي ملیاردر ایلن ماسک ته بلنه ورکړې چې په خپله مصر ته ورشي او وګوري چې د فرعوني زماني تر ټولو مهم لرغوني اثار، اهرامونه وګوري چې فضايي مخلوقاتو نه دي جوړ کړي.

د فضايي څېړنو د ځانګړیو وسایلو جوړوونکې کمپنۍ سپیس اېکس مشر ښاغلي ماسک پر ټویټر لیکلي وو چې دی هغه نظر تاییدوي چې وايي فضايي مخلوقاتو د دې سترو لرغونو اثارو په جوړولو کې برخه لرله.

خو د مصر د نړیوالې همکارۍ وزیرې رانیا المشاط د هغه دا څرګندونې په بشپړه توګه رد کړي او ویلي یې دي چې د اهرامونو د جوړوونکو هدیرې د ماسک د دې خبرې د ناسم ثابتېدو لپاره یو لوی دلیل کېدای شي.

لرغون پوهان وايي د هغو کاریګرو قبرونه، چې په ۱۹۹۰ کلونو کې کشف شوه، په قاطعیت دا ښيي چې دا زړه پورې ودانۍ پخوانیو مصریانو جوړې کړي دي.

د امریکا په ټکنالوژۍ برخه کې لوی پانګوال ایلن ماسک د تېرې جمعې پر ورځ پر ټویټر لیکلي وو: "اهرامونه فضايي مخلوقاتو جوړ کړي دي"، د هغه دا ټویټ څه باندې ۸۴ ځله بیا ټویټ شوی وو.

د مصر د نړیوالې همکاۍ وزیرې د هغه د دې ټویټ په ځواب کې وویل چې د ایلن ماسک کارونه ستایي خو هغه یې هڅولی چې د مصر فرعونیانو لپاره د جوړو شویو اهرامونو د جوړوونکو د قبرونو په اړه نور مالومات تر لاسه کړي.

مصري لرغونپوه زاهي حواس د ښاغلي ماسک ځواب په یوه ویډیويي پیغام کې ورکړی هغه ویلي د " ښاغلي ماسک خبرې" یوازې تشې بې مانا خبرې دي.

مصرۍ ویب پاڼې "Egypttoday" د هغه له قوله لیکلي چې د اهرامونو د جوړونکو قبرونه د دې لپاره دي چې ټولو ته ووايي چې اهرامونه مصریانو جوړ کړي دي. دی وايي په خوفو هرم کې د ننه د هغو کاریګرو نومونه لیکل شوي دي چې د دې هرم جوړولو کې یې برخه اخستې ده.

وروسته ښاغلي ماسک پر ټویټر د BBC History لېنک چې د اهرامونو په اړه دی شریک کړ او ویې لیکل : " د بي بي سي دا مطلب د دې چارې د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه معقول لنډیز وړاندې کوي".

په مصر کې څه باندې سل اهرامونه شته، خو تر ټولو مشهور د جېزې لوی هرم دی او ۱۳۷ متر لوړ دی. د اهرامونو ډېره برخه د فرعوني کورنۍ پاچایانو لپاره د قبرونو په توګه جوړ شوي دي.

ایلن پر ټویټر د نا آشنا څرګندونو له امله شهرت لري. هغه یو ځل امریکايي تلویزیوني چینل سي بي ایس ته ویلي وو " ټویټر د جګړې ډګر دی. که یو څوک د جګړې میدان ته ودانګي نو وايي به چې را مېدان ته شئ".