سودان کې تر اوبو لاندې فرعوني هدیره کشف شوې

تر اوبو لاندې د لرغونو اثارو پوه بیرس پال کریسمن بي بي سي ته ویلي، په سودان کې تر یوه هرم لاندې یوې فرعوني هدیرې ته د رسېدو لپاره لویې هڅې پیل شوې دي.

کریسمن او څېړنډله یې په وروستیو سلو کلونو کې لومړی ځل دغې هدیرې ته د ځان رسولو هڅه کوي، ځکه چې مخکې هلته د اوبو د کچې لوړوالي د کشف عملیات له خنډ سره مخامخ کړي وو.

نوموړی وايي، دا کشف د سودان د پخوانیو پاچاهانو د هدیرو په یوه سیمه کې، چې په "نوري تاریخي" سیمه مشهوره ده، روان دی:

"په هدیره کې د سرو زرو خښتې او سکې لاهم موجودې دي، دغه کوچنۍ مصنوعي مجسمې له ښیښو جوړې شوې او د زرو پوښونه ورکړل شوي، اوبو ښیښه خرابه کړې او زرین پوښ یې سالم پاتې دی".

کریسمن په دې اند دی چې دا د زرو ټوټې د "ناستاسین" په نامه فرعون ته ورکړل شوې، چې د لنډ وخت لپاره (۳۳۵ تر ۳۱۵ میلاد مخکې) واکمن و.

تر اوبو لاندې د اثارو څېړونکې کریسټین رومي وايي، که د اوبو کچه نه وای لوړه شوې، د زرو دا پوښونه به لا وختي غلا شوي وای، خو هدیرې ته د اوبو ډېروالي د غلو لاسرسی ګران کړی و.

کریسمن بیا وايي، څېړنډلې یې "تر خپله وسه هلته کیندنې وکړې او ان ۶۵ زینې ته ورسېدل، چې بیا وروسته هدیره پیلېږي، تر ځمکې لاندې ۴۰مه زینه کې، د اوبو له سطحې سره مخامخ شوو او وپوهېدو چې تر اوبو لاندې له لامبو وهلو پرته هلته څېړنه نوره ممکنه نه ده".

نوموړی زیاتوي، د غوټې وهلو دودیزې جامې کارول "ډېرې ستړي کوونکې" دي.

دی وايي، هلته "درې خونې دي، چې چتونه یې په ښکلې بڼه ګرد جوړ شوي، لکه کوچنی بس غوندې ښکاري، کله چې له یوې خونې بلې ته ځې، تپه تیاره ده او له رڼا پرته په دې هدیره کې نه شې تللی. بیا له دې ځای راتاو شوي نور خښ شوي شیان لیدل کېږي".

دا هدیره د نوري لرغونې سیمې هغه یوه برخه ده، چې د سودان شمال کې ۱۷۰ جرېبه غځېدلې ده. دغه هرمونه د کوش د تمدن د پاچاهانو هدیره وه، چې ځینې وخت دوی په "تور فرعونیان" نوم یاد شوي."

د کوش واکمني څو پېړۍ دوام وکړ او تر میلاد مخکې اتمه پېړۍ کې یې خپل لښکر د مصر د نیولو لپاره واستول همدا وو چې پر مصر یې شاوخوا ۱۰۰ کاله واکمني وکړه.

د مصر د مشهورو او سودان د اهرامونو ترمنځ یو ښکاره توپیر د پاچاهانو د خښولو ځای کې دی، معمولاً مصري فرعونیان د هرم د ننه خاورو ته سپارل کېدل، خو د سودان لرغوني پاچاهان بیا تر هرم لاندې خښېدل.