د فېسبوک، واټس اپ او انسټاګرام مسنجر سره یوځای کېږي

فېسبوک غواړي خپل د پیغام استولو خدمات له انسټاګرام، واټس اپ او فېسبوک 'استوځګر' مسینجر سره هم یو ځای کړي.

که څه هم دا درې شبکې به خپلواکې وي، خو د پیغام استولو خدمات به يې په خپلو منځو کې سره نښتي وي.

فېسبوک بي بي سي ته ویلي په دې اوږده بهیر يې کار پیل کړی.

"نیویارک ټایمز" ویلي، فکر کېږي چې دا د فېسبوک د بنسټګر مارک زوکربرګ شخصي پروژه ده.

که دا پروژه بشپړه شي، فېسبوک کارن به کولی شي له هغه چا سره خبره وکړي چې یوازې واټس اپ کارن حساب لري، چې دا کار مخکې شونی نه و.

اټکل دی چې دا پروژه د روان ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړه شي.

ګډ معلومات

رپوټونه وايي، د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ ځکه دې کار ته ملا تړلې ده چې لا ډېر ګټور خدمتونه وړاندې کړي او په ورته وخت کې یې مالي ګټه هم ډېره شي.

د The Verge ټکنالوجۍ وېبپاڼې ماکینا کیلي وايي، د زوکربرګ هدف له ګوګل او اپل شرکتونو سره سیالي کول دي.

فېسبوک په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "غواړو داسې غوره تولیدات ولرو چې پیغامونه په لا ښه توګه لاس په لاس شي. موږ خپلو اړیکو ته کود ورکوو او د کورنیو او ملګرو ترمنځ اسانتیا رامنځ ته کول مو موخه ده."

په خبرپاڼه کې راغلي، په راتلونکې کې د دغه سیستم د کار څرنګوالي په اړه لاهم بحثونه روان دي.

وړاندې واټس اپ او انسټاګرام په خپلواک ډول فعالیت کاوه.

"نیویارک ټایمز" ورځپاڼه وايي، ددغو کاریالونو د مسنجر یوځای کولو مفکورې په اړه اختلافات شته.

اوس د فېسبوک شرکت د ننه د کاروونکو له معلوماتو سره د معاملې په تړاو نیوکې او اختلاف موجود دی.