اېلون مسک د جعلي اکونټونو له کبله د ټویټر پېرل وځنډول

د نړۍ شتمن کس اېلون مسک وايي، د ټویټر پېرلو د ۴۴ میلیارده ډالرو معامله یې ځنډولې ده.

نوموړي دا معامله په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي حسابونو د شمېر له معلومولو وروسته وځنډوله. ښاغلي مسک د جعلي یا سپم حسابونو د پاکولو یادونه هم کړې ده.

خو شنونکي اټکل کوي، ښايي ایلون مسک د ټوېټر د بیې په اړه بیا خبرې پیل کړي او یا هم کېدای شي دا معامله بېخي لغوه کړي.

د ښاغلي مسک له ټویټ وروسته د ونډو په بازار کې د ټوېټر بیه ۲۵ سلنه ټیټه شوې. نوموړي وروسته په یوه بل ټویټ کې ویلي، لا هم دې سوداګرۍ ته لیواله دی.

د دې معاملې د اصولو له مخې که چېرې خپله مسک یا مقابل لوری یې په شا شي، بلې غاړې ته به یو میلیارده ډالره ورکوي.

ټویټر څه باندې دوه اوونۍ مخکې رپوټ ورکړ چې جعلي حسابونه د دې کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ورځې د فعاله حسابونو له ۵ سلنو کم وو.

خو یاد شرکت د جعلي حسابونو د شمېر معلوملو په تړاو وویل: "دا یو مهم قضاوت دی، نو زموږ اټکل د جعلي حسابونو په اړه ښايي د دې حسابونو کره شمېره په ډاګه نه کړی شي".

ټویټر زیاتوي: "د جعلي حسابونو ریښتینې شمېر کېدای شي له اټکله ډېر لوړ وي. موږ په دې لټه کې یوو چې د ټولو جعلي حسابونو د کره شمېر معلومولو لپاره خپله وړتیا لوړه کړو."

ښاغلی مسک چې د فوربز مجلې له مخې، د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی اوس یې د دې شمېرو معلومولو پسې پښې لوڅې کړې دي.

ایلون مسک د جعلي حسابونو له منځه وړلو او یو شمېر نورو بدلونونو راوستو ته هم ملا تړلې ده.

د رپوټونو له مخې ښاغلی مسک به ځینې تړلي حسابونه هم بېرته پرانیزي چې د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اکونټ هم پکې شامل دی.

له دې مخکې ایلون مسک ویلي وو، که د ټوېټر پېرلو پلان یې بریالی شو، د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لګېدلی بندیز به ختم کړي.

ښاغلي مسک د ګاډو صنعت راتلونکي سرمشریزه کې غونډې ته خبرو کې ویلي و، د امریکا پر پخواني ولسمشر د بندیز په تړاو د ټوېټر پرېکړه "غیر اخلاقي او احمقانه کار و."

د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې ټوېټر ځکه پر ټرمپ بندیز لګولی و چې پلویانو یې د کانګرس پر ودانۍ برید کړی وو. ډونالډ ټرمپ پر دې تورن و چې خپل پلویان یې تاوتریخوالي ته هڅولي و.