د فېسبوک د څښتن شتمني سل ملیارده ډالرو ته ورسېده

د فېسبوک موسس مارک زوکربرګ شخصي شتمني ۱۰۰ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده. بل لور ته د چهارشنبې پر ورځ فېسبوک د خپل سیال ناندریز چینايي اپليکېشن ټېک ټاک په مقابل کې د انسټاګرام 'ریلز ' په نامه اپلیکېشن وړاندې کړ.

د فېسبوک ونډو بیه شپږ سلنه پورته شوې ده او ښاغلی زوکربرګ په دغه شرکت کې ۱۳ سلنه ونډه لري.

نوموړی اوس د شتمنۍ له پلوه د مایکروسوفټ بیل ګیټس او امازون موسس جیف بېزوس سره سیال شوی او په (سل میلیاردي) نومې ډله کې شامل بلل کېږي.

په دا وروستیو کې د تکنالوژۍ شرکتونو د څښتنانو شخصي شتمني پرلپسې ډېرېږي او د دوی شرکتونو ځواکمنتیا او کچه هم ورځ تر بلې وده کوي.

فېسبوک، امازون، اپل او ګوګل هغه شرکتونه دي، چې د کورونا وبا پر مهال یې هم له دې کبله ګټه وټه ډېره شوه، چې د قرنطین محدودیتونو له کبله ډېری خلکو راکړه ورکړه هم له انلاین لارې کوله او دغه راز له همدې لارې د ساعت تېري او خواله دود هم ډېر شو.

د بلومبرګ معلوماتو له مخې د سږ کال اوږدو کې د ښاغلي زوکر برګ شخصي شتمني ۲۲ میلیارده ډېره شوې او د بیزوس هغې کې بیا نژدې ۷۵ میلیارده زیاتوالی راغلی.

د فېسبوک ملکیت انسټاګرام د تصویرونو شریکولو برخه کې نوی ویډیويي فیچر (ریلز) بیا د چین ملکیت ټېک ټاک سیال بلل کېږي.

د شنونکو په اند د دغه نوي اپلیکېشن وړاندې کولو لپاره ځکه تر دې غوره وخت نه شي کېدای چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټیک ټاک موضوع حل لپاره یو ځانګړی امر وکړ، چې د امریکا ولسمشر یې په خپل هېواد کې یو 'ګواښ ' بولي.

بل لور ته د ښاغلي زوکیر بیرګ په ګډون د تکنالوژۍ سترو شرکتونو پر مشرانو د امریکايي او اروپايي پارلمانونو غړو له لوري له اعتراضونو سره مخامخ دي، ځکه چې په وینا یې اغېز او ځواک یې له کنټروله بهر دي.

اټکلاً پنځه ستر امریکايي شرکتونه اپل، امازون، الفابیټ، فېسبوک او مایکروسوفټ د امریکا خالص کورني تولید 'جي ډي پي ' ۳۰ سلنې برابر ارزښت لري.