مصر کې د ۳۷۰۰ کلن هرم پاتې شوني

د مصر د لرغون پېژندنې وزارت وايي، پلازمېنې قاهرې ته څېرمه د ۳۷۰۰ کلن هرم پاتې شوني یې موندلي دي.

په موندل شوې برخه کې یو داخلي دالان او په لسو کرښو کې په 'هیروګلیف' لیکبڼې توږل شوې تخته ده، چې د قاهرې په جنوب کې د 'دهشور' شاهي کورنۍ په هدیره کې موندل شوي.

د مصر د لرغون پېژندنې وزارت وايي، ددغو موندل شویو اثارو وضعیت ښه دی او د هرم د نورو برخو او د اندازې معلومولو کیندنې روانې دي.

اټکل دی چې دا هرم د فرعونیانو د ۱۳ مې واکمنې کورنۍ اړوند وي.

دهشور هغه ځای دی چې د فرغونیانو د څلورمې کورنۍ پاچاهانو هلته صاف اړخه لرونکی لومړی هرم جوړ کړی و. دغه سور رنګه هرم ۱۰۴ متره لوړ او نژدې ۴۶۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی و.

د مصر د بل فرغون سنفېرو پلار خوفو و، چې د جیزې د لوی هرم بیا جوړوونکی و. دغه هرم ۱۳۸ متره لوړ دی چې د نړۍ له زړه راښکونکو لرغونو ځایونو ګڼل کېږي. مصر کې د ۳۷۰۰ کلن هرم پاتې شوني