په غزه کې یوه میاشت جګړه؛ د مرګژوبلې له شمېرو یې څومره خبر یئ؟

بي بي سي د اسرائیلو او حماس ترمنځ د یوې میاشتنۍ جګړې په اړه مهم ارقام او د مرګژوبلې شمېرې راټولې کړې دي.

د اوکټوبر پر اوومه نېټه، د شنبې ورځې سهار وختي فلسطینۍ وسله والې ډلې حماس د تمې خلاف پر اسرائیلو لوی بریدونه وکړل.

د اسرائیلو چارواکو منلې، په دې بریدونو کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوې او له ۲۰۰ ډېر نور هم یرغمل شوي دي.

له هغې ورځې وروسته چې اوس یوه میاشت تېرېږي، د اسرائیلو پرلپسې هوایي بریدونو دوام او په وروستیو کې ځمکني یرغل زرګونه کسان وژلي او په غزې ټرانګه کې یې په لویه کچه ویجاړۍ اړولې دي.

دواړو خواوو ته د زرګونه کسانو مرګژوبله

اسرائیل وایي د اوکټوبر میاشتې بریدونو کې ۱۴۰۰ کسان چې بهرني وګړي هم په کې وو، د حماس بریدونو کې و وژل شول.

حماس ډله بریتانیا، امریکا او اروپایي ټولنه ترهګره بولي.

د اسرائیلي چارواکو د مالوماتو له مخې، په هغه ورځ ۱۱۵۹ تنه د پېژندلو وړ مړي ثبت شوې چې ۸۲۸ یې ملکیان او د ملکیانو په ډله کې هم ۳۱ یې ماشومان وو.

خو فلسطیني اړخ ته بیا جګړه له ورځو ورتېره او پنځمې اوونۍ ته ننوتې ده.

په غزه او اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د وژل شویو شمېرې یوه کمساري پړاو ته رسېدلې دي.

په غزه کې د حماس لخوا اداره کېدونکی روغتیا وزارت وایي، د نوومبر په شپږمه د وژل شویو کسانو شمېر لس زره ته رسېدلی، چې لویه برخه یانې ۴۱۰۰ ماشومان دي.

د شمېرو له مخې، په منځني‌ ډول په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د امریکایي ولسمشر جوبایډن په ګډون ځينې سیاستوال او چارواکي د هغو شمېرو په اړه چې د فلسطین روغتیا وزارت یې ورکوي، د کره والي غوښتنه کوي.‌خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی باور لري چې دا شمېرې سمې او د باور وړ دي.

په هرو لسو دقیقو کې د یوه ماشوم وژل کېدل

جګړه کې اسرائیلي اړخ ته د ۵۴۰۰ تنو د ټپي کېدو پخلی شوی. په غزه او لویدیځه اشغال شوې غاړه کې بیا دا پنځه برابره ډېرې دي- په دې مانا چې تر اوسه ۲۵ زره او ۴۰۰ کسان ټپیان دي.

پورته شمېرې د اسرائیلو او فلسطین روغتیایي چارواکو شرېکې کړې دي.

بلخوا، په غزه کې ۲ زره ۲۶۰ تنه تري تم شوي، چې یو زر ۲۷۰ تنه یې ماشومان دي. ډېری دا کسان د ودانیو په هغو کنډوالو کې ورک دي چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې ویجاړې شوې دي.

د یرغمل شویو کړکېچ

د اوکټوبر پر اوومه، د حماس ناڅاپه بریدونه د یرغمل لویه پېښه رامنځته کړه.

اسرائیل وایي، ۲۴۲ تنه چې بهرني وګړي هم په کې دي، د حماس لخوا یرغمل شوي او وایې ۳۰ تنه یې هم ماشومان دي.

حماس بیا ویلي، چې ۵۷ برمته شوي کسان د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

دارنګه څلور بهرني یرغمل شوي کسان، چې یو یې ۱۷ کلن ځوان و، د اوګټوبر پر ۲۰ حماس خوشي کړل.

اسرائیلي پوځ زیاتوي،‌ دوی یو اسرائیلی سرتیری د اوکټوبر پر ۲۹مه، د ځکمنیو عملیاتو پر مهال ازاد شوی دی.

د غزې له نیمايي ډېر وګړي په کور دننه بې ځایه شوي

په غزې ټرانګه کې، له دوه اعشاریه دوه میلیونو ډېر خلک اوسېږي او له نیمایي ډېر یې ماشومان دي.

د اوکټوبر پر ۱۳مه،‌ اسرائیلو ملکي خلکو ته خبرداری ورکړ چې د غزې شمال او دارنګه سویل خواته د "وادي غزې" په نامه د سیند غاړه خالي کړي.

د رپوټونو له مخې، د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې له دوه سوه زره زیات کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي. د فلسطیني سرچینو په وینا، دا په غزې ټرانګه کې د کورونو نیمایي برخه جوړوي.

په فلسطین کې د ملګر ملتونو اړوندو ادارو د مالومات له مخې، د نومبر تر پنځمې په غزه کې یو اعشاریه پنځه میلیونه خلک بېځایه شوي دي.

دغه خلک د خوندیتابه لپاره په ښوونځيو، کلیساوو، روغتونونو، د ملګرو ملتونو اړوندو عامه ودانیو او د ځينو خپلوانو په کورونو کې پراته دي.

له غزې وتل هم د غزه والو لپاره یوه غوراوی نه دی، ځکه د اسرائیلو خوا ته د بیت الحانون لاره بنده ده او مصر خواته د رفح لاره هم یوازې د بهرنیو وګړو او ځینو ټپیان د وتلو لپاره پرانیستل شوې ده.‌

د مرستندویه کارکوونکو وژنې

په غزه کې روغتیا وزارت وایي، د نومبر تر پنځمې په غزې تړانګه کې له ۳۵ روغتونونو ۱۶ چې ۴۶ سلنه کېږي او له ۷۶ روغتیایي مرکزونو ۵۱ یې د هوایي بریدونو او سوند توکو نشتوالي له امله له فعالیته لوېدلي دي.

د روغتیا وزارت مالومات په ډاګه کوي چې ۵۰ امبولانسونه ویجاړ شوي، ۳۱ نور یې له کاره لوېدلې او ۱۷۵ روغتیايي کارکونکي هم وژل شوي دي.

د نړیوالو قوانینو له مخې، مرستندویه کارکوونکي، روغتیایي پرسونل او د دوی امکانات او وسایل باید خوندي وي.

ملګري ملتونه وایي، نږدې ۸۸ مرستندویه کارکوونکي او دارنګه ۱۸ تنه د ملکي ادارو امنیتي ساتونکي یې وژل شوي دي.

د خبریالانو لپاره هم دا جګړه خونړۍ ده، په داسې حال کې چې د جنیوا ۱۹۴۹ کنوانسیون له مخې باید د خبریالانو د ځان او کار امنیت ټینګ شي، خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکو ادارو د مالومات له مخې، د نومبر تر پنځمې پورې، ۴۶ خبریالانو په دې جګړه کې ژوند بایللی.

د خبریالانو د خوندیتوب ادارې د مالوماتو له مخې، په تېرو درېیو لسیزو کې له جګړو د رپوټ ورکونکو خبریالانو لپاره په غزه کې د اسرائیلو دا جګړه تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې ده.

د اوبو ناوړه وضعیت

هغوی چې تر اوسه له جګړې ژوندي پاتې شوي، په غزه کې ژوند ورته ډېر ګران شوی. خوړو، اوبو او روغتیایي توکو ته یې لاس رسی ډېر سخت دی.

د روغتیا نړیواله سازمان د اوکټوبر په نیمایي کې وویل، کورنیو او ماشومانو په غزه کې د څښاک، پخلي او نظافت لپاره د ورځې یوازې هر کس ته درې لېټره اوبه رسېدلي دي.

په داسې حال کې چې هر انسان په ډېر بېړني حالت کې باید لږ تر لږه د ورځې ۱۵ لېټره اوبو ته لاس رسی ولري.

په وروستیو کې له رفح لارې د اوبو کمې زیرمې غزې ته وړل شوې خو پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته د اوبو اړتیاو پوره کولو ډېرې زیرمې زیانمنې شوې دي.

د اوکټوبر په پنځمه، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې اوچا وویل، په منځني ډول له جګړې نه د مخکې وخت پرتله د اوبو لګښت کې ۹۲ سلنه کموالی راغلی. په داسې حال کې چې د مصرف شویو اوبو یا فاضلاب ۶۵ دستګاوو له وړاندې فعالیت نه درلود.

د اوکټوبر پر ۳۱مه،‌ د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې ډله ییزه بې ځایه کېدنه، ګڼه ګوڼه ، د اوبو او روغتیايي بنسټونو زیانمنول ښایي په غزه کې "د عامې روغتیا په برخه کې چټک ناورین" رامنځته کړي.