ایا په سپوږمۍ کې د بوټو کرل ممکن دي؟

د ناسا ستورمزلي په خپل نوي ماموریت کې، په سپوږمۍ کې د بوټو کرلو هڅه کوي.

سپوږمۍ ته د ناسا ارټیمیس ۳ ماموریت، چې ټاکل شوی په ۲۰۲۶ کې ترسره شي. دا ځل ساینس پوهانو غواړي د سپوږمۍ جوړښت او تکامل په اړه پوه شي او په دې سیاره کې د انساني ژوند احتمال وڅېړي.

اوس، ناسا ۳ ساینسي څېړنو را څرګندې کړي، چې له مخې یې ستورمزلي، سپوږمۍ ته د راتلونکي سفر پر مهال خپلې پلټنې کوي.

د څېړنې په یوه برخه کې ټاکل شوې چې ستورمزلي، د سپوږمې د خوځښتونو یا زلزلو او د سپوږمۍ په سطحه کې د اوبو یا یخ موندل وڅېړي او معلومه کړي چې ایا په سپوږمۍ کې د نباتاتو وده ممکنه ده که نه.

سپوږمۍ ته د ارټیمیس د سفر پروګرام څه دی؟

سپوږمۍ ته د ارټیمیس ماموریت کې درې پروژې شاملې دي، چې د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) لخوا پلان شوي.

د ارټیمیس د دغو ماموریتونو موخه د سپوږمۍ په اړه د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کول دي او هیله من دي چې په ۲۰۲۶ کال کې به تر ۵۰ کلونو وروسته انسانان یو ځل بیا پر سپوږمۍ قدم کېږدي.

که دا ماموریتونه بریالي شي، ساینس پوهان هیله لري چې په راتلونکو کلونو کې به په سپوږمۍ کې د انسانانو لپاره د اوږدمهاله استوګنې اډه جوړه شي.

لومړی بې پیلوټه ارټیمیس ماموریت په ۲۰۲۲ کې ترسره شو او د پروژې ساینس پوهانو او انجینرانو لپاره یوه لاره وه، چې د ارټیمیس راتلونکو ماموریتونو کې د کارېدونکو وسیلو او تجهیزاتو اغېزمنیتا اندازه کړي.

ناسا به په ۲۰۲۵ کې د دویم ماموریت، لپاره فضا ته ستورمزلي واستوي، چې د سپوږمۍ شاوخوا الوتنې وکړي او ځمکې ته راستانه شي.

وروستی ماموریت یا ارټیمیس ۳، چې اټکل کېږي د ۲۰۲۶ کال په شاوخوا کې ترسره شي او ۳۰ ورځې به دوام وکړي، ستورمزلي به ځمکې ته له راستنیدو مخکې د سپوږمۍ په مدار کې ژوند وکړي او د څېړنو لپاره به څو ځله د سپوږمۍ سطحې ته لاړ شي.

د ارتیمیس ۳ څېړنې کومې دي؟

ټاکل شوې ستورمزلي د ارټیمیس ۳ ماموریت پر مهال درې څېړنې ترسره کړي:

د سپوږمۍ د چاپېریال څارنې سټیشن چې په زلزله سنج مجهز دی. هغه وسیله چې ساینس پوهان یې په سپوږمۍ کې د زلزلې اندازه کولو لپاره کاروي او د سپوږمۍ د رامنځته کېدو او نور معلومات ترې ترلاسه کوي.

د بوټو پر کښت د سپوږمۍ اغېزه، چې د سپوږمۍ پر سطحه د بوټو د کرلو امکاناتو په اړه څېړنه کوي او د سپوږمۍ د رڼا او فضا اغیزې ګوري.

په سپوږمۍ کې د اوبو او یخ لټون لپاره د وسایلو کارول، چې په راتلونکي کې د څښاک اوبو یا د سپوږمکۍ د سون موادو سرچینې په توګه وکارول شي.