اسرائيلو په غزه کې د ۱۵ خيريه کارکوونکو د وژلو په تړاو تېروتنې منلې دي

د اسرائیلو پوځ منلې چې د مارچ پر ۲۳مه نېټه یې ځواکونو د غزې په جنوب کې د ۱۵ مرستندویه کارکوونکو په وژلو کې تېروتنې کړې دي، خو په همدې مهال يې ادعا کړې چې ځینو خيريه کارکوونکو له حماس سره اړیکې درلودې.

دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې امبولانسونو کاروان، د ملګرو ملتونو یو موټر او د اور وژنې یو موټر د رفح ښار ته څېرمه د اسرائيلي ځواکونو له خوا په نښه شول.

اسرائیلو په پیل کې ويلي وو چې ځواکونو یې ځکه د موټرو پر "مشکوک" کاروان ډزې وکړې په تیاره کې يې پرته له څراغونو حرکت کاوه او د اسرائیلي پوځ سره یې همغږي نه وه کړې.

خو، د وژل شویو ژغورونکو له ډلې د یوه تن، رفعت رضوان لخوا په خپل ګرځنده تلیفون کې اخیستل شوې ویډیو ښیي چې د موټرو څراغونه او د امبولانس څرخېدونکی څراغ روښانه و، او ګاډي له ټپیانو سره د مرستې لپاره روان وو.

دا ویډیو، چې لومړی د نیویارک ټایمز لخوا خپره شوه، ښیي چې موټرونه پر سړک ودرېږي او بیا پرته له خبرتیا ډزې پیلېږي. دغه ویډیو چې له پنځو دقیقو ډېر دوام کوي د رفعت رضوان غږ هم په کې اورېدل کېږي. مخکې له دې چې د اسرائيلو ځواکونو غږونه واورېدل شي نوموړی خپله وروستۍ دعا کوي.

د اسرائیلو د پوځ یوه چارواکي ويلي، پوځيانو مخکې له دې پر یوه موټر چې د حماس درې غړي یې لېږدول ډزې کړې وې. کله چې امبولانسونه راورسېدل، د هوايي څارنې ډلې پوځيانو ته خبر ورکړ چې کاروان "په مشکوک ډول" حرکت کوي. کله چې امبولانسونه د حماس د موټر تر څنګ ودرېدل، پوځيانو فکر وکړ چې دوی تر ګواښ لاندې دي او ډزې یې وکړې، که څه هم داسې هېڅ شواهد نشته چې د ژغورنې ډله په وسلو سمباله وه.

اسرائيلو منلې چې له څراغونو پرته د ګاډو د حرکت په اړه د دوی لومړني معلومات ناسم وو، او دا يې په پېښه کې د شته ځواکونو غلط راپور ياد کړی دی.

په ویډیو کې ښکاري چې ګاډي جوتې نښې لري او ژغورونکو روښانه واسکټونه اغوستي وو.

اسرائيلي چارواکي وايي، د دوی پوځيانو د ۱۵ ژغورونکو جسدونه له وحشي ځناورو د ساتنې په موخه تر شګو لاندې خښ کړي وو، او بله ورځ یې د سړک پاکولو لپاره کاډي هم تر خاورو لاندې کړل. مړي تر یوې اوونۍ وروسته هم ونه موندل شول، ځکه د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال سازمانونه په دې نه وو توانېدلي چې په خوندي توګه سيمې ته ولاړ شي او يا هم هغه ځای معلوم کړي چې دغه پېښه په کې رامنځته شوې وه.

د جسدونو تر څنګ، د ژغورنې ډلې د رفعت رضوان موبايل هم موندلی و، چې د هغه له مړینې وړاندې پېښه يې ثبت کړې وه.

د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې لږ تر لږه شپږو مرستندویه کارکوونکو له حماس سره اړیکه لرله، خو تر اوسه یې په دې اړه کوم ثبوت يا شواهد نه دي وړاندې کړي. خو، دا يې تائید کړې چې دغه خلک د بريد پر مهال بې وسلې وو.

پوځي چارواکي هغه راپورونه هم رد کړي چې وايي د مرستندويه کارکوونکو لاسونه تړل شوي او له نژدې په ډزو ويشتل شوي.

د ژغورنې یو کارکوونکی چې ژوندی پاتې شوی، بي بي سي ته ويلي، امبولانسونو څراغونه درلودل او د هغه همکارانو له وسله والو ډلو سره هېڅ اړیکه نه درلوده.

د اسرائیلو پوځ ژمنه کړې چې "د پېښو جریان او له هغوی سره د چلند څرنګوالي" معلومولو لپاره به "هر اړخیزه څېړنه" ترسره کړي.

د سرې میاشتې ټولنې او ګڼو نورو نړیوالو ادارو د دې موضوع په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.