کوریایۍ مور خپله ورکه شوې لور ۴۴ کاله وروسته ومونده "په لټون پسې مې یې پښې تڼاکې شوې"

د عکس سرچینه، BBC Korean
هانتایسون یوه کوریایۍ مېرمن ده چې خپله ورکه شوې لور یې له ۴۴ کلونو پرلپسې لټون وروسته موندلې ده.
مېرمن سون رسنیو ته ویلي، له خپلې لور کیونګها سره یې وروستی ځل د ۱۹۷۵ کال په مې میاشت کې پلازمېنه سیول کې خبرې کړې وې، "لور ته مې وویل زه بازار ته ځم، ته راسره ځې؟ هغې وویل نه، زه مې له ملګرو سره لوبې کوم. کله چې بېرته کورته راغلم لور مې نه وه."
مېرمن هان او مېړه یې څو لسیزې په لور پسې سرګردانه وو. هغوی به په دې موده کې د خپلې لور په څرک لګېدو پسې د پولیسو مرکزونو، د یتیمانو پالنځیو او ټلوېزیونونو ته تلل. ان تر دې چې ډېر کله یې پر کاغدونو د هغې د ورکې لیکلي اعلانونه خپاره کړي وو.
مېرمن هان ویلي، کرۍ ورځ به یې په کوڅو کې په لور پسې لټون کاوه، " دومره ګرځېدلې یم چې د پښو د ګوتو لس واړه نوکان مې پرېوتل."
مېرمن هان او لور یې کیونګها په ۲۰۱۹ کال کې د سیول په هوايي ډګر کې سره مخامخې شوې. اوس نو کیونګها د منځني عمر امریکایۍ مېرمن وه چې نوم یې لاوري بینډر و.
کیونګها څنګه وموندل شوه؟

د عکس سرچینه، News1
د لور د لټون په دې موده کې ډېر ځله داسې پېښې وشوې چې مېرمن هان به انګېرله چې ګواکې د لور موندو ته یې ور نږدې شوې ده. هغې په ۱۹۹۰ کال کې په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې له خلکو د خپلې لور په موندلو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
له خپرونې وروسته یې له یوې ښځې سره ولیدل چې دې فکر کاوه هغه یې لور کیونګها ده او تر یوه وخته یې د کورنۍ د غړې په توګه هغه له ځان سره وساتله. هغې ښځې بیا وروسته اعتراف وکړ چې کیونګ ها نه ده.
بالاخره په ۲۰۱۹ کال کال کې مېرمن هان له یوه بهرني شرکت سره د دې د لور د لټون هوکړه وکړه. دغه شرکت د (ډي این اې) طبي ازموینې له لارې هغه بهرني کوریايي وګړي چې په کوچنیوالي کې بهرنیو هېوادونو کې نورو کسانو په زویولۍ یا لورولۍ منلې وي، له خپلو بیالوژیکي ميندو او پلرونو سره مخامخوي.
دغه شرکت ډېر ژر د امریکا متحده ایالتونو په کالیفورینا کې د لاوري بلینډر په نامه یوه ښځه چې هلته په روغتون کې نرسه وه، ومونده چې (ډي این اې) یې له مېرمن هان سره سمون خوړ.
له مېرمن هان سره له څو ځلي ټیلیفوني خبرو وروسته لاوري بلینډر د سویلي کوریا پلازمېنې سیول ته سفر وکړ او هلته یې په هوايي ډګر کې له خپلې مور سره ولیدل.
دواړو یوه بله په غېږ کې ونیوه او ژړل یې، هممهاله مېرمن هان د لاروي بلینډر په ويښتانو کې ګوتې ووهلې. مېرمن هان وايي، ۳۰ کاله یې سلمانۍ کې کار کړی او د ویښتانو په لمسولو پوهېږم چې لاوري بلینډر په رښتیا کیونګها ده او که نه. ځکه یو ځل مخکې هم تېروتلې وم.
مېرن هان خپلې لور سره له لیدو وروسته له هغې بښنه وغوښته، "ما ځان ګناهګاره احساساوه. هغه کوچنۍ وه او د کور لاره یې نه شوه موندای. هر وخت به مې له ځان سره ویل هغې به زه څومره لټولې یم."
کیونګها له خپلې مور سره تر یو ځای کېدو وروسته رویټرز ته ویلي، "د مور په لیدو مې داسې احساس کوم لکه سوری زړه مې چې رغېدلی وي."
کیونګها څنګه ورکه شوې وه؟

د عکس سرچینه، News1
کیونګها ۶ کلنه وه، د خپل کور مخې ته یې لوبې کولې چې یوه لاروۍ مېرمنه ورته را نږدې شوه او ورته یې وویل زه دې د مور ملګرې یم.
کیونګها ته یې وویل، مور دې وایي، چې نوره تا نه غواړي. هغه یې له ځان سره د ریل ګاډي تمځای ته بوتله. په ریل ګاډي کې تر کېناستو وروسته کیونګها په وروستي تمځای کې یوازې پرېښودل شوه.
پولیسانو هغه د یتیمانو یوه پالنځي ته بوتله او له هغه ځایه ډېر ژر په یوه الوتکه کې د امریکا متحده ایالتونو ویرجینیا ایالت ته یووړل شوه چې هلته یوې جوړې په لورولۍ ومنله.
له کلونو وروسته یوې پلټنې ومونده چې کیونګها ته جعلي اسناد جوړ شوي وو چې هغه یې پکې بې سرپرسته یتیمه ښودلې وه.
کیونګها وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو، داسې یې انګېرله لکه جعلي ژوند چې کوي، هر پېژندونکی شی ورته جعلي ښکارېده.
له اسیا څخه لوېدیځ ته د ماشومانو د لېږد سوداګري
له ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۵۳ کال پورې چې په کوریا کې جګړه وه، دغه هېواد نورو هېوادونو ته د بې سرپرسته ماشومانو د لېږلو پروګرام پیل کړ. د اټکل له مخې، هغه مهال په دغه هېواد کې کابو یو لک یتیمان او بې ځایه شوي ماشومانو موجود و.
هغه مهال څو کورنیو ځینې کوریايي ماشومانو په زویولۍ او لورولۍ ومنل. ورپسې د هغه مهال حکومت د یوې بشري هڅې په توګه بهر ته په زویولۍ او لورولۍ د منلو لپاره د بې سرپرسته ماشومانو د لېږد پروګرام پیل کړ.
دغه پروګرام د حکومت تر څار لاندې په بشپړ ډول د خصوصي اولادپالنې ادارو له خوا پر مخ وړل کېده. د وخت په تېرېدو سره دغو ادارو د قوانینو له لارې د پام وړ خپلواکي ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، Truth and Reconciliation Commission
د دغو ادارو د صلاحیتونو له ډېرېدو سره په ۱۹۷۰ کال کې بهر ته د لېږل کېدونکو ماشومانو شمېر لوړ شو او په ۱۹۸۰ کال کې اوج ته ورسېد. یوازې په ۱۹۸۵ کال کې دغو ادارو ۸۸۰۰ کوریايي ماشومانو بهرنیو هېوادونو ته لېږلي وو.
هغه مهال د زېږون کچې د کموالي او په کوردننه په زویولۍ یا لورولۍ د نیول کېدونکو ماشومانو د نشتوالي له امله د دغسې بهرنیو ماشومانو غوښتنه ډېره وه.
شونې ده د دغو ماشومانو له ډلې ځینې په دوکه او تېر اېستونکو لارو چارو د اولادپالنې تر کوریايي ادارو رسېدلي وي. د مېرمن هان په څېر والدین ادعا کوي چې د دوی ماشومان تښتول شوي دي.
د راپورونو له مخې، هغه ماشومان چې له پېژندپاڼو پرته به موندل کېدل، داسې اسناد به ورته جوړېدل چې دوی پرېښودل شوي او په زویولۍ یا لورولۍ لویولو ته چمتو دي.
دا یو ګټور کاروبار و - د حکومتي مقرراتو نشتوالي کوریایي ادارو ته اجازه ور کوله چې له بهرنیانو ډېرې پیسې واخلي او ترڅنګ به یې له بهرنیانو د مرستې په نامه پټ فیسونه هم تر لاسه کول.
د ۱۹۷۶ کال د بي بي سي د پانوراما پروګرام په یوه مستند کې سویلي کوریا د څو اسیایي هېوادونو له ډلې چې ماشومان یې بهرنیو هېوادونو ته لېږل، د بېلګې په توګه یاده شوې ده.
په دغه مستند کې د یوه څارونکي خبرې راخېستل شوي چې هلته روان وضعیت یې "له کنټرول څخه بهر" او "تقریبا له اسیا څخه اروپا او امریکا ته د ماشومانو له سوداګرۍ سره ورته" ګڼلې دی.