ګرانې لورکۍ: زه هم ځينې وخت د بدرنګۍ احساس کوم

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هیټي ناش - بي بي سي نړیوال سرویس
- دنده,
کالکي کیکله د بالیوډ په مشهورو فیلمونو کې کار کړی، هغه د ښکلا د توکو د نړیوالو برنډونو ماډله ده او د "وېک انډیا" په نامه په میاشتني ننداره کې هم راښکاره شوې.
دا وایي، په نړۍ کې تر ډېره ځوانۍ او جعلي ښکلا ته ارزښت ورکول کېږي. په خبره یې ځینې وختونه" د بدرنګۍ" احساس کوي نو په خبره یې د ټولنې دا ناسم تعریفونه باید ایسته شي.
د بي بي سي نړیوال سرویس د " ګرانې لورکۍ" په نامه د پوډکاستونو د جایزو د ویش په خپرونه کې فلمي ستورې، لیکوالې او پروډیوسرې کالکي وويل:" موږ د خواله رسنیو په نړۍ کې ژوند کوو چې اصلي ښکلا پکې تحریف شوې ده. دې کار موږ غولولي یوو، دېته یې اړ کړي یوو چې په دې فکر وکړو چې ښکلا یو ټاکلې اندازه، یو ټاکلی رنګ یا یو ټاکلی شکل دی."
په دې نیم ساعته پروګرام کې، له مېندو او پلرونو غوښتل کېږي چې خپلو ماشومانو ته لیک ولیکي او پکې مهمې سپارښتنې یا د ژوند تجربې وي او بیا وروسته د خپرونې کوربنه "نامولانتا کومبو" د همدغو لیکونو په تړاو له مېندو او پلرونو سره خبرې کوي.
کالکي هم خپلې پنځه کلنې لور ته لیک استولی، په لیک کې، هغې هڅه کړې چې د انسان د بدن انځور په اړه وضاحت ورکړي.او له دې لارې د ښکلا هغه غیر واقعي معیارونه بیان کړي چې شخصا یې پر دې اغیز کړی دی.
دا اداکاره، چې له خپل خاوند " ګای هرشبرګ" او لور سره د هند په "ګوا" کې ژوند کوي. وایي، دې لیک لیکو ته یې هغه وخت ورپام شو چې کله یې یوه ورځ لور له ښوونځي راوستله او هغې ورته وویل چې د ښکلا او ګلالیتوب احساس نه کوي. هغې په دې پوډکاسټ کې وویل،
کله چې دوی ډېر کوچني دي او ډېر عالي هم دي، نو تاسو سره دا فکر پیدا کېږي، چې اې زما خدایه، دا څنګه شونې ده چې دوی داسې فکر کولي شي چې ګلالي یا ښکلي نه دي.
اغلې کلاکي چې د " په هند کې زما ژوند" تر سرلیک لاندې خپله د بي بي سي د یوه بل پوډکاسټ کوربنه ده، په دې لیک کاږي، " زه هم ځينې وخت د بدرنګۍ" احساس کوي، داسې حال کې چې ماته نږدې خلک تل راته وایي، ډېره ښکلې یې."
هغه خپلې لور ته سپارښتنه کوي، " د ښکلا لپاره معیارونه به د ژوند مختلفو برخو کې درته بدل شي، نو ځکه باید هغو معیارونو ته ډېر ارزښت ورنه کړې چې ټولنې اوس درته ټاکلي."
" یاد ساته، ستا په مخ داغونه، ګونځې، ستا سترګې، ستا شونډې، ستا پښې، ستا وېښته، ستا پوستکی او نور ټول دا شاهدي ورکوي چې ته ښکلې یې. دا ټول ستا سره تر لویوالي شته، په هر حال کې ستا ملګرتیا کوي، دوی ستا د ژوند انډیوالان دي."

د والدینو له خوا خپلو ماشومانو ته د " ګرانې لورکۍ" لیکونو د بڼې په کارونې سره هغوی خپلې مشورې او د ژوند له تجربو زده کړې ورکوي.
له فرانسوي مور او پلاره د هند په پېډېچري سیمه کې زیږدلې کلاکي وايي، کله چې تنکۍ ځوانه وه، نو له خپلې ظاهري بڼې یا څېرې ناخوښه او ناارامه وه او کله به چې د خپل مسلک له مخې د کمرې پر وړاندې ښکاره کېده دا احساسات به یې نور هم زیانمنیدل.
" د نامتو کېدو یا ټولو ته د ځان ورپېژندلو لپاره، بیرون ته راوتل او د کمرې مخکې ته له را ښکارېدو پرته، دلته د ژوند بل اړخ پیلېږي یا مو پام ور اوړي".
دا وایي، په فلمي نړۍ کې کار کول، یو ځل یې د خپلې ظاهري ځوانۍ د ښودلو لپاره په ځان فشار راوړی وو. ان یوه ورځ د سهارنۍ پر مهال پروډیوسر ورته وړاندېز کړی وو چې د خپل پوستکي ګونځې د طبي موادو په مرسته ډکې کړي.
"هغه راته ویلي وو، کوم شي ته چې اړتیا لرې یوازې د ګونځو ډکول دي، زه ورته مسکۍ شوم او ومې ویل، ډېر ښه، باید ډېره ونه خاندم، زما چلند داسې وو چې هغه په ټوکه کې پوه کړم."
کالکي وایي، هغه مهال دا نږدې دېرش کلنه وه او ددې جوګه وه چې د خپل ځان ځواب ووایي او تر اغیز لاندې را نشي.
" زه پوهېږم چې دوی دا خبره شل کلنو ځوانانو ته کوي او هغوی هم تر فشار لاندې ځي چې ورسره باید لاړ شي او خپله څېره بدله کړي."
کالکي وایي، دا په دې باور ده چې دا فشارنونه خواله رسنیو نور هم بد کړي دي." موږ ټول ځانونه ازمویو او ټول دا فلټرونه لرو. خو په خپل لیک کې، هغه ویره څرګندوي چې څنګه به خپله لور له دا ډول ازموینو خوندي کړي.
هغې په ټوکه کې وویل، کله مې چې اسټرالیا کې د شپاړلس کلنو کم عمره ماشومانو لپاره د ځیرکو ټلیفونونو پر کارونې د بندیز پلانونه واوریدل، نو فکر مې وکړ چې زه هم هلته لاړه شم. " زما د مور مغز همداسې کار کوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
کالکي وایي، په فلمي نړۍ کې کار کول، په تاسو ځانګړی فشار راوړي چې باید ځوان یا ځوانه ښکاره شئ.
دا یوازینۍ نوموتې ښځه نه ده چې په عام نظر کې د ځوانه ښکاره کېدو په اړه په شته فشارونو خبرې کوي.
د "سټرینج ټېنګز" سریال لوبغاړې میلي بابي براون کیسه هغه وخت د خبرونو سرټکې شوه چې هغې خبریالان وروبلل چې د خپل عمر په اړه ورکړل شویو معلومات او نیوکو ته ځواب ووايي.
دغې ۲۱ کلنې ښځې، په انسټګرام کې یوې درې دقیقه ای ویډیو کې ویلي وو." دا چې زاړه لیکوالان خپل وخت په دې ضایع کوي چې زما څېره، بدن او ښکلا ټاکنې باید څه وي، ډېر ځورونکي دي."
ګرانه لور یا ګرانې لورکۍ پوډکاسټونه د اغلې کومبو د خپل ماشومتوب د ذهن زیږدنده دي، د کینیا له نایبروبي یوه مور پدې هڅه کې ده، چې د خپلې لور لپاره د ژوند کړنلاره د مور او پلار د مشورو له لارې وښيي.
د پوډکاسټونو هره برخه یوه میلمه لري چې خپلو اوسنیو یا راتلونکو ماشومانو یا نورو هغو ته د ژوند په تړاو مشورې ورکوي او د ژوند درسونه ورسره شریک وي او هغه شخصي کیسې ورته وایي پر دوی تېرې شوې دي.
د اوسني فصل په یوه تازه برخه کې، یوه ادا کاره اجو وا اندو خپلو درېیو ماشومانو ته وایي چې په غریزو یا غوښتنو باور ولري.
بله برخه کې، د پنځ نړۍ یا وحشي ژویو مستند فلم پریزنټره را وین ګرنټ دا مشوره ورکوي چې څنګه خپل شک لېرې کړي او له ستونزو سره د مقابلې په وخت کې ځانونه خوندي کړي.
په پای کې یو ځل بیا، کالکي وایي، " یاد ساتئ، ستاسو په مخ داغونه، ګونځې، ستاسو سترګې، ستاسو شونډې، ستاسو پښې، ستاسو وېښته، ستاسو پوستکی او نور ټول دا شاهدي ورکوي چې تاسو ښکلي یاست. دا ټول ستاسو سره تر لویوالي پورې شته، په هر حال کې ستاسو ملګرتیا کوي، دوی ستاسو د ژوند انډیوالان دي."
ګرانې لورې، "پوهېږې چې زه به هیڅ وخت تا سره مینه کول او لرل بس نه کړم. زه درسره مینه لرم. "