برېښنايي ډرونونه چې تاسې پکې کښېناستی شئ

د سکایفلای په نامه یو نوی شرکت یوه داسې کوچنۍ الوتکه جوړوي، چې له تخینکي پلوه د ډرون او الوتکې ګډوله ده او دوه کسان پکې سفر کولای شي.

مسوولین وايي، اکس (Axe)به د یوې چورلکې وړتیا ولري، خو لګښت، شور او زوږ او د هوا ککړولو غازونه به یې کم وي.

دا به عمودي الوت او ناسته کوي، چې په تخنیکي اصطلاح ورته يي‌وي‌ټي او اېل (eVTOL) یا الېکټرانېک وېرټېکل ټېک اف هم ویل کېږي او معمولاً چورلکې همداسې الوت کوي.

خو د چورلکو برعکس دا د الوتکو په څېر دوه وزرونه لري، چې ورپورې کلک شوي او له همدې کبله به پر ځغاست ‌لیکو کېني او ترې به الوت کوي.

شرکت ادعا کوي، چې د دې الوتکې اکس (Axe) تر ټولو لوړ سرعت به ۱۰۰ کیلومترو ته رسېږي، تر ۱۷۲ کیلو ګرامو وزن پورته کولای شي او څه باندې ۱۰۰ کیلومترو واټن وهلی شي.

د بریتانیا په اکسفورډ شائر سیمه کې د ماهرینو یوې ډلې د دې الوتکې پر طرح یا دیزاین له تېرو پنځو کلونو راهیسې کار کاوه.

د سکایفلای مشر انجینئر ډاکتر بېل بروکس په دې هکله وايي: د عادي الوتکو برعکس دا اته موټرونه لري، چې عجیبه ده، لکۍ یې مخې ته ده، د ټولټال ۷۵۰ کیلوګرامه وزن ۲۴۰ کیلوګرامه یې بېټرۍ دي، نو ټوله اډانه یې له کاربون فایبر جوړه ده، چې د امکان تر بریده یې وزن سپک واوسي. د ډیزاین په برخه کې یې هم خوندیتوب ته ډېر پام شوی دی.

چاپیریال ته څه ګټې لري؟

پراخې وزرې یې د انرژۍ نشتوالي په صورت کې په الوتلو کې مرسته کوي او د هر وزر په وروستۍ برخه کې یې دوه موټرونه د دې لپاره ځای پر ځای شوي، چې که یو کار پرېږدي، نو له بله کار اخیستل کېدای شي.

په الوتکه پورې داسې پاراشوټ هم ځای پر ځای شوی، چې په بېړني حالت کې هم الوتکه او هم یې سپرلۍ په خوندي ډول ځمکې ته ورسوي.

د سکایفلای شرکت اجرائیوي مشر مایکائل تامپسن وايي، د عادي الوتکو پرتله زموږ هغه خوندي ده، هوا نه ککړوي، او د الېکترونیکي فعالیت له کبله یې شور او زوږ هم کم دی.

هغه وايي: "کله چې الوتنه الوزي، نو غږ یې نور نه ځوروي، نو زه فکر کوم چې برېښنایي پروپلژن (د خوځښت قوه) نه یوازې چاپیریال بلکې د غږ ککړتیا له نظره ډېره ګټه لري."

د يي‌وي‌ټي‌او‌اېل (eVTOL) په نورو خدماتو کې چې همدا اوس کار پرې روان دی، د بریتانیا په برېسټل کې مېشت، وېرټېکل ائروسپېس، وي‌اې (VA) ته ورته الوتونکې ټیکسۍ دي.

د وي‌اې تر څنګ د امریکا ارچر انډ جوبای (Archer and Joby) هم داسې الېکترونیکي الوتکې چمتو کوي، چې تر څلورو تنو به پکې سفر وکولای شي.

په پرتلیز ډول د سکایفلای آکس تر ډېره شخصي بازار او مارکېټونو لپاره ده

د دې الوتکې بیه ۲۵۰ زره امریکايي ډالر ده

هدف یې هم هغه پیلوټان دي چې غواړي له ډیزل اېنجنونو لرې شي

د يي‌وي‌ټي‌او‌اېل (eVTOL) انساټس (معلوماتو برخې) اجرایوي مدیر جېسن پرېچارډ وايي امکان لري چې نوي مشتریان یې د الوتنو کلبونه وي.

"د يي‌وي‌ټي‌او‌اېل (eVTOL) الوتکو صنعت لا هم په خپل لومړني حالت کې دی چې فعالیت یې هم یو څو کاله لرې دی خو دوی اړ دي چې په راتلونکو کلونو کې لوی شمېر پیلوټان هم وروزي.

"سربېره پر دې، د اکس ډیزاین کولی شي پیلوټانو ته له برېښنا پرته د الوتکې د کښته کولو لپاره اړین مهارتونه او کنټرولونه هم ور زدکړي، کوم چې یو اړین وسیله ده."

څنګه به چارجېږي؟

اکس لکه برېښنايي موټر د شپې مهال هم چارجېدی شي خو باید دغه ټکنالوژي او خدمات ډېر پراخ شي.

اېرو‌والټ (Aerovolt) کمپنۍ چې د بریتانیا په جنوب کې مېشته ده، په اوو هوايي ډګرونو کې د چارجولو دستګاوې نصب کړې دي.

بنسټ ایښودونکی یې، فېلېپ کېنګزلي-ډابسن وايي غوښتنه مخ په ډېرېدو ده.

اوس مهال د د يي‌وي‌ټي‌او‌اېل (eVTOL) الوتکې په بریتانیا کې د الوتنې اجازه نه لري.

د سکایفلای اکس ازموینې کړې دي خو باید د ملکي هوایی چلند ادارې (CAA) لخوا تصدیق شي او اجازه ورکړل شي.