ملګري ملتونه وايي، تر اوسه یې غزه کې ۹۹ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي

غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوه چارواکې جولیت توما وايي، چې د اسرائیل او غزې په جګړه کې یو کم سل کارکوونکي یې په تېره یوه میاشت کې وژل شوي دي.

مېرمن توما په غزه کې د خرابېدونکي حالت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې د تړانګې شاوخوا ۷۰۰ زره کسان په ۱۵۰ موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې بي بي سي ته وویل:

"موږ د مرستندویه توکو له کمښت سره مخامخ یوو. د نورو په څیر موږ هم د تېلو له کمښت سره مخامخ یوو. "

مېرمن توما وايي، کله چې کارکوونکي یې د حالتو د ارزونې لپاره غزې ته دننه کېږي، ماشومان د ډوډۍ او اوبو غوښتنه ورنه کوي.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسرائیلو غزه کې په "بشري ناورین" تورن شوی دی، وویل: "نن د خبرو اترو او نظرونو د تبادلې وخت نه دی. "

اغلې توما وايي، غزه کې د جګړې له اغېزمنو سره د مرستې لپاره دوو برخو کې سخته اړتیا ده چې هغه تېل او بل بشري مرستې دې.

اسرائیلو پر غزې تېل بند کړي دي.

دا ګام یې وروسته له هغه واخیست چې د حماس ډلې د اکټوبر په اوومه په اسرائیلو باندې بریدونه وکړل.

په دې برید کې ۱۴۰۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور پیان شول.

همدارنګه حماس ډلې ۲۴۰ تنه برمته کړي دي.

پرون د ملګرو ملتونو مرستندویه کارکونکو د غزې د مرکزي ښار په روغتونونو لکه الشفا روغتون کې په خپلو کتنو کې خبر ورکړ چې که سونګ توکي نه وي، د ناروغانو او ټپیانو د مړینې شونتیا شته.

بلخوا، د روغتیا نړیوال سازمان تائید کړه چې په غزه کې د الشفا روغتون بمبار شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، چې په غزې تړانګه کې تر ټولو لوی روغتون الشفا بمبار شوی او په دې سربېره سیمه کې ۲۰ نور روغتونونه په بشپړه توګه تړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګارت هاریس وویل: "زه تر اوسه د (الشفا پر روغتون د برید) جزئیات نه لرم، خو موږ پوهېږو چې بمباري شوی دی. "

نوموړي وویل، چې د نړیوال روغتیا سازمان د همکارانو د راپورونو له مخې په الشفاء روغتون کې "سخت تاوتریخوالی" شوی.