ايا اوربند جګړه پايته رسولی شي؟

اسرائیلیان د يوه لاریون پر مهال د اوربند غوښتنه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسرائیلیان د يوه لاریون پر مهال د اوربند غوښتنه کوي

په قطر کې د حماس او اسرائيلو منځګړو ويلي چې په غزه کې د اوربند لپاره تړون نژدې شوی دی.

دغه نوې هيله د نژدې ۱۵ مياشتو جګړې وروسته او د جنورۍ پر ۲۰ مه د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د لوړې له مراسمو لږ مخکې راټوکېدلی ده.

داسې هيلې شته چې ښايي دا لنډمهالی اوربند به په تلپاتې سوله بدل شي.

خو د نورو شخړو په څېر د دې لپاره هم د لوړې کچې ډيپلوماسۍ ته اړتيا ده.

اوربند څه دی؟

د ملګرو ملتونو په وينا، د اوربند لپاره په نړيواله کچه هېڅ يو واحد او منلی تعریف نشته، خو دا له پوځي حکم راغلی چې د ډزو بندېدو په معنی دی. د اوربند کلمه د لنډمهالې ډزبندۍ او جنګي دمې لپاره هم کارول کېږي.

خو د ملګرو ملتونو په وينا د اوربند او د جګړې وقفې تر منځ توپير شته. دوی وايي د جګړې وقفه عموما يو غير رسمي تړون وي چې د جګړې د بندولو لپاره کېږي.

اوربند بیا معمولا یوه رسمي هوکړه وي چې لاندې موارد لري:

  • د اوربند موخه
  • هغه سياسي بهير چې له اوربند وروسته به ترسره کېږي
  • کله به پلی کېږي (نېټه)
  • هغه ټاکلې سیمه چې اوربند په کې عملي کېږي

همدارنګه ښايي دا هم روښانه شي چې کومو پوځي فعاليتونو ته اجازه شته او کوم اجازه نه لري او دا چې اوربند به څنګه څارل کېږي.

په ۱۹۹۳ کال کې اوربند د لایبریا د حکومت او نورو وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې پایته رسېدو لامل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۹۳ کال کې اوربند د لایبریا د حکومت او نورو وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې پایته رسېدو لامل شوه

د بېلګې په توګه په ۱۹۹۳ کال کې اوربند د لايبريا د حکومت او د دغه هېواد د وسله والو ډلو تر منځ د جګړې د پايته رسېدو لامل شو.

دواړو اړخونو هوکړه وکړه چې د وسلو او مهماتو واردول به دروي، پوځي پوستې به نه بدلوي او بريدونه به نه کوي، نوره جګړه به نه پاروي، ماينونه او نور چاودېدونکي توکي به نه کاروي.

ايا اوربند تل وي که لنډمهالی؟

ملګري ملتونه وايي اوربند دواړه کېدی شي، هم تلپاتې او هم لنډمهالی.

ځينې وخت د جګړې دواړه اړخونه په لنډمهالی يا ابتدايي اوربند هوکړه کوي. دا کېدی شي د تاوتريخوالي او يا د بشري بحران د کمولو په موخه وي.

کله چې اسرائيلو او د حماس تر مشرۍ لاندې وسله والو د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۴ تر ۳۰ نېټې د لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه، حماس ۱۰۵ يرغمل خوشي کړل او په بدل کې يې اسرائيلو ۲۴۰ تنه فلسطيني بنديان ازاد کړل.

ابتدايي اوربند هم کېدی شي د داسې چاپېريال رامنځته کولو لپاره وشي چې د خبرو اترو سره مرسته وکړي او تلپاتې يا دایمې اوربند ته لاره هواره کړي.

په ۲۰۰۰ کال کې د اېتوپيا او اېرټرېيا تر منځ د جګړې لنډمهالی اوربند، د تلپاتې سولې د تړون لاسلیکېدو لامل شو.

په ۲۰۰۰ کال کې د اېتوپیا او اېریټریا ترمنځ په جګړه کې لنډمهاله اوربند د تلپاتې سولې تړون لاسلیک کېدو لامل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۰۰ کال کې د اېتوپیا او اېریټریا ترمنځ په جګړه کې لنډمهاله اوربند د تلپاتې سولې تړون لاسلیک کېدو لامل شو.

د ۲۰۰۰ کال په جون کې اېتوپيا او ارېرټرېيا د جګړې درولو هوکړه وکړه تر څو د تلپاتې اوربند لپاره خبرې اترې وشي. اوربند په ډسمبر کې لاسليک او له همدې سره جګړه پايته ورسېده.

خو ځينې وخت ښايي جګړه د ناکامو يا کمزوريو لومړنيو اوربندونو له کبله دوام پيدا کړي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۷۸، ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ کلونو کې د لبنان د کورنۍ جګړې د پايته رسولو لپاره اوربندونه او خبرې اترې وکړې خو له هر اوربند وروسته بيا جګړه پيل شوه چې بلاخره په ۱۹۹۰ کال کې پايته ورسېده.

ځينې وختونه د جګړې يو يا دواړه خواوې ښايي له ابتدابي اوربند څخه ګټه پورته کړي او په ډګر کې خپل دريځونه او جګړيزه حالت پياوړی کړي.

یو بشپړ او تلپاتې اوربند معمولا د دواړو خواو تر منځ د سولې له برياليو خبرو اترو وروسته کېږي.

په دې کې د ځواکونو بې وسلې کول او یا بېځايه کول هم شامل دي خو تعقيبي امنيتي کړنې د تړون له لاسليک وروسته د ډېرو کلونو لپاره دوام کوي.

په شمالي ایرلنډ کې د ۱۹۹۸ کال تړون کې له دواړو ډلو وغوښتل شول چې بې وسلې شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په شمالي ایرلنډ کې د ۱۹۹۸ کال تړون کې له دواړو ډلو وغوښتل شول چې بې وسلې شي

د بېلګې په توګه په شمالي ايرلنډ کې د ۱۹۹۸ د ګوډ فرايډې تړون کې د ای ار اې او له وفادارو ډلو ډواړو وغوښتل شول چې وسلې په ځمکه کېږدي.

دغه تړون همدارنګه داسې شرطونه هم درلودل چې په سيمه کې تلپاتې سولې او يووالي ته خلک وهڅوي لکه د شمالي ايرلنډ او د ايرلنډ جمهوريت تر منځ له ستونزو او ماليې پرته سوداګرۍ ته لار پرانيست

کوم ډول محدود اوربند شته؟

په غزه کې د "بشردوستانه وقفې" پر مهال، حماس د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۱۰۵ اسرائیلي یرغمل خوشې کړل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په غزه کې د "بشردوستانه وقفې" پر مهال، حماس د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۱۰۵ اسرائیلي یرغمل خوشې کړل

په غزه کې د بشر دوستانه ډزبندۍ پر مهال د ۱۰۵ اسرائيلي يرغمل شويو په بدل کې ۲۴۰ فلسطينيان خوشي شول.

اسرائیلو او حماس د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې خپل لنډمهاله اوربند ته د "بشردوستانه وقفې" نوم ورکړ.

دا ډول ډزبندۍ يا وقفې کله ناکله د جګړې د تاوتریخوالي د کمولو يا د بشري بحران د مخنيوي لپاره کارول کېږي.

د بېلګې په توګه د سودان حکومت د سودان د ازادۍ غورځنګ او د عدالت او مساوات غورځنګ سره د ۴۵ ورځني اوربند هوکړه وکړه چې په دارفور کې جګړه ودروي او مرستندویه ادارې ځايي خلکو ته بشري مرستې ورسولی شي.

په ۲۰۰۴ کال کې وروسته له هغه چې سونامي اندونيزيا وځپله د دغه هېواد د حکومت او د ازاد اچي غورځنګ تر منځ د مرستو رسولو په موخه اوربند اعلان شو.

د جګړې په يوه ځانګړې سيمه کې هم د اوربند هوکړه کېدی شي چې دا سيمه ييز اوربند بلل کېږي.

په ۲۰۱۸ کال کې، ملګرو ملتونو د یمن د حکومت او حوثیانو ترمنځ یو تړون لاسلیک کړ چې د سره سمندرګي د حدیده بندر شاوخوا جګړه ودروي ترڅو ځایي خلکو ته د زيان مخنیوی وشي.