د اسرائیل هوايي برید غزې ښار کې د وروستي فعال روغتون یوه برخه ویجاړه کړې
د اسرائیلو هوايي برید په غزې ښار د وروستي فعال الاهلي روغتون یوه برخه ویجاړه کړې ده. عیني شاهدانو ویلي چې برید د روغتون د جدي پاملرنې او جراحي څانګې ویجاړې کړې.
پر خوله رسنیو یوې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې د روغتون پر دوه پوړیزه ودانۍ د توغندیو له لګېدو وروسته اور بل شوی او لوګي ترې پورته کېږي.
د ناروغانو په ګډون چې لاهم د روغتون پر بستر پراته دي، یو شمېر کسان له ساحې څخه د ایستل کېدو په حال کې لیدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې رپوټونه وايي، اسرائیلي ځواکونو تر دغه برید مخکې د الاهلي روغتون مسوولان خبر کړی او له دغو څانګو ناروغان ایستل شوي وو.
حماس دا یو "وحشتناک جنایت" بللی او ویلي یې دي چې په دې تړاو څېړنې روانې دي.
خو د اسرائيل دفاعي ځواکونو (ایډياېف) بیا ویلي، دا روغتون له دې کبله هدف ګرځول شوی چې د "حماس د قوماندې او کنټرول یو مرکز" پکې و.
تر اوسه دغه برید کې د مرګژوبله راپور نه دی ورکړ شوی. خو روغتیايي سرچینو ویلي یو ماشوم چې د سر د پخواني ټپ له کبله بستر و، د "ګړندۍ تخلیې پروسې" په پایله کې مړ شوی دی.
غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي په برید کې د روغتون ودانۍ "په بشپړه توګه ویجاړه شوې"، چې پایله کې یې "ناروغان او د روغتون کارکوونکي جبري بې ځایه کېدو" ته اړ شوي.
اسراییلی پوځ وايي، له وړاندې یې په سیمه کې د ترهګرۍ د زېربنا وجودیت په اړه د خبرداري په خپرولو سره د ملکي مرګژوبلې او روغتون ته د زیان د اوښتلو د مخنیوي هڅه کړې ده.
یو سیمهییز خبریال، چې په روغتون کې یې کار کاوه ویلي، د اسرائیل پوځ د بېړڼۍ څانګې یو ډاکتر ته تلیفون کړی او له هغه غوښتي وو چې روغتون سملاسي تش کړي.
د رپوټونو له مخې اسرائیلي افسر وویل: "ټول ناروغان او بې ځایه شوي خلک باید خوندي واټن ته لاړ شي. وتلو لپاره یوازې ۲۰ دقیقې وخت لرئ."
وروسته په خواله رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې د روغتون چارواکي او ناروغان له ودانۍ د وتلو په حال کې پکې لیدل کېدل.
همدا راز د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه عام فلسطینیان هم چې د دغه روغتون په انګړ کې یې پنا اخیستې وه، تښتېدلو ته اړ شول.

د عکس سرچینه، EPA
الاهلي چې د جګړې له پیلېدو مخکې یو کوچنی روغتیايي مرکز و، د الشفا طبي کمپلیکس او د غزې په شمال کې د روغتونونو له ویجاړیدو وروسته یوازینی روغتون دی چې لا هم په دې تراړه کې فعالیت کوي".
د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې په همدغه روغتون کې چاودنې سلګونه کسان وژلي وو.
اسرائيلي ځواکونو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومه له هغې وروسته په غزه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې حماس او نورو وسلهوالو ډلو له دې تراړې څخه د اسرائیل پر شمال په یوه بېمخینې برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل ونیول.
د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي وزارت وايي، له هغې را وروسته په غزه کې ۵۰ زره ۹۳۳ کسان وژل شوي دي.