د اوکرایین ولسمشر د دغه هېواد د هوايي ځواکونو قوماندان له دندې ګوښه کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د دې هېواد یوې ایف-۱۶ ډوله الوتکې له ویجاړېدو وروسته د هوايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال مېکولا اولیشچوک له دندې ګوښه کړی دی.
ښاغلي زېلینسکي له دندې د جنرال اولیشچوک لېرې کولو لامل نه دی یاد کړی، خو پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یې یوه پیغام کې ویلي، ''دا د هغه مسوولیت و، چې زموږ پر ټولو جنګیالیو پام وکړي.''
پر دوشنبه د اوکرایین لوېدیځو متحدینو له لوري اوکرایین ته د روانې میاشتې لومړیو کې ورکړل شوې ایف-۱۶ ډوله الوتکه چې امریکا کې چمتو شوې وه، د روسیې له لوري د توغندیز برید په ترڅ کې وغورځېده. په دې پېښه کې د الوتکې پیلوټ وژل شوی دی.
اوکرایین چارواکو ویلي، د الوتکې غورځېدل د دښمن له برید سره مستقیمه اړیکه نه لري او جنرال اولیشچوک له ځینو سیاستوالو سره په دې تړاو په ناندریو کېوتی و، چې څوک باید د دې پېښې مسوول وبلل شي.
ښاغلي زېلینسکي بیا په خپل ټیلیګرام پیغام کې د جنرال اولیشچوک پر ځای د بل قوماندان ګومارنه په دې پورې غوټه کړې، چې په وینا یې، ''د قوماندانۍ په مقام کې باید موږ ځان پیاوړی کړو او خلک خوندي وساتو.''
نوموړي زیاته کړې: ''زه زموږ د ټولو پیلوټانو، انجینرانو، ګرځنده جنګالیو ډلګیو او د دافع هوايي ځواک د ټول پرسونل خورا ډېر منندویم.''
له دې مخکې د اوکرایین هوايي ځواک وژل شوی پیلوټ د ډګرمن اولیکسې میس په نامه یاد کړی. د اوکرایین هوايي ځواک په دې هکله ویلي: هغه په بشپړه مېړانه په هوا کې خپله وروستۍ جګړه وکړه او د اګست پر ۲۶مه یې درې کروز توغندي او یو ډرون له منځه یوړل.
میس چې د سګنال لپاره د سپوږمۍ کب په نامه یادیده، د اوکرایین له تجربه لرونکو پیلوټانو یو و او د ایف-۱۶ ډوله الوتکو ماموریت لپاره له هېواده بهر روزل شوی و.
د اوکرایین پوځي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ډګر جنرال اناتولي کرېفونوژکو په موقت ډول د دې هېواد د هوايي ځواکونو قوماندان په توګه ګومارل شوی دی. دغه پوځ افسر له دې مخکې د هېواد په مرکزي برخو کې د هوايي ځواکونو عملیاتو څارنې مسوولیت درلود.
نوموړي ته داسې مهال مسوولیت سپارل کېږي، چې د ایف-۱۶ ډوله الوتکې نسکورېدو له کبله د سیاسیونو تر منځ خورا تاوده بحثونه راپورته شوي دي.