د مسجدالحرام ودانۍ پراختیا تاریخ ته کتنه، د عمر رضی الله عنه په لاس له جوړ شوي لنډ دېواله تر هغو روباټونو چې د زمزم اوبه وېشي

مسجد الحرام

د عکس سرچینه، Reuters

  • Author, عربي څانګه، بي بي سي
  • دنده,

د کعبې شریفې جومات (مسجدالحرام) د مکې ښار یوه له تر ټولو مشهورو تاریخي او سپېڅلو ودانیو هغه ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د میلیونونو مسلمانانو پام ځان ته راړولی. دا جومات تل د داسې پراختیايي پروژو شاهد پاتې شوی چې له مخې یې د حاجیانو لپاره د جومات ظرفیت لوړ شوی او اسانتیاوې یې عصري شوي.

نژدې سل کاله مخکې، د مسجدالحرام یا حرم جومات کې تر ۵۰ زرو زیات عبادت کوونکي نه ځایېدل. خو وروسته له هغه چې د دې جومات په تاریخ کې تر ټولو لویه پروژه عملي شوه اوس دا شمېر درې میلیونه عبادت کوونکو ته رسېدلی. دلته په یوه ساعت کې شاوخوا ۱۰۷ زره کسان طواف کولی شي.

مسجدالحرام د مکې په حرم کې پروت دی. هغه ځای چې ګڼ شمېر داسې کارونه چې په نورو ځایونو کې جواز لري دلته پرې بندیز لګېدلی. دا یو داسې سپېڅلی ځای دی چې د مسلمانانو په باور خدای غوره کړی او ځانګړی سپېڅلی یې ګڼلی او دا چې مسلمانان یې باید د ستروالي او سپېڅلتیا درناوی وکړي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت په وینا، د مسجدالحرام جومات په څلورو ځانګړو اړخونو کې پراخ شوی. شمالي غاړه، دا سیمه د عایشې رضي الله عنها هغه جوماته پورې غځېدلې چې له مکې پنځه کیلومتره لیرې پروت دی. جنوبي غاړه، دا سیمه د جبل الرحمة په لور غځېدلې چې شل کیلومتره اوږدوالی لري.

لویدیځه غاړه، د مسجدالحرام دغه اړخ د حدیبیې سیمې ته رسېږي چې له ښاره اتلس کیلومتره لیرې پروت او د جدې ښار خوا ته رسېږي او ختیځه غاړه یې هم د جاعرانه په نامه سیمې پورې غځېدلې چې شاوخوا څوارلس نیم کیلومتره واټن لري.

د سعودي د حج وزارت شمېرو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د کورنیو حاجیانو شمېر شاوخوا ۲۱۷ زرو او د بهرنیو حاجیانو شمېر نژدې یو میلیون او ۸۰۰ زرو کسانو ته رسېده.

د ام القراء پوهنتون د یوې څېړنې له مخې، چې سرلیک یې "د دوو سپېڅلو جوماتونو تاریخ او معماري" ده، د کعبې شریفې ودانۍ جوړښت د حضرت ابراهیم علیه السلام مکې ته له راتګ سره پیل شوه، خدای هغه ته دنده وسپارله چې کعبه د حاجیانو د عبادت لپاره جوړه کړي.

د مسجد الحرام د پراختیا لومړی پلان د راشدینو د خلافت په وخت کې ترسره شو، په ځانګړې توګه د عمر بن الخطاب د خلافت په دوران کې. هغه د جومات شاوخوا کورونه وپېرل چې د جومات سیمه پراخه کړي ځکه فکر یې کاوه د طواف ځای د عبادت کوونکو لپاره بسنه نه کوي. د څېړنو له مخې، هغه "د هجرت په ۱۷م کال کې د کعبې شاوخوا کورونه د طواف سیمې پراخولو لپاره ویجاړ کړل. د کورونو ځینو څښتنانو بیا د دې ګام مخالفت وکړ، خو هغه یې د ویجاړولو امر وکړ او په بدل کې یې هغوی ته پیسې ورکړل شوې."

هغه له دې جوماته داسې ټيټ دېوالونه راتاو کړل چې له کورونو بېل شي او بیا یې په انګړ کې مشعلونه ولګول چې جومات پرې رڼا شي.

بیا د مسلمانانو درېیم خلیفه عثمان بن عفان رضي الله عنه لا نور پراخ کړ او هغه داسې چې د مشعلونو ځړولو لپاره یې پوښل شوې برنډې او د مرمر ستنې جوړې کړې.

د پراختیا پروژو په راتلونکو پېړیو کې هم دوام درلود. د اموي خلیفه ګانو له واک ته رسېدو سره سم د دوی خلیفه ګانو له مصر او سوریې ستنې راوړې او د جومات په جوړولو کې یې وکارولې. عباسی او عثماني خلیفه ګانو هم دې کار ته دوام ورکړ.

د عثماني دورې پر وخت، د دې امپراتورۍ پاچاهانو د جومات معمارۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د "دوو مقدسو جوماتونو سرپرست" لقب عثماني سلطان ته ورکړل شو. د عثماني خلافت له نسکورېدو سره بیا د پراختیا پلانونه د یو څه مودې لپاره ودرول شول او یوازې تر بیارغونې محدود شول.

ALharamainSA

د عکس سرچینه، ALharamainSA

وروسته له هغه چې پاچا عبدالعزیز بن عبدالرحمن ال سعود د سعودي دولت جوړ کړ په دې جومات کې ډېر لوی پرمختګونه وشول. په ۱۹۲۷ کال کې، عبدالعزیز د جومات په انګړ کې د چترۍ ګانو جوړولو امر وکړ چې عبادت کوونکي له لمره وژغوري. بل کال بیا دا جومات په بشپړه توګه په برېښنا رڼا شو. همدا راز د هغه د واکمنۍ پرمهال، د کعبې لپاره د خالصو سپینو زرو یوه داسې دروازه جوړه شوه چې د قرآن شریف ایتونه پرې په سرو زرو لیکل شوي وو.

په ۱۹۵۵ کال کې، د مسجدالحرام د پراختیا لومړنی رسمي پلان د پاچا سعود بن عبدالعزیز لخوا پیل شو. دې پلان چې څو کاله یې دوام وکړ، د جومات سیمه دوه برابره لویه کړه مانا دا چې مساحت یې د ۱۶۰ زره متر مربع ته ورسېد. په بله مانا د نژدې ۴۰۰ زرو عبادت کوونکو ظرفیت یې درلود.

په دې پلان کې د طواف سیمې پراخېدو په ګډون، د تودوخې پر وړاندې د مقاومت لوړولو لپاره د مرمر کاشي کارول او د جومات په بېلابېلو خواوو کې د ۶۴ دروازو ورزیاتول هم شامل وو.

درې لسیزې وروسته، په ۱۹۸۸ کال کې، پاچا فهد بن عبدالعزیز د پراختیايي پروژو یو نوی پړاو پیل کړ. دې پړاو کې مسجدالحرام کې برېښنايي زینې نصب شوې او د هوا د سړولو یو عصري او مرکزي سیستم جوړ شو. سربیره پردې، د اوبو رسولو شبکې او د غږیز سیسټمونه لا نور غوره شول.

د مسجد الحرام لوېدیځ اړخ ته یوه نوې برخه اضافه شوه، چې د جومات ټول مساحت یې ۳۶۶ زره مربع مترو ته ورساوه، چې له مخې یې د عبادت کوونکو شمېر ۸۲۰ زره کسانو ته لوړ شو.

د مسجد الحرام د پراختیا په دې پړاو کې، د جومات د سينګار لپاره سره زر، کرېسټال، ښیښه او ګرانایټ هم وکارول شول.

د ام القراء پوهنتون څېړنې له مخې، په ۱۹۵۵ کال کې، د پاچا سعود د واکمنۍ پرمهال، د صفا او مروه ترمنځ د سعې ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوه چې لا ډېر لمونځ کوونکو او سعې کوونکو ته ځای جوړ شي.

د حاجیانو او عمره کوونکو د شمېر له زیاتوالي سره، سعودي عربستان په ۲۰۱۱ کال کې د پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په امر، د یاد جومات د پراخېدو ترټولو لویه پروژه پیل کړه. دا پروژه په ۲۰۱۵ کال کې د پاچا سلمان بن عبدالعزیز د واکمنۍ پرمهال بشپړه شوه. د دې پراختیا پر وخت د مکې د دې سپېڅلي جومات احاطه شاوخوا ۱.۵ میلیون مربع مترو ته لوړه شوه.

زیارت کوونکي د مکې شريفې شاوخوا د کعبې طواف کوي. دا انځوریزه نقاشي د ۱۸۸۰ زېږديز کال پورې اړه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زیارت کوونکي د مکې شريفې شاوخوا د کعبې طواف کوي. دا انځوریزه نقاشي د ۱۸۸۰ زېږديز کال پورې اړه لري.

د پراختیا دا پروژه یوازې د جومات لویوالي پورې محدوه نه وه، بلکې د مسجدالحرام دننه خلکو ته نوې او پرمختللې ټېکنالوژي هم وروپېژندل شوه. دلته داسې ډېجېټلي سیستمونه لکه کامرې او داسې سېنسرونه وکارول شول چې د عبادت کوونکو شمېر و څاري او د ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.

د مصنوعي ځيرکتیا ټیکنالوژي هم وکارول شوه، لکه هغه روباټونه چې پر خلکو د زم زم اوبه وېشي، یا هغه ماشینونه چې د کعبي انګړ پاکوي او داسې اپلېکېشنونه چې پر څو ژبو خلکو ته لارښوونه کوي او مسجدالحرام کې دننه د حاجیانو لپاره اسانتیاوې برابروي.

د تاریخ په اوږدو کې، مسجدالحرام د داسې پېښو شاهد پاتې شوی چې ځینې وختونه یې د لنډمهاله تړل کېدو لامل هم شوی. په تېرو وختونو کې یوه له ترټولو مهمه پېښه یې ۱۹۷۹ کال د جهیمان العتیبي پېښه ده.

د ۱۹۷۹ کال د نومبر په ۲۰مه سهار نژدې ۵۰ زره کسان د کعبې په انګړ کې د لمانځه لپاره سره راټول شوي وو. په دوی کې د جهیمان العتیبی ډلې دوه سوه پیروان هم وو چې بیا یې د دوو اوونیو لپاره دغه جومات تر ولکې لاندې راوستلی و. دې کار د سعودي چارواکي دې ته وهڅول چې جومات وتړي او د بېرته نیولو لپاره یې پوځي عملیات پیل کړي. دا د مسجدالحرام په تاریخ کې یو له تر ټولو مهمو پېښو ګڼل کېږي.

په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته، سعودي عربستان د مسجد الحرام جومات د شاوخوا څلورو میاشتو لپاره وتاړه او بیا یې د حج د مراسمو پر وخت د سختو روغتیايي تدابیرو په نیولو سره پرانیست. دا جومات په ۲۰۲۱ کال کې په داسې حال کې فعالیت ته چمتو شو چې د پخوا پرتله یې ظرفیت لا نور ډېر شوی و.