د تصویرونو البوم: د نړۍ په لر او بر کې د لوی اختر مراسم
په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ پرون (شنبه) وه. سعودي عربستان چې د اسلام تر ټولو سپېڅلی ښار مکه مکرمه هم هلته ده او هر کال سلګونه زره کسان د حج د فریضې ادا کولو لپاره ورځي، جمعه د جون شپږمه د لوی اختر ورځ اعلان کړه.
پر پنجشنبه حاجیان عرفات غونډۍ ته ختلي وو.
په مصر، عراق، اندونیزیا او د نړۍ ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې هم دا ورځ لوی اختر و.
خو د افغانستان تر څنګ پاکستان، هند او ځینو نورو هېوادونو کې د شنبې پر ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ وه. دلته د نړۍ له بېلابېلو برخو د لوی اختر لمانځنو ځینې تصویرونه وړاندې کېږي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د عکس تشریح، د جون پر شپږمه په مکه مکرمه کې د لوی اختر لمانځه لپاره حاجیان یو ځای شوي وو.
د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د عکس تشریح، د سوریې حمص ښار اوسېدونکو د بشار الاسد رژیم له ړنګېدو وروسته لومړی ځل د دې ښار په خالد ابن الولید جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا کړ.
د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د عکس تشریح، د جون پر ۷مه د هند پلازمېنه ډیلي کې ځايي ماشومان د اختر له لمانځه وروسته د خوشحالي څرګندونه کوي.
د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د عکس تشریح، په النصره پنډغالي کې فلسطینیان له لوی اختر یوه ورځ مخکې د ویجاړو شویو ودانیو په منځ کې د خپلو- خپلوانو قبرونو تر څنګ دعا کوي.
د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د عکس تشریح، د ایتوپیا هرار ښار په بابل سیمه کې ځايي مسلمانان د لوی اختر لمونځ ادا کوي. جون شپږمه
د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د عکس تشریح، د نیپال پلازمېنه کټمنډو کې ځايي مسلمانان د لمانځه له ادا کولو وروسته یو بل ته د اختر مبارکي ورکوي.
د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د عکس تشریح، د عراق په نجف کې ځايي مسلمانانو 'امام علي مزار' تر څنګ د لوی اختر لمونځ ادا کړ. جون ۷مه
د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Image
د عکس تشریح، د پاکستان کراچۍ ښار په عیدګاه میدان کې د لوی اختر لمونځ د جون پر اوومه ادا کړل شو.
د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د عکس تشریح، د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په سرینګر کې ځايي ماشومان هغه پسه بیايي، چې د لوی اختر قرباني لپاره راوستل شوی.