روسیه دغه هېواد کې دننه د اوکراییني پوځ د بریدونو مخنیوي هڅه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې پوځ ویلي هڅه کوي، چې پر لودیځه کورسک سیمه د اوکرایین بریدونو مخنیوی وکړي.
د روسیې دننه دا ناڅاپي برید درې ورځې مخکې شوی و.
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې، اوکرایین په ۲۴ ساعتونو کې خپل له ۲۸۰ ډېر پوځیان له لاسه ورکړي.
دا ادعا تر اوسه په خپلواک ډول نه ده تایید شوې.رپوټونه وايي چې اوکراییني ځواکونه په روسیه کې دننه پر عملیاتو بوخت دي.
اوکراییني پوځ وايي، د روسیې په خاوره کې یې یوه پوځي اډه په نښه کړې او زېرمتونونه یې پر بمونو ویجاړ کړي دي.
د اوکرایین پوځ په یوه خبرپاڼه کې پر لیپتسک هوايي ډګر د تېرې شپې بریدونو کې چې د اوکرایینله پولې ۳۵۰ کیلومتره واټن کې پروت دی، د پراخې اور لګېدنې او ګڼو بریدونو خبر ورکړی.
د لیپتسک چارواکو په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی او منلې یې ده چې "د برېښنا پر تاسیساتو" بریدونه شوي.
د رپوټونو له مخې، په نښه شوې سیمې ته نږدې پراته څلور نور کلي هم له خلکو خالي کړل شوي.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې د روسیې له لویدیځې برخې رپوټونه ښيي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د کورسک په سرحدي سیمه د اوکرایین ځمکني بریدونه روان دي او د روسیې په خاوره کې یې پوځي عملیات پراخ کړي دي.

د عکس سرچینه، IZ.RU/Reuters
د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زېلېنسکي ویلي، مسکو باید پر اوکرایین د برید پایلې "احساس" کړي.
د روسیې دولتي روسنیو د لیپتسک په یوه پوځي هوايي ډګر کې اور لګېدنه تایید کړې.
ورته مهال په کورسک کې هم د اوکرایین پوځ عملیات روان دي.
روسیه وايي، ۱۰۰۰ سرتېري او لسګونه زغروال ټانګونه دغه هېواد ته دننه شوي او داسې ښکاري چې د دواړو خواوو تر منځ د جګړې له پیل راهیسې به دا پر روسیې تر ټولو لوی برید وي.
د کورسک قوماندان په بسونو او اورګاډو کې له دغې سیمې د ځايي اوسېدونکو د ایستلو خبر هم ورکړی دی.
ښاغلي زېلېنسکي پنج شنبه مازدیګر په خپلو خبرو کې پر اوکرایین برید ته مستقیمه اشاره و نه کړه، خو زیاته یې کړه چې "روسیې زمونږ خاورې ته جګړه راوړې او باید احساس کړي چې څه یې کړي."
نوموړي دا هم ویلي: "اوکرایینیان پوهېږي څه ډول خپلو اهدافو ته ورسېږي او موږ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د جګړې لار نه وه ټاکلې."
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې وړاندې اوکرایین پر یوه "لوی پارونې" تورن کړی.
د روسیې خبري اژانس د رپوټ له مخې، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې د کورسک اټومي بټۍ وضعیت څاري.