روسیې کورسک سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی؛ سلګونه اوکرایيني ځواکونه ورننوتي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روسي چارواکي وايي اوکرایین سودژا ښار کې هوايي برید هم کړی دی

له اوکرایین سره پر پوله د روسیې په کورسک سیمه کې د اوکراییني‌ ځواکونو د یوه کمساري برید د دوام له کبله بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

مسکو ویلي د سې‌شنبې سهار سودژا ښار ته نږدې چې د پولې په شاوخوا ۱۰ کیلومترۍ کې پروت دی، سلګونه اوکراییني‌ سرتېري له پولې ور تېر شوي دي.

کرملین وايي له دغو سرتېرو سره د ۱۱ ټانکونو او ۲۰ زغره‌والو ګاډو ملاتړ و.

وروسته ولسمشر ولادیمیر پوتین کیېف تورن کړ چې "لویې پارونې" ته یې لاس اچولی دی.

تازه د کورسک سیمې سرپرست والي الکسي سمیرنوف ویلي چې "دې سیمې ته د دښمن د راتلونکو ځواکونو د پایلو خنثی کولو لپاره" اقدام ته اړتیا ده.

هغه تر دې مخکې ویلي وو چې زرګونه کسان له سرحدي سیمو ایستل شوي او له شاوخوا ښارونو ډاکتران ورغوښتل شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له پراخ یرغل راهیسې دا ډېره نادره ده، چې اوکراییني ځواکونه دې د روسیې خاورې ته ورننوځي.‌

د اوکرایین د پارلمان یوه غړي‌ اولېکسیي هونچارېنکو د چارشنبې ماښام وویل چې د اوکرایین پوځ د سودژا ګازو مرکز کنټرول لاس کې اخیستی.

د روسیې طبیعي ګاز د همدغو تاسیساتو په وسیله د اوکرایین له لارې اروپايي ټولنې ته ځي او انتقال یې ان له جګړې سره سره دوام موندلی دی.

دا له روسیې اروپايي‌ټولنې ته د ګازو د داخلېدو یوازنی نقطه ده.

بي‌بي‌سي پر خواله رسنۍ د ښاغلي هونچارېنکو د خپرې شوې تبصرې اصلیت نه دی تصدیق کړی، خو نوموړی لومړنی اوکرایینی چارواکی دی چې د روسیې خاورې ته یې د ځواکونو اوښتل تایید کړي دي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

هغه پر خپله فیسبوک‌پاڼه ویلي چې دی د روسیې خاورې ته د ننوتلو "پلان" پر اهدافانو نه پوهېږي، خو دا به "اروپایانو او امریکایانو ته وښيي چې ... پر روسیې برید کېدای شي او اړتیا ده چې وشي".

نوموړي زیاته کړې "زموږ ماموریت د روسیې ماتول دي. موږ اړتیا لرو چې د دوی خاوره ماته کړو، اړتیا لرو دښمن هر ځای چې وي، لمنځه یې یوسو."

کییف تر دې مخکې کله د پولې پورې غاړې د بریدونو په اړه څه نه وو ویلي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي چې امریکا له پخوا د دغه برید په اړه معلومات نه لرل او دا چې پلان لري د اوکرایین له پوځ "د هغوي د اهدافو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي".

هاخوا د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال والېري ګېراسیموف د چارشنبې تر غرمې وروسته په یوه خپره شوې تلویزیوني وینا کې ولسمشر پوتین ته وايي، دا چې روسي ځواکونو "نیغ‌ په نېغه د روسیې-اوکرایین پولې ته په ورڅېرمه سمو کې د دوښمنو ځواکونو ځپلو ته دوام ورکړی" نو کورسک سیمې ته "پرمختګ" درول شوی دی.

ښاغلي ګېراسیموف ویلي، چې تر ۱۰۰۰ پورې اوکراییني پوځیان په دې موخه دې سیمې ته ورننوتي ول چې د سودژا ښار شاوخوا سیمې ونیسي.‌

هغه زیاته کړې چې روسي ځواکونو له دوی شاوخوا ۱۰۰ کسان وژلي او ۲۱۵ نور ټپیان کړي دي.

خو ځینې مشهورو او باخبره ټېلېګرام چینلونو چې د جګړې ملاتړ کوي، ویلي چې سیمه کې وضعیت هغومره باثباته هم نه دی چې کرملین یې ښيي.

د روسیې ملي ګارد اعلان کړی چې د سودژا د شمال ختیځ په شاوخوا ۷۰ کیلومترۍ کې یې د کورسک د اټومي برېښنا بټۍ امنیت پیاوړی کړی دی.‌

ښاغلي پوتین مسکو کې د امنیت شورا تر غونډې مخکې اوکراییني ځواکونه تورن کړل چې د ملکي استوګنې پر ودانیو بې باکه مرمۍ ورکوي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د رپوټونو له مخې جګړې د سې‌شنبې ټوله ورځ د روسیې خاوره کې د څو کلیو شاوخوا دوام درلود.

روسي چارواکي وايي اوکراییني ځواکونو وروسته هوايي بریدونه هم کړي چې درې ملکي کسان په کې وژل شوي.

مسکو وايي سرحدي سیمو کې د اوکرایین د توپونو په ډزو کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپي شوي هم دي.

هممهاله د اوکرایین د سومي سیمې مشر 'ولودمیر ارتیوک' د کورسک په ګاونډ کې د پرتو سیمو خلکو ته د وتلو امر وکړ.‌

د اوکرایین پوځ یوه ډګرمن 'ولادیسلاو سېلېزنیوف' نېکسټا کانال ته ویلي چې دا برید د مخنیوي لپاره شوی ځکه د ده په وینا څه‌ناڅه ۷۵ زره روسي ځواکونه د پولې دې سیمې ته راټول شوي وو.