د کورونا ویروس نوی ډول "اېکس اي سي" د خپرېدو په حال کې دی

د ساینسپوهانو په وینا، ځینې خلک د کووېډ په یوې نوې بڼه اخته شوي، چې ژر ترې رغېږي.

د اېکس (پخواني ټوېټر) کاروونکي وايي، په جون میاشت جرمني کې د "اېکس اي سي" پېښې وپېژندل شوې او تر هغه راوروسته په بریتانیا، امریکا، ډنمارک او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم لیدل شوې دي.

کارپوهان وايي، د کووېډ دا بڼه یو څه نوي بدلونونه لري چې ښايي په دې مني کې یې په خورېدو کې مرسته وکړي.

خو دوی زیاتوي واکسین به د جدي پېښو مخنیوي کې مرسته وکړي.

د بریتانیا روغتیا اداره هغو کسانو لپاره چې د کووېډ د احتمالي جدي پېښو له خطر سره مخامخېږي، په وړیا توګه د تقویتي واکسین لګولو وړاندیز کوي.

واکسینونه له وروستيو ډولونو سره د ښه سمون لپاره نوي شوي دي.

لندن پوهنتون کالج کې د جنیټیک انسټیټیوټ مشر پروفیسور فرانسېس بالوکس، بي‌بي‌سي ته ویلي، " اېکس اي سي" که څه هم د کوو‎ېډ د نورو وروستیو ډولونو پرتله " په لېږد کې لږ مخکښ" دی، خو د لا ښه خوندیتوب لپاره د واکسین وړاندیز کېږي.

د "اېکس اي سي" نښې کومې دي؟

د کورونا ویروس د دې بڼې نښې د سړو وهلي یا زکام نښو ته ورته دي:

  • لوړه تبه
  • د بدن درد
  • ستړیا
  • ټوخی او د ستوني درد

ډیر خلک پر کووېډ تر اخته کېدو وروسته په څو اونیو کې د ښه کېدو احساس کوي، خو بشپړ رغېدل ښايي ډېر وخت ونیسي.

د کووېډ شننونکی مایک هني وايي په ډنمارک او جرمني کې د "اېکس اي سي" پېښو کې "پام وړ زیاتوالی" راغلی دی.

د بریتانیا روغتیا اداره وايي، په ویروس کې بدلون او خوځښتونه یو معمول خبر ده.