د بيزوګي چيچک یا 'منکي پاکس' څه ډول ناروغي ده او څنګه خپرېږي؟

د روغتیا نړیوال سازمان د افریقا په ځينو برخو کې د بیزوګي چيچک یا 'منکي پاکس' ناروغۍ خپرېدا له کبله بېړنۍ روغتیايي حالت اعلان کړی او دا یې یوه نړيواله اندېښنه بللې ده.

دې ساري یا په چټکۍ سره له یوه بل ته لېږدېدونکې ناروغۍ ته د (اېم‌پاکس) یا 'منکي پاکس' نوم ورکړل شوی چې تر اوسه یې په کانګو ډيموکراتيک جمهوريت کې لږ تر لږه ۴۵۰ تنه وژلي دي.

دا څه ډول ناروغي ده او نښې يې څه دي؟

د بيزوګي چيچک د عادي چيچک ناروغۍ په کورنۍ پورې اړوند ویروس له کبله خپرېږي.

دې ويروس ته منکي پاکس ځکه وايي چې لومړی ځل په بيزوګانو یا شادیانو کې موندل شوی و.

په اصل کې د حیواناتو تر منځ له یوه بل ته انتقالېده خو اوس د انسانانو تر منځ هم له یوه بل ته ورځي.

تبه، سردردي، د بدن ځينو غړو پړسوب، د ملا او جوړونو دردونه یې لومړنۍ نښې دي چې ستړیا هم ورسره مل وي او انسان ځان بې سېکه احساسوي.

کله چې تبه وشکېږي نو د دانو راختل او ډېرېدل پيلېږي. نور بدن ته تر خپرېږدو مخکې لومړی پر مخ راخېږي چې ډېر کله د لاسونو پر ورغوو او د پښو پر تلو را برسېره کېږي.

دا تڼاکې وزمه دانې سخت خارښ او درد کوي او تر څو پړاوونو وروسته پر زخم یا ټپ بدلېږي، خنډ نیسي، وچېږي او رژېږي او ښايي ژور داغ پرېږدي.

دا حساسیت له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په موده کې په خپله له منځه ځي او انسان ترې رغېږي.

خو پر ځينو کسانو سختېدلی او ان تر مرګه یې رسولی شي، په ځانګړي ډول ماشومان او ورته نور هغه کسان چې په اسانه له ناروغیو زیانمنېږي.

د دې ناروغۍ په شدید حالت کې ښايي دانې د ناروغ ټول بدن ونیسي، په تېره بیا خوله، سترګې او تناسلي اله.

منکي پاکس په کومو هېوادونو کې په خپرېدو دی؟

د بیزوګي چيچک یا منکي پاکس د لویديځې او منځنۍ افریقا اړوند د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت په هغو لرو پرتو کلیو کې ډېره عامه ناروغي ده چې ډېر ځنګلونه او ورښتونه لري او دا ویروس له کلونو راهیسې هلته شته.

په دې سيمه کې هر کال د دې ناروغۍ زرګونه مثبتې پېښې ثبتېږي، سلګونه کسان ترې مري او تر ډېره تر ۱۵ کلنۍ کم عمره ماشومان ځپي.

اېم‌پاکس یا منکي پاکس دوه ډوله دی چې یوه ته یې (اېم‌پاکس کلېډ-۱) وايي او بل یې (کلېډ-۲) نومېږي. خو لومړنی هغه یې تر دې دویم ډېر خطرناک دی.

اوس د دې ويروس همدا کلېډ-۱ یعني خطرناکه بڼه یې په خپرېدو ده چې له لسيزو راهیسې يې د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت سيمه ځپلې ده.

د کلېډ-۱ ځينې بڼې د لویانو پرتله ماشومان ډېر اغېزمنوي.

خو یوه بله اندېښنه دا ده چې تېر کال د دې ويروس پر یوې بلې بڼې (کلېډ-۱ بي) ډېر خلک اخته شوي وو چې نوې او تر هغو نورو دوو لا ډېره شدیده یا خطرناکه ده.

کارپوهان وايي چې پر دې نوې بڼې لا ډېرې پوهېدنې ته اړتیا ده خو په باور یې، دا تر نورو بڼو په چټکۍ او اسانۍ سره خپرېږي او دا ناروغي لا ډېره خطرناکه کوي.

د افریقا د ناروغیو د کنټرول اداره وايي، د ۲۰۲۴ کال له پيله تر جولايي میاشتې یې ټولټال ۱۴۵۰۰ مثبتې او ۴۵۰ د مړینې پېښې ثبت کړې دي.

دا د تېر ۲۰۲۳ کال په همدې موده کې پر دغه حساسیت د اخته کېدو په پېښو کې ۱۶۰ سلنه او د مړينې په پېښو کې ۱۹ سلنه ډېروالی ښيي.

په ۲۰۲۲ کې د منکي پاکس له کبله اعلان شوی د روغتیا بېړنی حالت د کلېډ-۲ له امله و.

دا ويروس د اروپا او اسیا په ګډون په شاوخوا سلو هغو هېوادونو کې هم خپور شو چې پخوا پکې نه و تر سترګو شوی، خو وروسته د واکسينونو په مرسته کنټرول کړای شو.

د بيزوګي چيچک څنګه خپرېږي؟

اېم‌پاکس ناروغي پر دې ویروس له ککړ کس سره له جنسي اړیکې نیولو، د هغه له پوستکي سره د پوستکي له لګېدو، تر څنګ یې نږدې کېناستو، ورسره خبرو کولو او ساه اخیستلو روغ کس ته لېږدېدلی شي.

دا ويروس له پرې شوي یا ژوبلېدلي پوستکي، همداراز د تنفس، سترګو، پوزې او یا خولې له لارې د روغ کس بدن ته ننوتلی شي.

د هغو توکو له لمس کولو سره هم انتقالېدلی شي چې پر دې ويروس ککړ شوي وي، لکه د خوب بستره یا کټ، کالي او لاس‌پاک یا ځان‌پاک.

پر دې ویروس د ککړېدو یو بل لامل هم پر دې ناروغۍ د اخته بيزو، موږک او یا ځينو نورو حيواناتو لمس کول دي.

په ۲۰۲۲ کې تر ډېره د جنسي اړیکو له کبله خلک پر دې ویروس ککړ شوي وو.

په کانګو ډيموکراتيک کې اوسنی اعلان شوی بېړنی روغتیايي وضعیت هم د جنسي اړیکو او هم د ځينو نورو تماسونو له کبله رامنځ‌ته شوی دی.

دا ناروغي په ځينو نورو وګړو او ټولنو کې هم شته.

څوک ډېر له خطر سره مخامخ دي؟

هر هغه کس ته دا ويروس ورتلای شي چې پرې اخته کس سره له نږدې په تماس کې شي؛ په دوی کې روغتیاي کارکوونکي او د کورنۍ نږدې غړي هم راځي.

کارپوهان پر دې د پوهېدو په هڅه کې دي چې د دې ناروغۍ له کبله څوک ډېر له خطر سره مخامخ کېږي.

دا ویروس یو څه غټ ماشومان ډېر اغېزمنولی شي ځکه چې د هغوی د بدن مدافع سیسټم د پياوړتیا په حال کې وي. په سیمه کې ناوړه تغذیې له دې ناروغۍ سره مبارزه ګرانه کړې ده.

ځينې کارپوهان پر دې باور دي، یو څه غټ ماشومان چې څنګه او څه ډول لوبې کوي او څنګه له نورو ماشومانو سره ښکېلېږي، پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره ډېر مخامخ دي.

بله دا چې د واړه چيچک واکسين نه هم دغه ماشومان پاتې شوي دي ځکه چې څلورو لسيزو نه ډېره موده مخکې هغه واکسین درول شوی. له همدې کبله لویان نسبتاً خوندي دي.

ځينې هغه کسان هم پر دې ویروس د ککړېدو له لوړ خطر سره مخ دي چې د بدن مدافع سیسټم یې کمزوری وي، په ځانګړي ډول میندواره ښځې.

  • سپارښتنه دا کېږي چې که پر اېم‌پاکس اخته کس سره نږدې کېږئ او یا مو په چاپېریال کې دا ویروس وي، نو خپل لاسونه په صابون پرې مینځئ.
  • هغه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وي، باید ځانونه تر هغه کرنتين کړي چې پر بدن یې ټولې دانې ورکې شوې نه وي.
  • د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې تر رغېدو وروسته باید تر ۱۲ اوونیو د جنسي اړیکې ټينګولو پر مهال کانډوم یا د کوروالي کولو ځانګړې پوکڼۍ وکارول شي.

د بیزوګي چيچک واکسین شته؟

واکسین یې شته خو یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې پر دې ویروس د اخته کېدو له خطر سره مخ دي او یا د بیزوګي چيچک ناروغي لرونکي کس سره له نږدې په تماس کې دي.

اندېښنه دا ده چې ټولو اړمنو کسانو ته د دغه واکسین رسولو مالي امکانات په لاس کې نه شته.

تازه د روغتیا نړیوال سازمان پر درمل جوړووونکو غږ کړی چې که په رسمي ډول تایید شوي هم نه وي، د اېم‌پاکس واکسين دې د بېړنۍ کارېدنې لپاره راوړاندې کړي.

په داسې حال کې چې له همدې امله د افریقا د ناروغیو د کنټرول د روغتیا بېړنی حالت اعلان کړی، تمه کېږي چې دولتونه به په خپلو هېوادونو کې اغېزمنو سیمو ته د طبي مرستو رسولو بهیر چټک کړي.

د دغه ویروس د کنټرول لپاره که په نړیواله کچه عمل ونه شي نو سخته اندېښنه شته چې دا به د نړۍ په لا ډېرو سیمو او هېوادونو کې خپور شي.