حماس د څلورو یرغملو جسدونه غزه کې د سره صلیب له لارې اسرائیل ته سپارلي

israel

د عکس سرچینه، Israeli Police

د عکس تشریح، اسرائیل کې خلک له غزې نه د یرغمل شویو د جسدونو رسېدو ته ه تمه دي.

حماس د اوربند له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د څلورو یرغمل شويو اسراییلیانو جسدونه په غزه کې سره صلیب ته وسپارل.

د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر ویلي، د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه یې غزې کې اسرائیلي ځواکونو ته سپارل شوي.

په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو (IDF) دا جسدونه د یافا ابو کبیر جنايت پېژندنې انسټیټیوټ ته لېږدولي چې هویت یې تثبیت شي.

اسرائیلي پوځ ویلي چې ممکن د یرغمل شویو کسانو د جسدونو پاتې غړي د هویت تثبیتولو لپاره ۴۸ ساعته وخت ته اړتیا ولري. حماس اسرائیل تورن کړی چې د یرغمل شویو کسانو د ساتلو ځایونه یې بمبار کړي او هغوی یې وژلي دي.

د حماس د پوځي څانګې، القسام کنډک ویاند ابو عبیده د چهارشنبې پر ورځ د هغو یرغمل شویو اسرائیلیانو د هویت اعلان کړی و، چې ټاکل شوې وه د پنجشنبې پر ورځ د فلسطیني ډلو او اسرائیل ترمنځ د تبادلې د یوې معاملې په ترڅ کې وسپارل شي. ابو عبیده په خپل رسمي ټیلیګرام کې په یوه لیکنه کې وویل: "د بیباس کورنۍ او عودید لېفشېتس جسدونه به وسپارل شي."

حماس یاردن او شیري بیباس او د دوی دوه ماشومان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې برید پر مهال یرغمل کړي وو. یاردن د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه خوشی شو.

ابو عبیده زیاته کړه: "یاد کسان ټول ژوندي وو، تر هغه چې د صهیونیستي اشغال الوتکو قصداً د دوی د ساتلو ځایونه بمبار کړل."

فلسطیني او نړیوالې ادارې غوښتنه کړې چې دا پاتې شوني له نړیوالو قوانینو او عرفونو سره سم د هغوی کورنیو ته وسپارل شي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فلسطیني او نړیوالې ادارې غوښتنه کړې چې دا پاتې شوني له نړیوالو قوانینو او عرفونو سره سم د هغوی کورنیو ته وسپارل شي.

د قدس کنډک، چې د اسلامي جهاد غورځنګ پوځي څانګه ده، ویاند ابو حمزه اعلان وکړ "پرېکړه شوې ده چې د عودید لیفشیتس جسد وسپارل شي. دی د هغو کسانو له ډلې و، چې د دوښمن صهیونیستي پوځ د الاقصى توپان جګړې پر مهال په هوایي بریدونو کې قصداً وژلی و."

اوس مهال اسرائیل او حماس د اوربند لومړنی پړاو عملي کوي، چې د ۲۰۲۵کال د جنورۍ پر ۱۹مه پرې توافق شوی و او لا هم دوام لري، سره له دې چې دواړه خواوې یو بل د سرغړونو په ترسره کولو تورنوي.

حماس تر اوسه نه ده افشا کړې چې د دوی یا نورو وسله‌والو ډلو له لوري په غزه کې څومره اسرائیلي یرغمل شوي کسان لا هم ساتل کېږي او نه یې د هغوی د ژوندیو کسانو دقیق شمېر څرګند کړی.

د حماس د رسنیو سلاکار طاهر النونو وویل، دغه غورځنګ "منځګړو ته خبر ورکړی چې په دویمه مرحله کې د ټولو یرغمل شویو کسانو د تبادلې لپاره چمتو دی، خو دا ځل په یو ځل، نه په تدریجي ډول لکه د لومړني پړاو په څېر... د دې په بدل کې چې ټول فلسطیني بندیان او نیول شوي کسان د اشغال له زندانونو خوشي شي."

نونو زیاته کړه، حماس "منځګړو ته څرګنده کړې چمتو دي د لوړپوړو پوځي افسرانو په ګډون د ټولو اسرائیلي یرغمل شویو کسانو - که ژوندي وي او که جسدونه - په یوه تبادله کې خوشي کړي."

هغه وضاحت ورکړ چې دا اقدام "زموږ د جديت د ثابتولو، د دې موضوع د حل لپاره د بشپړ چمتووالي او د اوربند د لا ټینګښت لپاره ترسره کېږي، چې یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي."

د اسرائیلي ټولنې پر رواني حالت د ژور اغېز په اړه اندېښنې


Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو وویل پنجشنبه به د اسرائیل لپاره "یوه دردناکه ورځ" وي، ځکه چې د څلورو یرغمل شویو کسانو جسدونه چې په غزه کې نیول شوي وو، ترلاسه کېږي. هغه وویل: "دا به د اسرائیل لپاره یوه سخته ورځ وي، یوه دردناکه ورځ، یوه د غم ورځ. موږ به خپل څلور عزیزان چې مړه شوي، بېرته راستانه کړو."

په دې وخت کې، د اسرائیلي یرغمل شویو کورنیو فورم، د چهارشنبې په ماښام خبر ورکړی چې د شيري بیباس او د هغې له ماشومانو ارییل او کفییر سره یوځای یو څلورم یرغمل شوی کس هم په غزه کې مړ شوی دی.

د اسرائیل د رواني روغتیا خدمتونو مشر ډاکټر جیلاد بودنهایمر وړاندیز وکړ چې خلک دې د یرغمل شویو کسانو د پاتې شونو د ستنېدو پر مهال ډېر وخت د تلویزیوني خپرونه نه ګوري.

هغه وویل: "موږ د یوې ډېرې پېچلې ورځې تمه کوو چې پکې د یرغمل شویو کسانو پاتې شوني ترلاسه شي او موږ په کلکه خلکو ته توصیه کوو چې له رسنیو سره خپله اړیکه محدوده کړي او د حماس د رواني جګړې له تاکتیکونو ځان وژغوري."

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې د یرغمل شویو کسانو د نومونو اعلان باید نه وای شوی، "خو د اسرائیلي پوځ او حکومت ترمنځ یوه ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی."

اسرائیلي رسنیو هم راپور ورکړی چې دا ګام د یرغمل شویو کسانو د هویت تایید لپاره اخیستل کېږي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د یرغمل شویو کسانو د جسدونو د تسلیمولو پر مهال "د محرمیت او وقار درناوی وشي."

فلسطیني او نړیوالې ادارې غوښتنه کړې چې دا جسدونه دې له نړیوالو قوانینو او عرفونو سره سم د هغوی کورنیو ته وسپارل شي.

د اوربند تړون درېیو پړاوونو کې څه دي؟

حماس د فبرورۍ پر ۱۵مه څلور نور اسرائیلي یرغملان خوشي کړل

د عکس سرچینه، ۱۵ فبروري ۲۰۲۵

اوربند، چې د جنورۍ پر ۱۵ مه اعلان شو، څو ورځې وروسته د جنورۍ پر ۱۹ مه نافذ شو. له هغه وخته څلور ځله اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشي شوي او پنځم ځل نن درې یرغمل اسرائیلیان خوشي شول.

دا تړون پر درېیو پړاوونو وېشل شوی دی:

لومړی پړاو

  • دا همدا اوس روان دی او ۴۲ ورځې دوام کوي
  • حماس وايي ۳۳ یرغمل شوي کسان به خوشي کړي او اسرائیل به شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي
  • فلسطینیان به خپلو کورونو ته ستانه شي او بشري مرستې به هره ورځ سیمې ته داخلېږي
  • اسرائیلي ځواکونه باید له ګڼ‌مېشتو سیمو ووځي

دویم پړاو

  • د دې پړاو د خبرو اترو پیل یوازې د لومړي پړاو له پیلېدو وروسته شوی
  • تمه ده چې یو دایمي اوربند به رامنځته شي او پاتې ژوندي یرغمل شوي کسان به له نورو فلسطیني بندیانو سره تبادله شي
  • اسرائیل به له غزې په بشپړه توګه ووځي

درېیم پړاو

  • په پای کې، د ټولو وژل شویو، یرغمل، کسانو مړي به اسرائیل ته وسپارل شي او د غزې د بیارغونې بهیر به پیل شي