غزه کې د اوربند هوکړه: د حماس له خوا د یرغملو له خوشې کولو وروسته، اسرائیل فلسطیني بندیان خوشې کړل

د ویډیو تشریح، په رام الله کې خوشې شوي فلسطیني بندیانو ته هرکلی وویل شو

د اسرائیلو له زندانونو خوشي شوي فلسطیني زندانیان یوه بس کې د غزې تراډې لوېدیځ رام الله ته رسېدلي دي.

ددغو بندیانو د خوشې کېدو په خوشالۍ کې ګڼ خلک راغوند شوي، نارې وي او انځورونه او وېډیوګانې اخلي. له بس نه د بندیانو د کوزېدو پرمهال ګڼو یې په لاسونو د (V) اشارې کولې، هغه توری چې د بریا معنا ورکوي.

د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې چې بي بي سي ته رسېدلی، تایید کړه چې درې یرغمل خوشي اسرائیلیان شوي دي. په بیان کې ویل شوي: "سره صلیب ته له سپارل کېدو وروسته درې یرغمل اسرائیلیان پوځ ته سپارل شوي او دوی به د طبي ارزونې لپاره اسرائیل ته ولېږدول شي".

کرښه

د اوربند تړون درېیو پړاوونو کې څه دي؟

اوربند، چې د جنورۍ په ۱۵ مه اعلان شو، څو ورځې وروسته د جنورۍ په ۱۹ مه نافذ شو. له هغه وخته څلور ځله اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشې شوي او پنځم ځل نن درې یرغمل اسرائیلیان خوشې شول.

دا تړون په درېیو پړاوونو وېشل شوی دی:

لومړی پړاو

  • چې دا همدا اوس روان دی او ۴۲ ورځې دوام کوي
  • حماس وايي ۳۳ یرغمل شوي کسان به خوشې کړي او اسرائیل به شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي
  • فلسطینیان به خپلو کورونو ته ستانه شي او بشري مرستې به هره ورځ سیمې ته داخلېږي
  • اسرائیلي ځواکونه باید له ګڼ‌مېشتو سیمو ووځي

دویم پړاو

  • د دې پړاو د خبرو اترو پیل یوازې د لومړي پړاو له پیلېدو وروسته شوی
  • تمه ده چې یو دایمي اوربند به رامنځته شي او پاتې ژوندي یرغمل شوي کسان به له نورو فلسطیني بندیانو سره تبادله شي
  • اسرائیل به له غزې په بشپړه توګه ووځي

درېیم پړاو

  • په پای کې، د ټولو وژل شویو یرغمل شویو کسانو مړي به اسرائیل ته وسپارل شي او د غزې د بیارغونې بهیر به پیل شي
کرښه
د ویډیو تشریح، درې اسرائیلي یرغمل په دیر البلح کې سره صلیب ته وسپارل شول

د ځینو خوشې شویو فلسطینیانو انځورونه

د فلسطیني بندیانو کلب اعلان کړی چې نن (شنبه) د ۱۸۳ فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو ورځ ده چې ۷۲ یې د عمري او اوږدمهاله حبس سزاوې لري او ۱۱۱ بندیان د غزې اوسېدونکي دي.

په دې ډله کې، ۱۸ تنه د عمري بند سزا لري (۱۷ یې د فتح غړي دي او یو د حماس)، ۵۴ تنه د اوږدمهاله سزاګانو بندیان دي او ۱۱۱ هغه فلسطینیان دي چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له اومې وروسته د غزې له تړانګې نیول شوي وو.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

په دوی کې د ایاد ابو شخیدم نوم هم شامل دی، چې د لوېدیځې غاړې سوېلي سیمو کې د القسام کنډکونو مشر و. نوموړی د ۲۰۰۴ کال په نومبر کې ونیول شو.

اسرائیلي محکمې ابو شخیدم ته ۱۸ ځله د عمري بند سزا ورکړې، ځکه چې تورن و دوه کسان یې د ۲۰۰۴ کال د اګست په میاشت کې د بئر السبع په ښار کې د اسرائیلي ملکي وګړو پر بسونو د ځانمرګي برید لپاره لېږلي وو، چې له امله یې ۱۶ اسرائیلیان ووژل شول.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

دا برید د "حماس" له لوري د غچ اخیستو یو لوی برید بلل کېږي، چې د دې ډلې د بنسټګر شیخ احمد یاسین او د هغه ځایناستي عبدالعزیز الرنتیسي د وژلو په ځواب کې ترسره شو.

تر اوسه حماس ۱۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان او ۵ تایلنډي کارګران خوشې کړي، چې په بدل کې یې اسرائیل څه باندې ۵۰۰ فلسطیني بندیان له خپلو زندانونو ازاد کړي دي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلي پوځ مطبوعاتي څانګې له ټولو خلکو غوښتي چې د خوشي شویو یرغملو او د هغوی د کورنیو محرمیت ته درناوی وکړي.

ددغو درېیو یرغملو اسرائیلیانو د خوشي کولو په بدل کې اسرائیلو د ۱۸۳ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو ژمنه هوکړه وه.

حماس لخوا نن د خوشي شویو کسانو نومونه اېلي شرابي، اوهاد بن‌عمي‌ او اور لېوي یاد شوي او ویل شوي چې ملکي اسرائیلیان کسان دي.‌

دا د اسرائيل او حماس ترمنځ د یرغملو او بندیانو پنځمه تبادله ده. دا تبادله د دواړو اړخونو ترمنځ د اوربند هوکړې د نوې پړاو په درشل کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې وه د اوربند د دویم پړاو خبرې د تېرې دوشنبې پر ورځ پیل شوې وای،‌ خو تر اوسه د دغو خبرو د پیل په اړه تازه جزییات نه دی خپاره شوي.

خوشې شوي اسرائیلیان څوک دي؟

اسرائيل

د عکس سرچینه، The Hostages and Missing Families Forum

د عکس تشریح، د اسرائيل لخوا ازادېدونکي یرغمل
یو خوش شوی اسرائیلی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، یو خوش شوی اسرائیلی
د حماس غړي یو یرغمل اسرائیلی د سره صلیب کمېتې ته سپاري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د حماس غړي یو یرغمل اسرائیلی د سره صلیب کمېتې ته سپاري
د حماس غړي یو یرغمل اسرائیلی د سره صلیب کمېتې ته سپاري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د حماس غړي یو یرغمل اسرائیلی د سره صلیب کمېتې ته سپاري

یرغمل شوي درې کسان ایلي شرابي (۵۲ کلن)، اوهاد بن عامي (۵۶ کلن) او اور لیوي (۳۴ کلن) دي. دلته د دوی په اړه هغه معلومات دي چې تر اوسه شته:

ایلي شرابي له خپل ورور یوسي سره د کیبوتس بيري څخه وتښتول شو، چې وروسته د هغه د مړینې پخلی وشو. د ایلي مېرمن او دوه لوڼې یې په برید کې ووژل شوې.

اوهاد بن عامي هم له خپلې مېرمن راز سره د کیبوتس بيري څخه وتښتول شو، خو حماس وروسته راز خوشې کړه.

اور لیوي له خپلې مېرمن ایناف سره د نوفا فستیوال څخه وتښتېد، کله چې وسلوالو پر فستیوال برید وکړ. لیوي یرغمل ونیول شو، او د ایناف مړی د بم‌پناه ځای کې وموندل شو، چیرې چې دا دواړه پټ شوي وو.

حماس اسرائیل تورن کړي چې غزې ته یې د بشري مرستو د لېږد ډېرولو په اړه پر خپله ژمنه عمل نه دی کړی.‌

حماس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یرغملو له ازادېدو مخکې د حماس وسله وال راټول شوي‌

د حماس او اسرائيل ترمنځ د بندیانو د تبادلې په تېرو څلورو پړاوونو کې ۱۳ اسرائيلیان او ۵ تایلنډي کارکوونکي چې د اکتوبر ۷مې برید پر مهال یرغمل نیول شوي وو، ازاد شوي‌ دي.

اسرائیل د دوی بدل کې له خپلو زندانونو ۵۸۳ فلسطیني بندیان خوشې کړي ‌دي.

ټاکل شوې د اوربند په دې پړاو کې تر راتلوونکو درېیو اونیو په ټولیز ډول ۳۳ یرغمل له ۱۹۰۰ فلسطیني بندیانو سره تبادله شي.

په ورته وخت کې، د ټولو یرغمل شویو له ازادېدو وړاندې د ااوربند توافق د ړنګېدو اندېښنې ډېرې شوې دي، په ځانګړي ډول د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ناڅاپي څرګندونو وروسته، چې غوښتنه یې کړې فلسطینیان دې له غزې وایستل شي او دا سیمه د پراختیا لپاره متحده ایالاتو ته وسپارل شي.

عربي هېوادونو او فلسطیني ډلو دغه وړاندیز رد کړی او منتقدینو دا د "نسلي وژنې" یوه بڼه بللې ده.

پر همدې مهال، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ټرمپ د مداخلې هرکلی کړی او د هغه د دفاع وزیر پوځ ته امر کړی چې د هغو فلسطینیانو د وتلو لپاره پلانونه چمتو کړي، چې غواړي غزه پرېږدي.

د اسرائیل د زندانونو ادارې د خوشي کېدونکو فلسطیني بندیانو جزئیات خپروي

Ofer prison

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اسرائیلو اوفر زندان، چې نن به خوشي کېدونکي بندیان هلته تر هغو ساتل کېږي چې درې اسرائیلي یرغمل شوي خوشي شوي نه وي

د اسرائیل د زندانونو اداره وايي، دوی ته د هغو ۱۸۳ فلسطیني بندیانو نوملړ رسېدلی چې تمه ده نن خوشې شي، خو د نوملړ جزئیات یې نه دي خپاره کړي.

د زندانونو اداره زیاتوي، چې دغه بندیان به له اوفر او کتزیوت زندانونو ته د لېږد لپاره چمتو شي او هلته به تر هغه ساتل کېږي، تر څو چې د اسرائیلي یرغمل شویو د خوشې کېدو بهیر بشپړ شي.

له دې وروسته، ځینې بندیان به د نیول شوي لوېدیځې غاړې د خوشې کېدو نقطې ته یووړل شي او نور به د غزې د کرم شالوم سرحدي تم‌ځای ته انتقال شي.

د اوربند د هوکړې له مخې، اسرائیل منلې چې ۱۹۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي، چې ځینې یې بې له کوم رسمي تور نیول شوي دي.

تر اوسه، له ۵۰۰ زیات فلسطیني بندیان خوشې شوي دي. د هغوی د خوشي کېدو مراسمو او ځای ته ګڼ خلک ورغونډ شوي وو او د خوښۍ نارې یې وهلې.

په دې کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم دي. د جنورۍ په پای کې خوشې شوی تر ټولو کم‌عمره بندي ۱۵ کلن زلمی و.

ځینې یې د نسبتاً کوچنیو جرمونو په تور نیول شوي وو او ځینې لا محاکمه شوي نه وو یا هېڅ رسمي تور پرې نه و لګېدلی.

خو ۲۱ هغه بندیان، چې د قتل په ګډون د جدي جرمونو په تور محکوم شوي وو، اسرائیل اجازه ورنه کړه چې خپلو کورونو ته ستانه شي، بلکې هغوی یې مصر یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته جلاوطنه کړل.