د درې اسرائیلي او پنځو بهرنیو یرغملو بدل کې له موقت ځنډ وروسته ۱۱۰ فلسطینیان له اسرائیلي زندانونو خوشي شوي

اګام

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیلۍ سرتېرې اګام بیرګر تر ټولو مخکې پر پنجشنبه خوشې شوه.

د حماس تر کنټرول لاندې رسنیز دفتر تائید کړې، چې د اتو یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو بدل کې اسرائیل ۱۱۰ فلسطینیان خوشي کړي دي.

له اسرائیلي زندانه له خوشي کېدو وروسته دا بندیان په بسونو کې له یوه ساعت مزل وروسته رمله ته رسېدلي دي. په رمله کې اوسمهال کلک امنیتي تدبیرونه شوي او حماس وايي، د جشن کوونکو مخنیوي لپاره امنیتي اقدامات شوي دي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې اسرائیلي چارواکو هغه مهال د دې بندیانو خوشي کول وځنډول، چې په خان یونس سیمه کې د یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو پر مهال د ګډوډوۍ شواهد ولیدل شول.

په خوشي شویو فلسطینیانو کې ۳۲ کسان داسې وو، چې په عمري زندان سزا محکوم شوي وو او دغه راز پکې ۳۰ کم عمره کسان هم شامل وو.

د جنورۍ پر ۱۹مه د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له پلی کېدو راهیسې دا د بندیانو خوشي کېدو درېیم پړاو دی، چې تراوسه ټولټال ۱۵ یرغمل شوي اسرائیلیان خوشي شوي دي.

اسرائیل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ژورنالیستان وايي د یرغملو د ازادېدو ځای کې راټولو شویو خلکو د حماس او سینوار په ملاتړ شعارونه ورکول

له دې مخکې د اسرائیل پوځ وویل، د یوې اسرائیلۍ ښځې او سړي او همدا راز پنځو بهرنیو اتباعو په ګډون اووه یرغمل چې د حماس لخوا نن د غزې د سویل په خان یونس کې سره صلیب ته سپارل شوي وو، دغه هېواد ته رسېدلې دي.

مخکې سور صلیب ویلي و، د حماس لخوا ورسپارل شوي یرغمل یې له لومړنیو روغتیايي معایناتو وروسته اسرائیل ته لېږدولي دي.

له خان یونس څخه په خپرو شویو تصویرنو کې ښکاري چې د دغو یرغملو د ازادېدو ځای کې بې‌سارې هله‌ګوله وه او ګڼ شمېر کسان د سره صلیب پر هغو ګاډو ورټول وو چې دغه یرغمل لېږدوي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا یوه "ټکان ورکوونکې" صحنه بللې.

هممهاله اسرائیل اعلان وکړ چې د حماس وسله‌والو لخوا یې د هلې‌ګولې منځ کې د یرغملو تر خوشې کېدو وروسته د څه باندې ۱۰۰ فلسطیني بندیانو د ازادولو لړۍ ځنډولې ده.

د ویډیو تشریح، خان یونس کې د یرغملو د ازادېدو ځای کې هله‌ګوله

د حماس لخوا په ازادو شویو یرغملو کې اربېل یهود هم وه چې اسرائیل ویل د اوربند هوکړې له مخې باید تېره اوونۍ خوشې شوې وای.

دوی حماس تورن کړی و چې د نوموړې د ازادۍ په ځنډولو سره یې د اوربند له هوکړې سر غړولی دی.

په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاریدل چې د حماس وسله وال له هغې تاو دي او د خلکو له ګڼې ګوڼې یې باسي.

رویټرز

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په دې عکس ښکاري چې د حماس وسله وال اربیل یهود د هلې‌ګولې له منځه باسي

د یادونې ده چې حماس تر دې مخکې نن سهار د اګام بېرګر په نوم یوه اسرائیلۍ پوځۍ هم ازاده کړې وه.‌

د حماس وسله والو هغه د غزې د شمال په جبالیا کې د ویجاړیو له منځه را اویسته او سره صلیب ته یې وسپارله.

په خوشې کېدونکو یرغملو کې درې اسرائیلي او پنځه تایلنډي اتباع دي.‌ د دوی په بدل کې به ۱۱۰ فلسطینیان د اسرائیلو له زندانونو ازاد شي.‌

د دغو یرغملو له ازادېدو سره به د جنورۍ پر ۱۹مه د اوربند هوکړې له پلي کېدو راهیسې د ټولو ازادو شویو یرغملو شمېر ۱۵ ته ورسېږي.‌

د دوی بدل کې تر دې دمه له ۲۹۰ ډېر فلسطیني‌ بندیان چې ځينې په کې له بمي چاودنو رانیولو تر وسله والو بریدونو د بېلابېلو جرمونو په تور پر اوږد بند محکوم شوي وو، ازاد شوي‌ دي.‌

له دغو فلسطیني بندیانو ډېر لوېدیزې غاړې، ختیځ بیت‌المقدس او غزې ته ستانه شوي.‌

اسرائیل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اګام بېرګر پنجشنبه له ازادېدو وروسته بېرته اسرائيل ته رسېدلې ده

د حماس سلګونه وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومه پر اسرائیل ناڅاپي‌ برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل ونیول.‌

دا برید د دې لامل شو چې اسرائیلو په غزې تراړه کې پراخ پوځي‌ عملیات پیل کړي.

د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وايي د اسرائیلو په هوايي‌ او ځمکنیو بریدونو کې له ۴۷ زره ۳۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي‌ دي.‌