جنین کمپ چېرته دی او ولې پکې اسرائیلي پوځیان چاپې وهي؟

د عکس سرچینه، EPA
- Author, جیرمي هویل
- دنده, بي بي سي
د فلسطین عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د اشغال شوې لوېدیزې غاړې په جنین سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو پراخو عملیاتو له کبله لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د اسرائیل لومړی وزیر وايي، په جنین کې یې چې د فلسطینیانو وسله والو ډلو مهم مرکز بلل کېږي، ''د ترهګرۍ له منځه وړلو'' لپاره ''پراخ او پاموړ'' عملیات پیل کړي دي.
دا ګام په غزه کې د اوربند له پیل درې ورځې وروسته اخیستل شوی او ورسره په لوېدیزه غاړه کې د تاوتریخوالي اندېښنې هم ډېرې شوې.
اسرائیل له تېرو دوو کلونو راهیسې په جنین کې څو ځله په دې موخه چاپې وهلې، چې د دوی په وینا هلته د مېشتو وسله والو د بریدونو مخه ونیسي.
جنین کمپ چېرې دی او څومره لوی دی؟
د کډوالو پنډغالی د اشغال شوې لوېدیزې غاړې په شمال کې په جنین ښار کې دننه پروت دی.
دا ځای د اردن سیند پر لوېدیزه غاړه د ځمکې یوه ټوټه ده، چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال له اردن نه ونیوه.
فلسطین او اسرائیل دواړه د دې ځای د مالکیت ادعا کوي، خو له لسیزو وروسته هم له ځینو خبرو سره سره د دې برخلیک معلوم نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۱۹۹۵ راهیسې فلسطیني اداره جنین کنټرولوي، چې د لوېدیزې غاړې هغې برخې چارې سمبالوي، چې د اسرائیل تر مستقلې واکمنۍ لاندې نه دي.
خو اسرائیلي ځواکونه د امنیتي عملیاتو په نامه بیا بیا دې کمپ ته ننوځي. په دې کمپ کې کانکریټي ودانۍ شته، چې لومړنۍ هغه یې په ۱۹۷۰مو کلونو کې ودانه شوې وه.
د ملکرو ملتونو خیریه چارو ادارې (یو این ار ډبلیو اې) مسوولینو په وینا تر ۲۰۲۳ کال پورې په دې کمپ کې ۲۴ زره ۲۳۹ کډوال راجستر شوي وو، خو یوازې ۱۴ زره یې دې ځای په څه کم نیم کیلومتر ساحه کې مېشت وو.
د ملګرو ملتونو دا اداره وايي، په جنین کمپ کې او په ځانګړې توګه په ځوان کول کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ کچه لوړه ده.
د جګړې داغونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د وسله والو ډلو او اسرائیلي پوځيانو تر منځ د نښتو نښې نښانې او د سیمې پر دېوالونو، د مرمیو لګېدو نښې، د ایم-۱۶ ډوله ټوپکو رسمونه او له دې سره د ''حماس'' نوم یا شعارونه داسې څه دي، چې هلته یې لیدل معمول دی.
د ښار په منځ کې یوه خورا ستره سوړه لیدل کېږي او مرکزي سړک دومره وران، ویجاړ دی، چې د ګرځېدو جوګه نه دی.
د جنین لواګانې څه دي؟
همدا کمپ د جنین لواګانو مېشت ځای دی. دا ډله د بېلابېلو فلسطیني وسله والو یوه کاواکه ټولګه ده، چې د حماس او فلسطین اسلامي جهاد القدس لوا اړوند وسله وال هم پکې شامل دي.
د اسرائیلي دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) په وینا په دغه کمپ کې دننه نژدې ۴۲۰ وسله وال شته. دوی په شاوخوا سیمو کې فعال دي او ځان د اسرائیل ضد ''مقاومت'' برخه بولي.
د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال پاول اډمز وايي، جنین کې د فلسطیني جنګیالو یو نوی نسل دی:
''دې ځوانو وسله والو د سولې هېڅ بهیر نه دی لیدلی. دوی د کړکېچ د حل هېڅ دیپلوماتیک امکانات نه لري. دوی پر خپل سیاسي مشرتابه هېڅ باور نه لري، ځکه نو دوی یوازې له هغې لارې له اشغال سره مقاومت کوي، چې دوی فکر کوي کولای یې شي.''
د جنین کمپ تاریخي شالید څه دی؟

د عکس سرچینه، EPA
دا کمپ په ۱۹۵۳ کال کې د هغو بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره چمتو شوی وو، چې د اسرائیل دولت له رامنځته کېدو وروسته په ۴۹-۱۹۴۸ کلونو کې د اسرائیل او عرب ځواکونو تر منځ د جګړې پایله کې بې ځایه شوي وو.
هغه مهال لوېدیزه غاړه اردن کنټرولوله. دې کمپ ته له الناصره، حیفا او شاوخوا سیمو کډوال راوستل شوي وو، چې اوسمهال د اسرائیل برخې دي. د ۱۹۶۷ له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته جنین او لوېدیزه غاړه د اسرائیل تر کنټرول لاندې شول او جنین کمپ ته نور کډوال هم ورغلل.
دا په لوېدیزه غاړه کې له ۱۹ کمپونو یو دی، چې ټولټال نژدې ۲۰۰ زره کسان پکې مېشت دي.
په جنین کمپ کې پر جګړې تمرکز د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۵ کلونو تر منځ د فلسطینیانو دویمې انتفاضې یا پاڅون په ترڅ کې ډېر شو.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو یا ای ډي ایف له لس ورځنۍ جګړې وروسته چې د جنین جګړې په نامه یادېږي، پر جنین کمپ ولکه ټینګه کړه.
په هغه جګړه کې ۵۲ فلسطیني وسله وال، ملکیان او ۲۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي وو. په هغې جګړه کې همدا راز له ۴۰۰ ډېر کورونه ویجاړ او د ټول نفوس څلورمه برخه بې کوره شوي وو.