د طالبانو حکومت: چین د ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې افغان کادرونه روزي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت وايي چې له یوه چینايي شرکت سره یې په دغه هېواد کې مخابراتي خدمتونو، ټېکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتیا یا اې‌ای ته د ودې ورکولو په اړه خبرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي پرخپله اېکس پاڼه په دې هکله خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د چین اېم‌سي‌سي شرکت له عمومي رییس وانګ‌جي او ورسره پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې، "د مخابراتو او ټېکنالوژۍ وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د ټېکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې د سیمې او له ګاونډيو هېوادونو سره په ګډه همکارۍ خپل پرمختګ چټک کړي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چینايي شرکت د لوګر ولایت د 'مېس عینک' کان قراردادي هم دی او مشر یې له مولوي حقاني سره په کتنه کې ویلي چې هلته به "غوره مخابراتي اسانتیاوې" برابرې شي.

د ښاغلي وانګ‌جي له خولې ویل شوي چې په افغانستان کې د مېسو د دغه ستر کان د "ښه مدیریت لپاره یې افغان کادرونه د ټېکنالوژۍ په برخه کې چین ته استولي چې د مصنوعي ځيرکتیا اړوند زدکړو تر څنګ به د کان کیندنې د چارو مدیریت او پرمختګ ورسره چټک شي."

د مصنوعي ځیرکتیا وده او ورسره تړلې ننګونې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت داسې مهال په ټېکنالوژۍ او په ځانګړي ډول د مصنوعي ځيرکتیا برخې ته د ودې ورکولو خبره کوي چې په کور دننه پکې د کادرونو کمی له پخوا راهیسې احساسېږي او په دې وروستیو کې له مصنوعي ځیرکتیا راټوکېدونکو ننګونو هم بېلابېل هېوادونه له مختلفو سرخوږیو سره لاس او ګرېوان کړي دي او ورسره د مبارزې هڅه کوي.

د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت دې ویناپاڼه کې نه ده روښانه کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره دوی سم لاسي څه ډول پلانونه لري او دا چې په کومو برخو کې پرې پانګونه کېږي.

اوس مهال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د زدکړو او کاري اغېزمنتیا لپاره په لویه کچه کار کېږي.

سعودي عربستان د سیمې په هېوادونو کې یو له هغو دی چې غواړي د مصنوعي ځیرکتیا د ودې لپاره د یوې لویې پروژې په اډانه کې سل میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

د طالبانو حکومت چې ګوښی او له نړیوالې ټولنې سره مخامخ ډېپلوماتیکې اړیکې نه لري، له چینه د دا ډول مرستې او همکارۍ غوښتنه ورته یو فرصت بلل کېږي ځکه دغه هېواد د طالبانو له حکومت سره په تېرو درې کلونو کې ښه راشه درشه لري او د ټېکنالوژۍ په ډګر کې له مخکښانو بلل کېږي.