د سپوږمۍ ګردونه له چینه بریتانیا ته په پور وړل شوي

د خاورې دوړو ټوټې باید له ککړتیا  پاکې وساتل شي

د عکس سرچینه، Tony Jolliffe/BBC News

د عکس تشریح، د خاورې دوړو ټوټې باید له ککړتیا پاکې وساتل شي

د سپوږمۍ د ډبرو نښې او ګردونه له چینه بریتانیا ته وړل شوي دي. د ګردونو کوچنۍ زرې اوس د بریتانیا په میلټن کینز کې په لوړو امنیتي تدبیرونو سره په یوه ودانۍ کې ساتل کېږي.

بي بي سي ته یې د لیدو اجازه ورکړل شوې وه. پروفیسور مهیش انند په بریتانیا کې یوازینی ساینس پوه دی چې دا خورا نادره توکي يې په پور اخیستي. هغه د ډبرو دغه ګردونه " له سرو زرو" ډېر قیمتي بولي.

نوموړی وايي " هیچا د چین دې نښو ته لاس رسی نه درلود، نو دا زما لپاره یو لوی ویاړ او امتیاز دی."

د پروفیسور انند کاري ډله هیله لري چې دا څېړنې به د سپوږمۍ د جوړښت او د ځمکې د سیارې د لومړیو کلونو په اړه بنسټي پوښتنو ته ځواب ووایي.

د دوړو او ګردونو د کوچنیو ذرو دننه د ساینس پوهانو د هغې تیورۍ د ملاتړ لپاره شواهد کیدلی شي چې سپوږمۍ له هغو پاتو شونو جوړه شوې وه کله چې ځمکې څلور اعشاریه پنځه میلیارده کاله وړاندې له سیارې سره ټکر وکړ.

 پروفیسور مهیش آنند د نمونو راټولولو لپاره چین ته سفر کړی و.

د عکس سرچینه، Mahesh Anand

د عکس تشریح، پروفیسور مهیش آنند د نمونو راټولولو لپاره چین ته سفر کړی و.

چین په ۲۰۲۰ کې د خپل چانګ ۵ فضايي ماموریت کې دغه ډبرې راټولې کړې. یو روباټیک لاس په خاوره کې وټومبه او دوه کیلو ګرامه مواد یې راټول کړل، کوم چې بیرته په کیپسول کې ځمکې ته راوړل شو هغه کیپسول چې په منګولیا کې ځمکې ته راښکته شو.

دا په ۱۹۷۶ کې د شوروي اتحاد د ماموریت راهیسې د سپوږمۍ لومړنۍ بریالۍ نمونه وه او چین یې د نوي فضا سیالۍ کې مخکښ مقام ته ورساوه.

اوس، د فضا ساینس پوهانو ترمنځ د نړیوالې همکارۍ د اوږدې مودې دود په تعقیب، چین د لومړي ځل لپاره اوه نړیوالو څیړونکو ته نمونو ته لاسرسی ورکړی ترڅو دوی ته اجازه ورکړي چې نوې موندنې وکړي.

 د چین د فضايي ادارې لخوا د چانګ ۵ نمونو

د عکس سرچینه، Mahesh Anand

دا کوچني بوتلونه تېره اونۍ په بیجینګ کې په ځانګړو مراسمو کې پروفیسور انند ته ورکړل شول، هلته ښاغلي انند د روسیې، جاپان، پاکستان او اروپا له همکارانو سره هم ولیدل.

هغه وویل " دا بیخي یوه موازي نړۍ وه، چین د فضايي پانګونې له اړخه له موږ ډېر وړاندې دی."

دا بریتانوی ساینس پوه له هغه قیمتي توکو سره بریتانیا ته راوګرځېد او یوې خوندي ودانۍ کې یې مېشت شو.

د میلټن‌کین اوپن پوهنتون کې د هغه لابراتورا ته د ورتګ پر مهال موږ ته وویل شول چې ځانګړې پلاستیکي بوټونه، دستکشې، جامې او خولۍ واغوندئ.

د سپوږمۍ انځور چې درې برخې یې روښانه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سپوږمۍ انځور چې درې برخې یې روښانه دي.

د سایسني څېړنو دغه مرکز خورا پاک او خوندي ساتل کېږي.

دلته له دې امله هم احتیاط کېږي چې که چیرې ځمکنۍ زرې له دغو فضايي زراتو سره ګډ شي نو د څېړونکو د مودو خوراۍ به پر سیند لاهو شي.

موږ د کتارصندقونو مخې ته پر ځمکه کیناستو. پروفیسور آنند یې یو پرانیزي او په احتیاط سره یوه ځنځیر لرونکې کڅوړه راوباسي چې درې بوتلونه لري د بکسونو اندازه چې کولی شي یو غاړه کې وګرځولی شي.

هر یو یې ټینګ تړل شوی، یوه نازکه روښانه شیشه کې ساتل کېدونکې خړ رنګه ګردونه پراته دي.

دا د سپوږمي ګردونه دي.

دا به لږ څه ښکاري خو ورپسې شوی سفر یې له تصوره پورته کار و.

او پروفیسور آنند وايي چې دوی په ټولیزه توګه له دې ۶۰ ملی ګرامه ډیر ته اړتیا نه لري.

"دلته، کوچني ځواکمن څه دي. باور وکړئ، دا کافي ده چې موږ د راتلونکو کلونو لپاره بوخت وساتي ځکه چې موږ په مایکرو کار کولو کې تخصص لرو،"

کې نایټ د خپلو لاسونو غځول او لاسونه یې د فلزي سطحې څخه پورته ولاړ دي. هغې سپینې خوندیتوب عینکې اغوستې دي. د هغې مخې ته یو ماشین دی چې د پرسپیکس شیشې سره دی.

د عکس سرچینه، Tony Jolliffe/BBC News

د ودانۍ په یوه لابراتوار کې، یو تخنیکره کی‌نایټ به لومړنۍ څوک وي چې هغه دا زرې ګوري.

هغه له ۳۶ کلونو راهیسې د ډبرو ټوټې پرې او ټوټه کوي، خو دا به لومړی ځل وي چې د سپوږمۍ له سطحې په مستقیم ډول راوړل شوي څه باندې کار کوي.

هغې موږ ته خپله هغه اله راوښوده چې دی پرې کار کوي او ویې ویل پر دې توکو کار کولو ته ډېره لېواله یم.

هغې وویل" زه اندېښمن یم، دا بیلګې ډېرې لږې دي ترلاسه کول یې اسانه نه دي، نو خطر یې لوړی دی باید پر احتیاط کار وکړم."

له دې ځایه چې دا بېلګې تیارې شي دوه نورو لابراتوارونو ته وړل کېږي.

ساشا ورچوفسکي وايي، د دې ځانګړي ماشین ډیری برخه چې فینسي نومیږي  په لاس جوړه یې کړه.

د عکس سرچینه، BBC News

د عکس تشریح، ساشا ورچوفسکي وايي، د دې ځانګړي ماشین ډیری برخه چې فینسي نومیږي په لاس جوړه یې کړه.

موږ یو ماشین وینو چې د بې شمېره ټیوبونو، والوزونو او تارونو پیچلي شبکه لري.

تخنیکر ساشا ورچوفسکي د ۱۹۹۰ لسیزې له لومړیو راهیسې دلته کار کوي. هغه موږ ته کوچنی سلنډر ښیې چیرې چې ګردونو او زرو ته ۱۴۰۰ سانټي ګراډه په کچه تودوخه ورکوي. دا به دوی سره د کاربن، نایتروجن او نور لوړو غازونو استخراج کې مرسته وکړي.

دا ځای په بشپړ ډول ځانګړی دی، او همدا دلیل دی چې پروفیسور انند باور لري د هغه لابراتوار د نادر نمونو ترلاسه کولو لپاره غوره شوی و.

جیمز میلي به د سپوږمۍ له ګردونو سره د کار کولو لپاره د دې انکیوبیټر په څیر ماشین وکاروي.

د عکس سرچینه، Tony Jolliffe/BBC News

د عکس تشریح، جیمز میلي به د سپوږمۍ له ګردونو سره د کار کولو لپاره د دې انکیوبیټر په څیر ماشین وکاروي.

جیمز میلي، یو څیړونکی او تخنیکار، یو ماشین چلوي چې کولی شي معلومه کړي چې د دوړو او ګردونو په ذراتو کې څومره اکسیجن شته.

هغه موږ ته د هغه څه د ازموینې یوه برخه ښیې چې هغه به یې وکړي.

وايي: "زه به دا دانه دانه پر لېزر وهم" ورسره یې، هغه صحنه چې د کمپیوټر سکرین کې لویه شوې ده راوښوده

هغه وویل: "دا به ځلیږي، او تاسو به وګورئ چې دننه خوا ته ویلي کېږي."

 پروفیسور مهیش آنند د اپولو له نمونو سره کار کړی دی خو وايي چې د چین نمونې په ساینسي کشف کې نوې دروازې پرانیزي.

د عکس سرچینه، Tony Jolliffe/BBC News

د عکس تشریح، پروفیسور مهیش آنند د اپولو له نمونو سره کار کړی دی خو وايي چې د چین نمونې په ساینسي کشف کې نوې دروازې پرانیزي.

دا کاري ډله یو کال وخت لري چې خپله څیړنه بشپړه کړي

چین د چانګ ای ۵ ماموریت راهیسې نور هم پرمخ تللی دی.

په ۲۰۲۴ کې دوی د چانګ ای ۶ پرواګرام له لارې د سپوږمۍ له لرې برخې لومړنۍ بیلګې ځمکې ته راوړې. دا یو ژور او داسې ځای دی چې ښايي د اوږد او خاموشه اورشیندي نښې ولري.

پروفیسور انند وايي: "زه ډیره هیله لرم چې دا د چین او نړیوالو ساینس پوهانو ترمنځ د اوږدې مودې د همکارۍ پیل وي."

"موږ ډیرو یې د اپولو ماموریتونو لخوا بیرته راوړل شویو نمونو باندې کار کولو سره خپل مسلک جوړ کړ، او زه فکر کوم چې دا د دوام لپاره یو په زړه پورې دود دی. زه هیله لرم چې نور هیوادونه به هم ورته چار پسې وپالي."