حماس تایید کړه چې پوځي مشر یې 'محمد الضیف' وژل شوی

اسرائيل

د عکس سرچینه، AFP

حماس تایید کړه چې د دې ډلې د پوځي څانګې عزالدین قسام لواګانو قوماندان 'محمد ضیف' وژل شوی دی.

د اسرائیل پوځ د تېر کال جولای میاشت کې ویلي وو چې ضیف یې وژلی، خو حماس یې تر اوسه پخلی نه و کړی.

اسرائیل وايي ضیف د هغو کسانو له ډلې و چې د اسرائیل پر سویل یې د اکتوبر اوومې دبریدونو پلان جوړ کړی و. په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول.

ضیف په غزه کې د حماس له مشر یحیی سنوار راوروسته د دې ډلې دویم کس ګڼل کېده.

سنوار هم تېر کال د اسرائیلي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د یادونې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې 'اي‌سي‌سي' تېر کال د محمد ضیف او همدا راز د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع مخکیني وزیر یواو ګالانت د نیول کېدو حکم صادر کړ.

ضیف د هغو تونلونو په جوړولو کې پر همکارۍ تورن و چې د حماس وسله والو له غزې څخه اسرائیل ته د اوښتلو لپاره کارول. هغه همدا راز د حماس د مهمې وسلې 'قسام توغندیو' طراح ګڼل کېده.

حماس د پنجشنبې ورځې اعلامیه کې د دې ډلې د مرستیال پوځي مشر 'مروان عیسی' مړینه هم تایید کړې ده.

امریکا د تېر کال مارچ کې د مروان مړینه اعلان کړې وه.

عیسی اسرائیل ته په ډېرو مطلوبو کسانو کې ګڼل کېده. اروپايي ټولنې چې د حماس د مشر نوم یې د ترهګرۍ په تور نوملړ کې شامل کړی و، هغه نېغ په نېغه د اکتوبر د اوومې بریدونو کې ښکېل بللی و.

اسرائيل

د عکس سرچینه، MEDIA SOURCES

د عکس تشریح، مروان عیسی د اسرائیلو له خوا تر سخت څار لاندې و

غزه کې د اسرائيل او حماس وروستۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې له برید وروسته پیل وه.‌

د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، دغه تراړه کې د اسرائیل په شاوخوا ۱۵ میاشتنیو عملیاتو کې له ۴۷ زره ۴۶۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل او حماس بالاخره د روانې جنورۍ پر ۱۹مه پر اوربند هوکړه وکړه. د دې هوکړې له مخې تر اوسه د حماس لخوا ۱۵ اسرائیلي یرغمل ازاد شوي.‌

اسرائیل د دوی بدل کې ۴۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي. په دغو زندانیانو کې داسې کسان شامل دي چې د بمي چاودنو او نورو بریدونو له کبله پر اوږد بند محکوم شوي. خو داسې ځوانان هم پکې شته چې هېڅ تور پرې نه دی لګول شوی.

ګڼ شمېر ازاد شوي فلسطیني بندیان لوېدیزې غاړې، ختیز بیت‌المقدس او غزې ته ستانه شوي او شاوخوا ۷۰ تنه په درنو جرمونو تورن ترې نورو هېوادونو ته شړل شوي دي.