د جرمونو نړيوالې محکمې د نتنیاهو، ګلانت او د حماس قوماندان د نیولو امر کړی

نتنیاهو، ګلانت او د حماس قوماندان المصري

د عکس سرچینه، EPA / Reuters / Supplied

د جرمونو نړيوالې محکمې قاضيانو د اسرائيلو د لومړي‌ وزير بنيامين نتنياهو او د اسرائيلو د دفاع پخواني وزير يوف ګالانت د نيولو امر کړی دی.

د حماس د يوه پوځي قومندان محمد دياب ابراهيم المصري چې په محمد ضيف مشهور دی د نيولو امر هم صادر شوی دی.

د محمد دياب المصري د نيولو حکم په داسې حال کې شوی چې څو مياشتې وړاندې د اسرائيلو په وينا نوموړی په غزه کې د هوايي بريد پر مهال وژل شوی دی.

د جرمونو نړيواله محکمه وايي کافي دليلونه شته چې دغه درې کسان په جنګي او د بشريت ضد جرمونو تورن کړي. اسرائيلو او حماس دواړو دغه تورونه رد کړي دي.

اوس د دې حکم له صادرولو سره دا د محکمې په ۱۲۴ غړو پورې اړه لري چې پلي کولو لپاره يې څه کوي. اسرائيل او امریکا د دغه نړیوالې محکمې غړي نه دي.

اسرائيلو د جرمونو د نړيوالې محکمې دغه پرېکړه د "يهودانو ضد" کړنه بللې ده. حماس بيا د نتنياهو او ګالانت د نيولو حکم "مهم تاريخي" ګام ياد کړی دی.

د نتنياهو وروستی بهرنی سفر په جولای مياشت کې امریکا ته و. تېر کال يې د بريتانيا په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفر درلود.

يو کال وړاندې هم د روسيې د ولسمشر ولادیمير پوتين د نیولو حکم صادر شوی و خو له دې وروسته هم ښاغلي پوتين څو نړيوال سفرونه وکړل.

شپږ مياشتې وړاندې د جرمونو نړيوالې محکمې څارنوال کريم خان د بنيامين نتنياهو، يوف ګالانت، اسماعيل هنيه، يحیي سنوار او محمد ضيف د نيولو حکم صادرولو غوښتنه کړې وه.

اسماعيل هنيه د تهران په شمال کې د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و چې ووژل شو. يحيی سنوار هم په غزه کې د اسرائيلي پوځيانو له خوا ووژل شو. له دې سره سره چې اسرائيل وايي محمد ضيف يې وژلی د خو د جرمونو نړيواله محکمه وايي د دې جوګه نه دي چې د هغه مړينه تائید کړي.

د جرمونو نړيواله محکمه څه وايي

د محکمې قضيه د ۲۰۲۳ کال اکټوبر مياشتې ۷ نېټې هغه مهال ته چې د حماس وسله والو د اسرائيلو په جنوبي سيمو بريدونه وکړل ورګرځي. په دغو بريدونو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور وسله والو يرغمل ونيول.

په غبرګون کې اسرائيلو د حماس د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړل چې په غزه کې د روغتيايي چارواکو په وينا تر دې مهاله له ۴۴ زره زيات کسان په کې وژل شوي دي. دغه ادراه چې د حماس تر کنټرول لاندې ده ملګري‌ ملتونه يې د اعتبار وړ نه بولي.

کريم خان د حماس مشران په بشري ضد او جنګي‌ جرمونو چې په هغو کې ډله ييزه وژنه، يرغمل نيول او ځورول دي‌ تورن کړي.

د اسرائيلو مشران بيا د جګړې د وسيلې په توګه په ملکي خلکو په قصدي بريدونو، لوږې او ډله ييزې وژنې په څېر تورونو سره مخامخ دي.

د جرمونو د نړيوالې محکمې د پرېکړې له مخې، دوی "داسې مناسب دليلونه موندلي" چې ښيي محمد ضيف "د بشري ضد جرمونو چې په هغو کې وژنې، ځورونه، د جنسي ځورونې بڼې، جنګي‌ جرمونو چې په هغو کې وژنې، بې رحمانه چلند، ځورول، يرغمل نيول، انساني کرامت ته سپکاوی، تېری او د جنسي ځورونې نورې بڼې شاملې دي‌ مسوول دی."

په راپور کې دا هم ويل شوي‌ چې د دې لپاره "معقول دليلونه شته چې دا جنایتونه د حماس او نورو وسله والو ډلو له خوا د اسرائيلو د ملکي‌ وګړو پر وړاندې د پراخ او سيستماتيک بريد برخه وه."

د بنيامين نتنياهو او يوف ګولانت په اړه دغې محکمې ويلي چې "داسې مناسب دليلونه يې موندلي چې دوی هر يوه له نورو سره د لاندې جرمونو مسووليت لري: جنګي جنایت، لوږه د جګړې د يوې طريقې په توګه، بشري جنايتونه چې په هغو کې وژنې، ځورول او نور غير انساني کارونه شامل دي."

دغه محکمه همدا ډول دې پایلې ته رسېدلې چې دوی دواړو د ملکي مشرانو په توګه په جنګي جرم کې په قصدي ډول د ملکي خلکو پر وړاندې د بريد امر ورکولو لپاره په جنايي توګه مسئول دي."