ایا سوریه کې جګړه پای ته رسېدلې؟ یو شمېر کردان وايي لا هم جنګ کې ښکېل دي

سوریه
د عکس تشریح، تېره جنوري میاشت کې کردي ځواکونو له داعشه د کوباني د کلابندۍ د خلاصون لسمه کلیزه ولمانځله

د سوریې شمال ختیځ ته د رسېدو لپاره د ټېګرېس سیند پر سر له پله واوښتو، موږ په واړه بس ډوله موټر کې له عراقي کردستانه د سوریې لور ته روان وو، ځای ځای د سوریې نفتي زېرمې له زړو پمپونو سره چې خام نفت وباسي ښکاره کېدل.

د سوریې دا برخه د کردانو و تر واک لاندې ده او (روژاوا) یې بولي چې د لویدیځ کوردستان په معنا ده. دوی د کورنۍ جګړې له پیل وروسته له ۲۰۱۲م کال راهیسې دا سیمه په خپلواکه توګه اداره کوي او خپل وسله وال ځواکونه لري.

د بشر الاسد حکومت د دې سیمې خپلواکي کله هم په رسمیت ونه پېژاندله او د هغه حکومت له پرځېدو وروسته هم د دغې سیمې برخلیک ګونګ دی.

د سوریې کردان له لسو کلونو ډېره موده د توندلارې اسلامپالې وسله والې داعش ډلې سره جنګیدلي خو د داعش ماتېدو هم دوی د جګړې بشپړ پای او سولې ته ونه رسول بلکې له ۲۰۱۶م کال راهیسې دوی له خپل شمالي ګاونډي ترکیې او د دغه هېواد تر ملاتړ لاندې ډلو سره په جګړو بوخت دي.

د داعش خلاف جګړه

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کوباني د داعش کلابندۍ له ماتېدو وروسته په ۲۰۱۵م کال کې

لس کاله وړاندې د داعش وسله والو د سوریې په دغې سیمه برید وکړ، دوی د سوریې څو ښارونه او کلي له کوم مقاومت او جګړې پرته په یوه بل پسې ونیول او د ۲۰۱۴م کال تر سپتمبر پورې د ترکیې پولې ته نږدې کوباني ښار ته ورسېدل خو نور همدلته تم شول.

د کوباني ښار تر میاشتو میاشتو داعش کلابند کړی و، کردي ځواکونو چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ائیتلافي ځواکونو له ملاتړه برخمن وو په ۲۰۱۵م کال کې د کوباني کلابندي ماته کړه، هغه ماته چې سوریه کې د داعش د عمومي ماتې لامل شوه. موږ سږ جنوري د کوباني د کلابندۍ او داعش د ماتې په لسمه کلیزه بیا کوباني ته لاړو.

ښار ته له ننوتلو سره څه وینو چې پنځوس کلنې ښځې له کلاشینکوف او وسلو سره د پلټنو لپاره ولاړې او ښار ته ننوتونکي او له ښاره وتونکي خلک کنترولوي. دلته ښځو له داعش سره په جنګ کې مهم رول لوباوه او یو زیات شمېر یې په رضاکارانه ډول له مدافعو ټولنو سره ولاړې دي.

د جګړې زخمونو لا هم ښار پیکه کړی او له ورایه ښکاري، واټونه او کوڅې له داسې انځورونو ډک دي چې له کوباني څخه د دفاع په لیکه کې یې سرونه قرباني کړي.

د کوباني په اصلي مرکزي ډګر کې خلک په شور او شوق ژوند کوي، ځوانانو او پېغلو لاس په لاس په دودیزو کردي کالیو کې نڅا کوله او سندرې یې ویلې.

خو د لږ لوړ عمر خلکو لپاره دا ورځې هم ترخې او هم خوږې دي. ۴۵ کلنه نوروز احمد چې د څلورو زامنو مور ده وايي " تېره شپه مې د خپل شهید ورور او نورو هغو په یاد چې د کوباني لپاره یې ځانونه قرباني کړل شمعې بلې کړې نن هم خوشحاله او هم خواشیني یم، کاش ورور مې هم راسره وی او دا ورځې یې لېدلي وی."

له ترکیې سره شخړه

سوریه
د عکس تشریح، د نوروز محمد کورنۍ د داعش لخوا وژل شوی

د کردانو اړوند ' د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو' په ۲۰۱۹م کال کې د سوریې په شمال کې د داعش وسله والو پر وړاندې بریا اعلان کړه خو له داعشه خلاصون هم دوی ته د تل پاتې سولې زیری ورنکړ.

ترکیه او د انقرې تر ملاتړ لاندې وسله والو چې ' د سوریې ملي پوځ' یادېږي له ۲۰۱۶م کال راهیسې د سوریې د دیموکرایتکو ځواکونو تر واک لاندې سیمو باندې څو پراخ عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې د سوریې د شمالي پولو په اوږدو کې پراخې سیمې ونیولې.

ترکیه ' د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ' ته چې د دوی په ټکو د خپلواکۍ لپاره جنګېږي د ترهګریز سازمان په سترګه ګوري، انقرې ګواښ کړی چې که " کورد ځواکونه خپلې وسلې پر ځمکه نه ږدي دوی به له خپلو وسلو سره خښ کړي."

د ۲۰۲۴م کال په پای کې د اسد رژیم له نسکوریدو سره د ترکیې تر ملاتړ لاندې وسله والو د سوریې پر دیموکراتیکو ځواکونو د فرات سیند په لویدیځه برخه کې پراخ بریدونه وکړل تر څو له دوی یوه زیاته اندازه جغرافیه ونیسي.

سوریه
د عکس تشریح، په سوریه کې د واک سیمې

جګړه اوس کوباني ته نږدې شوې د کردي ځواکونو د یوه قوماندان ورور موږ ته وویل "دلته عکاسي مه کوه ، موږ د ښار لاندې ډېر تونلونه باسلي او یوې بلې کلابندۍ ته مو چمتوالی نیولی دی."

د ښار په کوڅو او واټونو کې ککړه هوا او له هرې خوا د جنراتورانو شور تر غوږو کېږي، د سیمې خلک وايي چې د ترکیې هوایي بریدونو له کبله په تېرو دوه کلونو کې زیات بنسټونه او د مخابراتي شبکو انتنې ویجاړې شوې دي.

نوروز احمد وايي " موږ چې په کوباني کې داعش ته څنګه ماته ورکړه داسې به ترکیې او د دوی په ګټه جنګېدونکو وسله والو ته هم اجازه ورنکړو چې زموږ ښار ونیسي، موږ به دوی هم ماتوو."

په یوه هوټل کې د ناستې پر مهال کله چې خلک پوه شول موږ له لویدیځه ورغلي یو او بهرنیان یو نو یو زیات شمېر یې په موږ راټول شول، له یوه سپین ږیري چې امسا یې هم په لاس وه ما د عمر پوښتنه وکړه، اټکل مې کاوه چې اتیا کلن به وي خو د هغه ځواب حیران کړم ویل یې " شپیته کلن یم."

واضحه ښکاري چې جګړو د خلکو په ژوند ناوړه اغېز کړی، کلونه کېږي چې دلته خلک د بې شمېره وژنو شاهدان دي، کړېږي او اوس پرې د یوې بلې جګړې سیوری غوړیدلی دی.

په ولسي وګړو د بریدونو رپوټونه

سوریه
د عکس تشریح، کوباني کې ځای ځای کرد ځواکونه تر سترګو کېږي.

د ترکیې له ملاتړه برخمن وسله وال په پرلپسې ډول کردي " سوریې دیموکرایتک ځواکونه" په نښه او بمبارۍ پرې کوي، تر دې چې د رپوټونو پر بنسټ ولسي وګړي او د جګړې له کرښې لېرې پراته خلک هم په امن کې نه دي.

د سیمې په روغتون کې مې په یوه هوايي برې کې له یوې ژوبلې شوې میرمنې سره ولېدل، ۲۸ کلنه لیا بونسي چې د سولې او چاپیریال ساتنې فعاله ده له جرمني دلته راغلې او له دوه کاله ډېر وخت کېږي چې د ښځو لپاره د امن په یوه بنسټ کې رضاکارانه فعالیت کوي.

اغلې لیا په یوه اعتراضي لاریون د ترکیې د ملاتړو وسله والو د برید ویډيو را وښودله، په ویډيو کې ښکاریدل چې له اسمانه دوې مرمۍ په هغو جمع شویو خلکو ولګېدې چې د نڅا په حالت کې وو، ویډيو کې ښکاره کیدل چې وار شوې مرمۍ د دوی په منځ کې وچاودیدې.

دا اعتراضي غونډه تشرین نومي ستراتژیکې سیمې ته نږدې وه، هغه ځای چې لا هم پکې جګړه روانه ده. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په وینا دغې برید شپږ ولسي وګړي ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

لیا بونسي هم په دې برید کې ټپي کېږي. نوموړې روغتون کې موږ ته وویل " یو زوړ سړی چې زما تر څنګ ولاړ و هم دغې برید کې زخمي شو، له ما وینې بهیدې او امبولانس کې روغتون ته پر لاره وم چې بل برید هم وشو."

د بشري حقونو څار بنسټ په کردستان کې د سره صلیب په امبولانس او ولسي وګړو برید د ترکیې ملاتړو ځواکونو او ( د سوریې ملي ځواکونو) لخوا "ښکاره جنګي جنایت" بللی او غندلی یې دی.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت یې په ځواب کې بي‌بي‌سي ته وویل " هغه ادعاوې سمې نه دي چې په ولسي وګړو او زېربېناوو له بریدونو وروسته پکې ترکیې ته ګوته نېول کېږي." د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې د " سوریې دیموکراتیک ځواکونه" په لوی لاس ولسي وګړي د شخړو سیمې ته لېږي چې له هغوی د انساني ډال په توګه استفاده وکړي.

ترکیې همدا راز " د سوریې په دیموکراتیکو ځواکونو" تور لګولی چې د خپلو موخو لپاره له وحشت او ترهګرۍ استفاده کوي، له اوربند سرغړونه کوي او تشرین بند ته د ترمیم په موخه د مسلکي ټیمونو د تګ مخه نیسي.

په دوه لاري ولاړ دمشق

د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد شرع له هر لوري تر فشار لاندې دی.

د هغه اسلام پاله ډلې (هیئت تحریر شام) حملې د بشار الاسد رژیم د نسکورېدو سبب شوې. وروسته احمد شرع ژمنه وکړه چې دمشق کې به یو ټولشموله پراخ دولت جوړوي. نوموړي له ټولو وسله والو ډلو وغوښتل چې نور خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د سوریې په شمال ختیځ کې له کورد وسله والو ځواکونو سره هم د اختلافاتو د حل پر سر خبرې روانې دي خو لا یې کومه پایله نده ورکړې.

له کرد ځواکونو سره د احمد شرع چلند د ترکیې د فشار لامل هم شو چې دی یې له ځانګړو حساسو او سختو شرایطو سره مخ کړی دی.

د فبرورۍ پر ۲۴مه د سوریې دغه نوي ځوان مشر د سوریې د راتلونکي په اړه په دمشق کې یو ملي کنفرانس رابللی و، په دغې غونډه کې د کردانو د (روژاوا) ډلې چارواکي او مشران نه وو. دوی بي‌بي‌سي ته وویل چې غونډې ته نه دي بلل شوي.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو قوماندان جنرال مظلوم عبدي چې د سوریې له شمال ختیځه یې له یوه نامعلوم ځایه له موږ سره خبرې کولې وویل " مخکې یې په دمشق کې له احمد شرع سره لیدلي دي خو تر اوسه دواړه لوري کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي."

مظلوم عبدي وايي " په حقیقت کې له ترکیې او د دوی په ګټه جنګېدونکو ځواکونو سره زموږ جګړه لا هم روانه ده. د ترکیې جېټ الوتکې او بې پیلوټه لا هم پر موږ بریدونه کوي. په دمشق کې نوی دولت لا هم نه دی معلوم چې پر وړاندې به یې څه ګام واخلي."

سوریه
د عکس تشریح، مظلوم عبدي: " مخکې یې په دمشق کې له احمد شرع سره لیدلي دي خو تر اوسه دواړه لوري کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي."

هغه زیاته کړه " د نوي مشر څرګندونې هیله بښونکي دي خو ترکیې پر ده خپل فشار راوستلی تر څو د هغو سیمو په اړه ګام واخلي چې زموږ تر واک لاندې دي."

دا قوماندان وايي " امریکا، فرانسه، بریتانیا او ځينې نور لویدیځ هېوادونه بیا هڅه کوي تر څو د سوریې نوی دولت دې ته وهڅوي چې د کردانو و حقونه په رسمیت وپېژني."

د امریکا د متحده ایالاتو له نظره " د سوریې دیموکراتیک ځواکونه" له داعش سره په جګړه کې د دوی تر ټولو ډاډمن ملګري وو.

دا مهال د کردانو و تر واک لاندې سیمو کې لا هم سلګونه امریکايي ځواکونه مېشت دي تر څو د داعش د پټو فعالیتونو مخه ونیسي. خو کردان اوس اندیښمن دي چې که ډونلډ ټرمپ له سوریې امریکايي ځواکونه وباسي نو د ترکیې بریدونه او د داعش بیا څرګندېدل به سیمه ډېره اغېزمنه کړي.

د جنرال عبدي له قوله داسې اټکل کېږي چې د داعش د کورنیو شاوخوا ۴۰ زره او تر لسو زرو پورې د دې ډلې جنګیالي د سوریې په شمال ختیځ کې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو تر واک لاندې زندانونو کې ساتل کېږي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې که " ترکیه برید وکړي موږ به له ناچارۍ او مجبورۍ خپل ځواکونه د جګړې لیکې ته لېږو چې شوني ده له دې فرصت څخه په استفادې داعش په زندانونو ورشي او خپل کسان ازاد کړي."

نا معلومه راتلونکی

سوریه
د عکس تشریح، رکسانا محمد وايي " په هره برخه کې د ښځو حقونو د خوندیتوب ډاډمنتیا غواړي"

د ښځو دفاعي بنسټ هغه ځواک دی چې ټولې غړې یې ښځې دي. هغه ښځې چې سړي یې له داعش سره په جګړو کې وژل شوي اوس له نامعلومه راتلونکي سره مخ دي.

د دغه مدافع بنسټ ویانده رکسانا محمد نومېږي، د ۲۹ کلنې رکسانا د دفتر پر دېوالونو د هغو ښځو انځورونه لګېدلي چې په جګړه کې وژل شوې دي.

نوموړې ادعا وکړه چې " تر اوسه دمشق کې د سوریې نوې رهبرۍ او حکومت ښځو ته هیڅ ونډه نه ده ورکړې" هغې په حیرانتیا وپوښتل "ولې دې یوه ښځه د دفاع وزیره نه وي؟"

د اغلي محمد په وینا دلته د خپلو حقونو لپاره جنګېدلې، په سیاسي، ټولنیزو، نظامي او نورو برخو کې یې فعاله حضور درلود نو د هغې په ټکو " که زموږ حق نه مراعتیږي نو څنګه له موږ تمه لري چې وسلې دې پر ځمکه کېږدو؟"

ډېر پر دې باور دي چې سوریه کې سولې او ثبات ته زمینه برابره شوې. خو کردان له نامعلومه برخلیک او راتلونکي سره مخ دي. پوښتنه دا ده چې ایا کردان به په نوي سوریه کې ځای ولري که نه باید د خپل موجودیت لپاره وجنګېږي؟