سعودي پر سوریې د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، EPA
د منځني ختیځ د ډېرو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران او یو شمېر لوړپوړي لوېدیځ ډيپلوماټان د سعودي په پلازمېنه ریاض کې ټول شوي وو چې د سوریې پر راتلونکي خبرې وکړي.
د ناستې په پای کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه دې لری کړل شي. فیصل بن فرحان وویل "موږ ټینګار وکړ چې له یوه مخه دې پر سوریه نړیوال بندیزونه لغوه شي ځکه دغه بندیزونه د سوریې د بیا رغونې پر وړاندې خنډونه پېښوي."
د دغه غونډې مهمې ټکي، د سوریې د لنډ مهالي حکومت ملاتړ ته د هېوادونو وربلل، د دغه هېواد بیا رغونه او د نړیوالو بندیزونو لرې کول یاد شوي.
په ناسته کې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د ترکیې، عراق، لبنان، اردن، مصر او یوشمېرو نورو هېوادونو جګپوړو چارواکو ګډون کړی و. د بریتانیا، جرمني، ایټالیا، امریکا، اسپانیې او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو استازي هم دغه ناستې ته ورغلي وو.

د عکس سرچینه، Reuters
سعودي په ۲۰۱۲ کال کې د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې له پخواني رژیم سره خپلې اړیکې پرې کړې وې خو په ۲۰۲۳ کې د عرب لیګ په ناسته کې چې سعودي یې کوربتوب کاوه یو وار بیا بشار الاسد راڅرګند شو او د سیمې له مشرانو سره یې لیدنې کتنې وکړې.
د ترکیې او قطر پرتله چې د اسد رژيم له پرځېدا وروسته یې دمشق کې خپل سفارتونه پرانیستل، سعودي په خورا احتیاط د سوريې له نویو واکمنو سره اړیکې پالي، خو د منځني ختیځ د چارو شنونکي باور لري چې سعودي په سوریه کې د خپل اغېز پراخولو لپاره لا ډېر څه کول غواړي.
د ریاض په ناسته کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر له امریکا او اروپايي ټولنې وغوښتل چې پر هېواد یې لګول شوي بندیزونه ایسته کړي. امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو ویلي، د سوریې د بیا رغونې او بشري مرستو لپاره به دغه بندیزونه کموي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس هم ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، که د سوریې نوی حکومت د یوه ټولګډوني حکومت لپاره ګام پورته کړي او د لږکیو ملاتړ وکړي بندیزونه به کمېږي. تمه ده د اروپا د بهرنیو چارو وزیران د جنورۍ پر ۲۷مه په دې تړاو ناسته وکړي. مېرمن کایا کالاس وویل لومړیتوبونه به د هغو بندیزونو لرې کولو ته ورکوي چې پر رغنیزو چارو او بانکي اډانه مخامخ اغېز لري.

د عکس سرچینه، Reuters
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک وویل د یوې داسې چارې غوښتنه کوي چې په خورا "پام سره د سوریې خلکو ته مرستې ورسیږي او په کورنیو جګړو کې ښکېلو کسانو ته سزا ورکړل شي."
جرمني اعلان وکړ چې له سوريې سره سم لاسي د خوړو، سرپنا او روغتیايي چوپړونو لپاره د ۵۰ میلیونو یورو مرسته کوي.
ملګرو ملتونو ویلي د سوریې ۷۰ سلنه وګړي مرستو ته اړ دی.
د امریکا د خزانې وزارت تېره اونۍ ویلي وو، د اړینو چارو لکه برېښنا، روغتیا او نورو برخو د ښه والي لپاره ځيني بندیزونه لرې کوي. واشنګټن ټینګار کوي تر هغه چې د پام وړ بدلون ونه ګوري ټول بندیزونه به په اسانۍ لرې نه کړي.
د ریاض د غونډې په پای کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ګډونوال ته دا هم وریاده کړه جې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا، خاورې او خپلواکۍ درناوی دې وشي.
دا ناسته د هغو غونډو له لړۍ یوه ده چې میاشت وړاندې د اردن په عقبه ښار کې شوې وه.
د بشار الاسد رژیم له پرځېدو وروسته د عرب نړۍ مهم مشران په اردن کې ټول شوي وو چې سوریه کې د واک لېږد او مرستو په اړه خبرې وکړي خو په هغه غونډه کې د سوریې د نوي لنډ مهالي حکومت استازو ګډون نه درلوده.