د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال د اسرائیلو او حماس چارواکو د ژر نیولو غوښتنه کړې

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د دغې محکمې پر قاضیانو غږ کړی، چې د ده د غوښتنې په تړاو دې پریکړه وکړي.

ښاغلي کریم خان له یادې محکمې غوښتي، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د دې هېواد د دفاع وزیر یواو کالانت او د حماس مشر یحیی سنوار د نیولو حکم دې ژر تر ژره صادر کړي.

ښاغلي خان ټینګار کړی، چې دغه محکمه د دې قضیې د څېړلو او پر مخ وړلو پوره واک لري.

کریم خان د جمعې پر ورځ په خپرو شویو اسنادو کې له قاضیانو وغوښتل، چې د اسرائیلي چارواکو او د حماس د مشرانو د نیولو حکمونه وڅېړي.

نوموړي وویل: "په دې محاکمو کې هر ډول ځنډ به د قربانیانو په حقونو منفي اغیز وکړي."

ښاغلي خان ټینګار وکړ، چې د جرمونو نړیواله محکمه د اسرائیلي وګړو په اړه، چې په فلسطیني سیمو کې جرمونه کوي د څېړلو پوره واک لري او له قاضیانو یې وغوښتل، چې په دې قضیو کې د دولتونو او نورو اړخونو لخوا راپورته شوې قانوني ننګونې دې رد کړي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالان وايي، د دې لپاره منطقي دلایل شته، چې بنیامین نتنیاهو، یواو کالانت، د حماس مشر یحیی سنوار، پوځي قومندان یې محمد المصري او د حماس پخوانی سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو لپاره مسوول وبلل شي.

اسماعیل هنیه په دې وروستیو کې په ایران کې ووژل شو.

محکمې له هغه راوروسته تر دې دمه د نوموړي د وژل کېدو اړوند رپوټونو په تړاو له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

اسرائیل وايي، محمد المصري چې په محمد ضعیف مشهور و، په یوه هوايي برید کې وژل شوی، خو حماس د هغه وژل کېدل نه دي تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي.

د اسرائیلو د شمېرو له مخې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل شوي وو، له هغې وروسته د غزې پر تړانګې د اسرائیلو په برید کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې له امله یې پراخ بشري ناورین رامنځته شوی دی.

اسرائیلي او فلسطیني مشرانو د جنګي جرمونو تورونه رد کړي او د دواړو غاړو استازو د کریم خان پر غوښتنه نیوکې کړې دي.

د یادو مشرانو د نیولو لپاره کوم ځانګړی وخت یا مهالوېش نه دی په ډاګه شوی.