د ورېښمو لار ورک شوي ښارونه د ازبکستان غرونو کې څنګه کشف شول؟

  • Author, کلي اېن‌جي
  • دنده, بي‌بي‌سي

لرغونپوهانو د ازبکستان د ختیځ په غرونو کې - چې بېلابېلو بوټو پوښلي، د منځنیو پېړیو د دوو ښارونو پاتې شوني موندلي دي. دا کشف د افسانوي ورېښمو لارې په اړه زموږ درک بدلولی شي.

د اوږدې مودې لپاره، داسې انګېرل کېده، د ورېښمو لارې چې د ختیځ او لوېدیځ تر منځ د توکو او نظریاتو د تبادلې په خاطر مشهورې دي، یوازې په ټیټو سیمو کې ښارونه سره نښلوي.

خو اوس، له لیرې د حسګرې ټېکنالوژۍ په مټ لرغونپوهانو لږ تر لږه دوه غرني ښارونه کشف کړي، چې پر مهمو سوداګریزو لارو پراته وو.

له دې ښارونو یو د توګون/توغون‌بلاغ په نوم یادېږي، چې لږ تر لږه ۱۲۰ هکټاره مساحت لري، د سمندر له سطحې څه باندې ۲۰۰۰ متره لوړ پروت دی. ان اوسني وخت کې، دا ارتفاع ژوند کولو لپاره نامناسبه ګڼل کېږي.

لرغونپوه فرهاد مقصودوف چې د دې څېړنډلې غړی دی، وايي: "دا کشف به د منځنۍ اسیا تاریخ بدل کړي. "

د دې څېړنیزې ډلې په وینا، توغون‌بلاغ او د تاش‌بلاغ کوچنی ښار د اتمې او یوولسمې پېړیو ترمنځ، یعنې د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د هوساینې او سوکالۍ استوګنځایونه وو. په هغه وخت کې دا سیمه د یوې پیاوړې ترکي کورنۍ تر واکمنۍ لاندې وه.

نن ورځ، د نړۍ یوازې درې سلنه نفوس له دې نه په لوړه ارتفاع کې ژوند کوي. په تبت کې د لهاسا او په پیرو کې کاسکو ښارونه د ورته مېشت‌ځایونو ځینې بېلګې دي.

د دغو ښارونو د موندلو چارې د ازبکستان د لرغون‌پېژندنې د ملي مرکز رییس ښاغلي مقصودوف او په واشنګټن کې د سېنټ لویس پوهنتون د لرغونپوهنې مشر مایکل فراچټي لخوا رهبري شوې. دغه کار لپاره بې‌پیلوټه الوتکې او د "لیډار" په نوم د ریموټ حسګرې ټېکنالوژي کارول شوې.

لیډار د چاپېریال د درې ګوټیزو نقشو جوړولو لپاره منعکسه شوې رڼا کاروي.

د دوی د څېړنې پایلې په ساینسي مجله نېچر کې خپرې شوې. هغه متخصصین چې په دې څېړنه کې یې برخه نه وه اخیستې د کوچیانو د ژوندانه طرز په روښانه کولو کې د دې اهمیت ستايي.

څېړنډلې په لومړي ځل په ۲۰۱۱ کې د غرختنې پرمهال د توغون‌بلاغ کوچنی ښار کشف کړ. په دې ځای کې دوی هدیرې، د خټینو لوښو زرګونه ټوټې او نورې نښې وموندلې چې دا په ګوته کوي دلته یو وخت خلک استوګن وو.

ښاغلی مقصودوف وايي، تاریخي اسناد په سیمه کې د ښارونو شتون په ګوته کوي، خو د څېړنې ډلې تمه نه درلوده چې د منځنيو پېړیو ۱۲ هکتاره ښار د سمندر له سطحې د ۲۲۰۰ مترو په لوړوالي کې کشف کړي.

ښاغلي فراچټي بي‌بي‌سي ته وویل: "موږ حیران وو."

هغه زیاتوي، حتی هلته ختل او هلته رسېدل خورا ستونزمن وو او دوی له قوي بادونو، توپانونو او لوجیستیکي ننګونو سره مخ وو.

څلور کاله وروسته، د ځنګلونو یوه سیمه‌يیز مدیر ټیم ته وړاندیز وکړ چې تاش-بلاغ ته نژدې یو بل ځای وڅېړي.

((دغه چارواکي وویل، 'زه فکر کوم چې زما په انګړ کې هم دا ډول لوښي شته.'))

ښاغلی فراچټي وايي: "نو موږ د هغه کور ته لاړو ... او ومو لیدل چې د هغه کور د منځنۍ پېړۍ د کلا په سر کې جوړ شوی و. هغه په ​​​​حقیقت کې په لوی ښار کې ژوند کاوه. "

د دې کشفونو ترټولو ننګوونکې برخه د دې ښارونو د شتون په اړه پوهنتوني ټولنه قانع کول وو.

ښاغلی فراچټي وايي: "کله چې موږ نورو ته وویل موږ داسې حیرانوونکی ځای موندلی، موږ پښه‌نیولي له شک سره له هغوی سره مخ شوو. هغوی وویل شاید دا دومره لوی هم نه وي، یا دا یوازې یوه غونډۍ یا کلا ده ... اصلي ننګونه دا وه چې څنګه دا ښار په ساینسي ډول مستند کړي چې وښیي دا واقعا څه و.

په ۲۰۲۲ کې، څېړنډله سیمې ته له حسګر لیډار ډرون سره سمباله راستنه شوه. دې ټېکنالوژۍ دوی ته سېک ورکړ چې توغون‌بلاغ کې د سطحې طبقې پاکې کړي او دېوالونه، د څار څلي، پېچلې معماري ځانګړتیاوې او نور دفاعي جوړښتونه ښکاره کړي.

څېړونکي په دې باور دي چې بشري ټولنو ممکن د اوسېدو لپاره توغون-بلاغ او تاش-بلاغ ځکه غوره کړي وي، چې د سیمې له قوي بادونو ګټه واخلي او په دې سره د اوسپنې لرونکو ډبرو- چې هغه مهال په دې سیمه کې ډېرې وې- د ویلې کولو لپاره اړین اورونه رامنځته کړي. لومړنیو کیندنو هم د تولیدي ډبرو سکرو شتون په ګوته کړی دی.

مقصودوف وايي: "په منځنیو پېړیو کې، له هر چا سره به چې اوسپنه وه، نو هغه به لوی ځواک درلود."

هغه وايي، خو دا مسله د دې ټولنو د سقوط لامل هم کېدای شي. پخوا به دا سیمه د صنوبر د غرونو په ځنګلونو پوښل شوې وه، خو دا ونې شاید د اوسپنې د تولید د سون توکو لپاره پرې شوي وي. مقصودوف وايي، "په پایله کې، سیمه د چاپېریال پوهنې له پلوه ډېره بې‌ثباته شوه او له سېلابونو او واورو ښویېدو سره مخ شوه."

په اکسفورډ پوهنتون کې د نړۍ د تاریخ پروفیسور پیټر فرانکوپان وویل، څېړونکو به په عادي ډول تمه درلوده چې له درې لاندې د استوګنې شواهد ومومي، "نو دا موندنې خورا اغېزناکې او حیراوونکې دي."

هغه وايي: "څومره حیرانوونکې خزانه ... په ټوله اسیا کې ژورې اړیکې او همدارنګه د زرګونو کلونو دمخه د طبیعي زېرمو د استخراج ترمنځ اړیکې ښیي."

د براون پوهنتون لرغونپوه زکریا سیلویا وايي، په لوړو ځایونو کې د ښارونو استوګنځایونه د لرغون پېژندنې په ریکارډ کې "خورا ډېر کمیابه دي" ځکه چې ټولنې په داسې سیمو کې د اوسېدو لپاره له ځانګړو ننګونو سره مخ کېږي.

د نېچر مجلې په یوه یادښت کې، سیلویا لیکلي چې د ټیم کار "په منځنۍ اسیا کې د منځني پېړیو ښاري کولو په څېړنه کې لویه مرسته کوي."