واخان کې ژوند څنګه دی؟

د بدخشان ولایت واخان کې د افغانستان له نورو سیمو سره په توپير نجونې او هلکان له لومړي ټولګي نیولې تر دولسمه تر یوه چت لاندې زده کړه کوي.

هلته په دې وروستیو کې د کورنیو تر منځ دا لېوالتیا ډېره شوې چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

خو په کم عمر کې د نجونو ودول، لږ روغتیايي امکانات او د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړینې لوړه کچه په دې ولسوالۍ کې د خلکو د ژوند ترخه واقعیتونه دي.

د بي بي سي خبریال ارشاد هنریار د نړۍ بام ته د سفر پر مهال د خپلو رپوټونو لړۍ کې هلته د خلکو ژوند د لوړو ژورو په اړه کيسه کوي.