"امنیت شورا دې پر غزې د یرغل پای ته رسېدو ‌لپاره الزامي پرېکړه‌لیک خپور کړي"

د نړۍ د ۵۷ هېوادونو مشرانو چې د ټولو اکثریت وګړي مسلمانان جوړوي، د سعودي عرب پلازمېنه ریاض کې د خپلې بېړنۍ ناستې پای کې د اسرائیل دا ادعا رد کړه، چې ګوندې پر غزې یې برید "د ځان په دفاع کې کړی دی."

ګډونوالو د دې ناستې د پای بیان کې په زغرده غزه کې د سملاسي اوربند، دې تراړې ته د بشري مرستو د ورتګ او اسرائیل ته د وسلو صادراتو د درېدو غوښتنه وکړه.‌

په دغه بیان کې د اسرائیلي ځواکونو"وحشیانه" ګامونه غندل شوي او ترڅنګ یې د دې غوښتنه هم شوې چې د اسرائیل د یرغل پای ته رسېدو لپاره باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکنده او الزامي پریکړه لیک صادر کړي.

په دې ناسته کې پر کوربه سعودي سربېره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د سوریې ولسمشر بشار الاسد، د قطر حاکم تمیم بن حمد آل‌ثاني او د فلسطین د کورواکې ادارې رییس محمود عباس هم برخه اخیستې وه.

د یادونې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو تر دې دمه غزه کې اوربند لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندیز شوي پرېکړه‌لیکونه ویټو کړي دي.

د نړۍ مشرانو د ریاض غونډه کې څه وویل؟

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د اسلامي همکاریو سازمان د شنبې ورځې په دې ناسته کې د دغه سازمان له غړو وغوښتل چې د اسرائیل پوځ د "ترهګریزو سازمانونون" لیست کې اضافه کړي.

هغه همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان پر ټولو غړو چې اسرائیل سره اړیکې او راشه درشه لري، غږ وکړ چې له دغه هېوادو سره اړېکې پرې کړي.‌

د ایران ولسمشر له اسلامي‌ هېوادونو دا هم وغوښتل چې د فلسطین له خلکو سره ملاتړ پراخ کړي.

د قطر حاکم تمیم بن احمد ال‌ثاني په دې غونډه کې وویل، هېواد یې هڅه کوي چې د منځګړي رول په لوبولو سره د اسرائیلي یرغمل شویو خلاصون ته زمینه برابره ده.‌

هغه دا هیله هم وښوده چې په غزه کې ژر بشردوستانه اوربند اعلان شي.

خو اسرائیل تر دې مخکې په وار وار ویلي د بشردوستانه عواملو له کبله د اوربند اعلان ته چمتو نه دی او دا چې بریدونه به یې تر هغو روان وي، چې د حماس لخوا یرغمل شوي کسان خوشې شوي نه وي.‌

‌ د قطر امیر د ریاش غونډې ته وویل "نړیوالې ټولې د خپلو قانوني او اخلاقي مسوولیتونو پر ځای کولو کې ماته خوړلې."

هغه زیاته کړه "نړیواله ټولنه به تر کومه له اسرائیل سره داسې چلن کوي، چې ته به وایې دغه هېواد تر قانون لوړ دی؟"

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ شخړې ته د دایمي حل لارې موندلو لپاره اړتیا ده چې یو نړیوال کنفر انس ترسره شي.

هغه همدا راز زیاته کړه "په غزه کې چې څه ته اړتیا ده، د جګړې څو ساعته درېدل نه دي، بلکې د دایمي اوربند اعلان دی."

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د ریاض په دې غونډه کې وویل،‌ اسرائیل سره هر راز سیاسي پروسې باید سملاسي ودرول شي.

هغه دا غوښتنه داسې حال کې مطرح کړې، چې پر مصر او اردن سربېره په ۲۰۲۰ کال کې متحدو عربي اماراتو او بحرین هم اسرائیل سره رسمي اړېکې پیل کړې.‌

د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس وویل فلسطینیان "د نسل وژنې په موخه له کمسارې جګړې" سره مخامخ دي‌.‌

هغه له امریکا وغوښتل چې پر اسرائیلي ځواکونو دې پر غزې تراړې د د یرغل درولو لپاره فشار ډېر کړي.

ښاغلي عباس زیاته کړه چې فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو پر وړاندې نړیوال خوندیتوب ته اړتیا لري.