شننه: د بشار الاسد واکمنۍ پای ته رسېدل به د سیمې د قدرت انډول بدل کړي

  • Author, هوګو باچېګا
  • دنده, د منځني ختيځ چارو خبریال

همدا شاوخوا یوه اوونۍ مخکې چې یاغیانو د سوریې په شمال لوېديځ ښار ادلب کې له خپلې مرکزي سیمې د بشار الاسد رژيم پر ضد حیرانوونکی خوځښت پیل کړ نو د هغه د واکمنۍ پرځېدل له تصوره لرې برېښېدل.

دا د سوریې لپاره برخلیک ټاکونکې پېښه وه. اسد په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ تر مړینې وروسته د واک پر ګدۍ کېناست. پلار یې ۲۹ کاله پر سوریې واکمن پاتې شو، بالکل د خپل زوی غوندې یې په زور قدرت خپل کړ.

کشري اسد ته په داسې حال کې واک په میراث ورسېد چې وار د مخه سخت کنټرول شوی و، پر جبري سیاسي جوړښت ولاړ و او پکې مخالف یا اپوزیسیون نه زغمل کېده.

په لومړیو کې داسې هیلې وې چې دی به له خپل پلار سره توپیر ولري، غېږ به یې خلاصه وي او ډېر وحشي به نه وي؛ خو دا هیلې ډېرې ژوندۍ پاتې نه شوې.

اسد به تل د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې په ۲۰۱۱ کې یې د حکومت پر ضد راوتلي سوله‌ييز لاریونونه په تاوتریخوالي سره وځپل او د کورنۍ جګړې د پیلېدو لامل شو. په دې ترڅ کې تر نیم میلیون ډېر کسان ووژل شول او تر شپږ میلیونه نور کډوال شول.

ده د روسیې او ایران په مرسته یاغیان وځپل او په خپله په واک کې پاتې شو. روسیې یې په ګټه خپل قوي هوايي ځواک وکاراوه او ایران سوریې او حزب الله ته خپل پوځي سلاکاران ور استول؛ هغه ملېشه چې ایران یې په ګاونډي لبنان کې ملاتړ کوي او خپل ښه روزل شوي جنګیالي ورلېږي.

خو دا ځل له اسد سره دا مرسته ونه شوه. د هغه متحدان په خپلو چارو کې ښکېل پاتې شول او دی یې یوازې پرېښود. د دوی له مرستې پرته د اسد ملاتړي ځواکونه ونه توانېدل چې د هیئته تحریر الشام یاغیانو په مشرۍ د دې اسلامپالې وسله‌والې ډلې مخه ونیسي.

دې ډلې تېره اوونۍ لومړی د دغه هېواد دویم لوی ښار 'حلب' پرته له کوم مقاومته ونیو، بیا یې حما او څو ورځې وروسته یې دمشق ته څېرمه کلیدي مرکز 'حمص' ولکه کړ. ورپسې په ساعتونو کې د اسد د واکمنۍ مرکز پلازمېنې دمشق ته ننوتل.

د اسد کورنۍ د پنځه لسیزې واکمنۍ پای

د اسد کورنۍ د پنځو لسیزو واکمنۍ پای ته رسېدل به په سیمه کې د قدرت انډول له سره بدل کړي.

ایران یو ځل بیا په یوه هېواد کې خپل نفوذ ته د پام وړ ضربه ویني.

د ایرانیانو او حزب الله تر منځ د اړیکو او دې ډلې ته د وسلو او مهماتو د لیږدولو په برخه کې د بشار الاسد تر واک لاندې سوریه یوه مهمه وسیله وه.

حزب الله ډله پخپله له اسرائیل سره له شاوخوا یو کلنې جګړې وروسته سخته کمزورې شوې او راتلونکی یې ناڅرګند دی.

یوه بله ایران‌پلوه ډله چې ځپل شوې، هغه د یمن حوثي یاغیان دي چې په وار وار په هوايي بریدونو کې په نښه شوې ده. په عراق کې ملیشې او په غزه کې حماس دا ټولې هغه ډلې دي چې تهران یې د خپل مقاومت محور بولي خو اوس سختې زیانمنې شوې دي.

دا نوې پېښه په اسرائيل کې ونمانځل شوه؛ هغه ځای چې ایران ته د یوه ګواښ په سترګه ګوري.

ډېری پر دې باور دي چې که د ترکیې همکاري نه وای نو دا برید به نه وای شوی. خو ترکیه چې په سوریه کې د ځینو یاغیانو ملاتړ کوي، دا ردوي چې ګواکې د هیئته تحریر الشام ډلې پلوي دې کوي.

له څه مودې راهیسې ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان پر بشار الاسد فشار راوړ چې شخړې ته د یوې ډېپلوماتیکې حل‌لارې موندلو لپاره دې په مذاکراتو کې ښکېل شي چې په ترڅ کې یې سوريايي کډوال له دغه هېواده خپلو مېنو ته ورستانه کړای شي.

خو اسد له داسې څه کولو ډډه کوله.

لږ تر لږه درې میلیونه سوريايي کډوال په ترکیه کې دي او دا په سيمه‌ييزه کچه یوه حساسه مسئله ده.

ګڼ خلک د اسد رژيم په پرڅېدو باندې خوشاله دي.

خو راتلونکي کې به څه پېښ شي؟ د هیئته تحریر الشام ډلې ریښې له القاعده سره تړلې دي او تېر مهال یې تاوتریخجن و.

دې ډلې په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې ځان ملتپال ځواک وښيي او د وروستیو پیغامونو ژبه یې ډېپلوماتیکه او د پخلاینې ده. خو ډېری یې دې حالت نه دي قانع کړي او دوی اندېښنه لري چې هسې نه دا هر څه د واک ترلاسه کولو تر مهاله محدود پاتې شي.

په همدې حال کې دا اندېښنه هم شته چې ښايي دغه ډراماتیک بدلونونه په سوریه کې د یوې خطرناکې سیاسي تشې لامل شي او په پایله کې یې ګډوډي او تاوتریخوالی رامنځ‌ته شي.