اسرائیل وايي د اوربند په لومړي پړاو کې د خوشي کېدونکو یرغملو له ډلې اته مړه دي

اسرائيلي وګړي

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلو د حکومت ویاند ډېوېډ مېنسر په يوه تازه بيانيه کې ويلي، د اوربند د لومړي پړاو پر مهال د پاتې خوشي کېدونکو ۲۶ يرغمل شويو اسرائيليانو له ډلې اته تنه مړه دي.

مېنسر د دې پخلی کړی چې اسرائيلو د حماس له خوا يو نوملړ ترلاسه کړی چې په لومړي پړاو کې د خوشي کېدونکو ټولو ۳۳ يرغمل شويو کسانو په اړه معلومات په کې موجود دي.

نوموړی زياتوي، د حماس دا نوملړ د اسرائيلو د استخباراتي معلوماتو سره سمون لري، "زه ويلی شم چې زموږ ۲۵ يرغمل ژوندي دي او اته يې د حماس له خوا وژل شوي دي."

مېنسر په بيانیه کې د ۳۳ يرغمل شويو يادونه کړې ده چې له دې ډلې اووه تنه له وړاندې خوشي شوې دي.

د اسرائيلو پوځ يوه ډاکتر رويټرز ته ويلي، د حماس له خوا تر دې مهاله خوشي شويو اوو يرغمل له ډلې ځينې له اتو مياشتو راهيسې تر ځمکه لاندې تونلونو کې ساتل کېدل.

يرغمل شوي کسان وايي له خوشي کېدو مخکې ورسره د حماس چلند ښه شوی و، دوی ته د ځان مينځلو، د جامو بدلولو او سمو خوړو ورکول پيل شوي وو.

خو دوی دا نه دي ويلي چې ایا یرغمل شویو کسانو د شکنجې یا ناوړه چلند نښې نښانې درلودې. خو دوی وايي چې د اکتوبر په ۷مه د نیول کېدو راهیسې د ځینو یرغمل شویو ټپونو ته پاملرنه نه ده شوې او نه یې سمه درملنه شوې ده.

له بلې خوا، د اکتوبر اوومې نېټې وروسته د اسرائيلو له خوا غزه کې د وژل شويو فلسطينيانو تازه شمېرې خپرې کړې دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت وايي تر اوسه په غزه کې ۴۷،۳۱۷ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱۱،۴۹۴ کسان ټپیان دي.

په زرګونو فلسطينيان د غزې شمال کې خپلو سیمو ته روان شوي

د ویډیو تشریح، زرګونه فلسطینيان د غزې شمال خپلو سيمو ته ځي

د غزې له شماله په زرګونو بېځايه شوي فلسطينيان وروسته له هغه خپلو سيمو ته روان شوي چې حماس د راتلونکې اوونۍ پای کې د نورو اسرايئلي يرغمل شویو د خوشي کولو هوکړه وکړه.

ګڼ شمېر خلک په موټرونو او په پلې توګه له خپلو سامانونو سره روان شوي دي. اسرائيلو د دغو کسانو بېرته ستنېدل د اربل يهود په نامه د يوې اسرائیلۍ يرغملې په خوشي کېدو پورې مشروط کړي وو.

تر دې وړاندې د اسرائیلو لومړی وزير بنیامین نتنیاهو ويلي وو چې حماس به روانه اوونۍ شپږ یرغمل خوشي کړي او اسرائیل به د دوشنبې له ورځې د غزې خلکو ته اجازه ورکړي چې په شمال کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

لکه څنګه چې د اسرائیلو لومړي وزیر ويلي، په خوشي کېدونکو کسانو کې به د اربل یهود په نامه یوه اسرائیلۍ مېرمن چې د حماس لخوا نیول شوې وه، هم شامله وي.

غزه

د عکس سرچینه، EPA

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

اربل يهود

د عکس سرچینه، Bring Them Home Now

حماس د تېرې شنبې په ورځ څلور يرغمل شوې اسرائيلۍ پوځيانې خوشي کړې خو مېرمن يهود په کې نه وه. اسرائيلو حماس د اوربند له تړونه په سرغړونې تورن کړ. دوی وايي حماس بايد د فلسطيني بنديانو په بدل کې اسرائيلي ملکي وګړي خوشي کړي.

له کله چې د اسرائيلو او حماس تر منځ په غزه کې اوربند پلی شوی، اووه اسرائيلي يرغمل او له ۲۰۰ زيات فلسطیني بنديان خوشي شوي دي.

په غزه کې لسګونه زره بېځايه شوي فلسطينيان هڅه کوي چې په شمال کې خپلو استوګنځایونو ته ستانه شي خو په تېرو دوو ورځو کې فلسطينيان د اسرائيلو د پوځ له خوا له محدوديتونو سره مخ شوي دي.

ډونلډ ټرمپ وايي مصر او اردن باید د غزې ډېر فلسطیني کډوال ومني

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د اردن له پاچا ملک‌ عبدالله سره یې د غزې له یو میلیون ډېرو فلسطیني کډوالو ته په نورو هېوادونو کې د کورونو جوړولو او د هغوی د ځای پر ځای کولو احتمالي طرحې په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې نن (یکشنبه) به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره هم په دې تړاو وغږېږي.

ښاغلي ټرمپ‌ چې په الوتکه کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، غزه یوه "ویجاړه شوې سیمه" وبلله او زیاته یې کړه، لېوال دی چې د سیمې عربي هېوادونه فلسطیني بې‌ځایه شویو ته د ژوند او اوسېدو ځای ورکړي.

د یادونې ده چې مصر او اردن مخکې په دې تړاو وړاندیز رد کړی و.

ښاغلي ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا وړاندیز لنډمهاله دی که اوږدمهاله، وویل: "هر یو کېدای شي."

واشنګټن تېر کال اعلان کړی و چې د فلسطینیانو له جبري مېشتېدنې سره مخالف دی.

د بشري حقونو مدافع ډلې او مرستندویه سازمانونه له څو میاشتو راهیسې د غزې د وضعیت په تړاو اندېښنه ښيي، ځکه جګړې د دې تراړې نږدې ټول وګړي بې‌ځایه او د لوږې له کړکېچ سره مخامخ کړي‌ دي.

امریکا د غزې د جګړې په اوږدو کې په وار وار د اسرائیل د ملاتړ له کبله له نیوکو سره مخامخ شوې، خو بیا یې هم د خپل دغه متحد ملاتړ ته دوام ورکړی‌. واشنګټن ټینګار کوي چې له اسرائیلو سره د فلسطین د حماس، د لبنان د حزب‌الله او د یمن د حوثيانو په څېر سیمه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو پر وړاندې د ځان دفاع کې مرستو ته دوام ورکوي.‌

ډونلډ ټرمپ چې د جنورۍ له شلمې یې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، د اردن له پاچا ملک عبدالله سره د لیدنې په تړاو وویل: "هغه ته مې وویل، لېوال یم چې لا ډېر (فلسطیني بې‌ځایه شوي) ومنئ، ځکه کله چې غزې تراړې ته ګورم، وضعیت ډېر ناوړه دی، واقعآ ناوړه دی."

هغه زیاته کړې غواړي مصر هم فلسطیني کډوال ومني.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر وايي‌ "غزه عملآ یوه ویجاړه شوې سیمه ده. نږدې هر څه ویجاړ شوي او خلک یې د مرګ په حال کې دي. نو غوره ګڼم چې له ځینو عربي هېوادونو سره تعامل وکړو او نورو سیمو کې استوګنځي جوړ کړو، که ښايي وکړای شي د یو ځل لپاره هم په سوله کې ژوند وکړي."

د اسرائیل او حماس له جګړې مخکې غزه کې د مېشتو فلسطینیانو شمېر دوه میلیون او ۳۰۰ زره اټکل شوی و.

ټرمپ: اسرائیلو ته ژمنه شوي ۹۰۷ کیلوګرامي بمونه ورکوو

اسرائيل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائيل ته د دغو بمونو لېږد تېر کال تر هغې وروسته بند شو چې په رفح ښار کې یې د عملیاتو د پلان خبر ورکړ.

نن د ورځې لومړیو کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ "ډېر هغه شیان" چې اسرائیل له امریکا غوښتي وو، اوس مهال د ورسپارلو په حال کې دي.

دا څرګندونې یې د هغو رپوټونو په ځواب کې وکړې چې وایي د نوموړي ادارې د (۹۰۷ کیلو ګرامه) درنو بمونو یوه جوپه اسرائیلو ته ور پرېښې ده.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه "تروت سوشل" لیکلي: "ډېر هغه شیان چې اسرائیل غوښتي او پیسې یې پرې ورکړې وې، خو پخواني ولسمشر جو بایډن نه وو استولي، اوس د سپارلو په حال کې دي."

تېر کال د دیموکرات ولسمشر جو بایډن ادارې اسرائیل ته د ۱۸۰۰ درنو بمونو سپارل ودرول.

د امریکا لخوا اسرائیل ته د دغو بمونو لېږد تر هغې وروسته بند شو چې د اسرائیلو پوځ د غزې د سویل رفح ښار کې د عملیاتو د پلان خبر ورکړ.

هغه مهال یو اعشاریه څلور میلیونه فلسطینیانو د غزې په نورو برخو کې جګړې او درنې بمبارۍ له کبله رفح ته پناه وړې وه.‌

بایډن خبرداری ورکړی و چې د دې ډول بمونو کارول به "لویه بشري غمیزه" رامنځته کړي.‌