په قاهره کې د سولې غونډه؛ عربي هېوادونو په غزه کې د اسرائیلو کړنې وغندلې

په قاهره کې د اسرائيلو او غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره يوه ستره نړيواله غونډه جوړه شوې. خو په دې څو اړخيزه غونډه کې د اسرائیل او ایران په ګډون ځینې هېوادونه غیر حاضر وو، خو د یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون د عربي او اسلامي هېوادونو استازو په کې پراخ ګډون درلود.

دغه غونډه چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په بلنه جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم په کې وينا وکړه.

له عربي – اسلامي هېوادونو څخه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل فرحان، د بحرین پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه، د اردن پاچا عبدالله دویم، د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني، د عراق لومړی وزیر محمد سوداني، د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان، د عمان سلطان هیثم بن طارق، د کویت ولیعهد، د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ناصر بوریطه او د لیبیا د ولسمشر د شورا مشر او همدارنګه د عرب لیګ سرمنشي احمد ابو غیط په کې ګډون درلود.

د اروپايي ټولنې هېوادونو چارواکو هم په غونډه کې د پام وړ حضور درلود، د ایټالیا، اسپانیا، یونان لومړيو وزیرانو، د بریتانیا، جرمني، فرانسې او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو، د اروپايي شورا رئیس چارلس مېشل، او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنيتي پاليسۍ مشر جوزېپ بوریل هم په غونډه کې ګډون کړی.

د جنوبي افريقا او قبرس د ولسمشرانو تر څنګ د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړی استازی جای جون، د جاپان د بهرنيو چارو وزير، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ميخايل بوګدانوف، د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرې ميلاني جوی او د برازيل د بهرنيو چارو وزير مايورو ويرا هم په دغه غونډه کې برخه لرله.

په دې غونډه کې د اسرائیلو تر څنګ د سوریې او لبنان د استازو د ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي. ايران هم په دې غونډه کې نشته. په قاهره کې د امریکا سفارت له شارژدافير پرته بل لوړ پوړي چارواکی نه و.

ګډونوالو څه وویل؟

د مصر قاهره کې د دې سرمشریزې موخه د اسرائيلو او غزې د کړکېچ په اړه یوه ګډ دریځ ته رسېدل بلل شوي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، د غونډې د رابللو موخه "په يوې لار نقشې هوکړه او په غزه کې بشري ناورین پای ته رسول او د سولې په لور د یوې لارې پیدا کول" دي.

په دغه غونډه کې د عربو هېوادونو استازو د غزې د کلابندۍ، هوايي بريدونو او په زوره د خلکو بېځايه کېدل غندلي دي.

د اردن پاچا عبدالله د غزې د خلکو بېځايه کول که هغه په کور دننه يا بهر وي، "جنګي جنايت" وباله.

د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس وویل: "موږ هېڅ ځای ته نه ځو، موږ په خپله خاوره کې اوسو." نوموړي زیاته کړه: ''موږ به بې ځایه کېدل و نه منو، هر څنګه ګواښونه چې وي، موږ به پر خپله خاوره پاتې شو.''

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د "بشري اوربند" غوښتنه وکړه او ویې ویل، هېڅ شی نشي کولی د حماس برید او د غزې د خلکو "ټولیزه سزا" توجیه کړي.

انتونیو ګوترېش د مصر او غزې تر منځ د رفح لارې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، پرون مو له یوې خوا له خوراکي توکو ډکې لارۍ او له بلې خوا "خالي ګېډې" ولیدې.

د قاهرې دغه غونډه وروسته له هغه پیل شوه چې شل مرستندویه لاریو ته د رفح له لارې غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه، په داسې حال کې چې د راپورونو له مخې دوه سوه نورې لارۍ غزې ته د خوراکي توکو د لېږد په نيت ولاړې دي.

د اروپايي هېوادونو له ډلې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وویل، "ما د اسرائیلو له حکومت سره د دوی د دندې په اړه مستقیمې خبرې کړې دي چې نړیوال قانون ته درناوی وکړي او په غزه کې د ملکي وګړو د ژوند ساتنه وکړي."

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا میلوني د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او د یونان لومړي وزیر کیریاکوس مېټسوټاکېس وویل، هېڅ پوځي مداخله نشي کولی بحران پای ته ورسوي او یوازینۍ حل لاره سیاسي هغه ده.

د سویلي افریقا ولسمشر سیریل راماپوسا هم وویل، "موږ باور لرو چې په اسرائیلو کې پر ملکي وګړو برید، د غزې کلابندي، د غزې د خلکو په زوره بېځايه کولو پرېکړه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده."