ایا دا به لومړۍ بریتانوۍ وي چې د سپوږمۍ پر خاوره به ګرځي؟

د عکس سرچینه، Kevin Church/BBC
- Author, ریبیکا موریلي او ایلسن فرانسس
- دنده, د بي بي سي نیوز ساینس ټیم
- رپوټ له: هوسټن-ټیکساس
د روزمري کوګن په شاوخوا کې یو شمېر کسان راټول دي، چې څوک د ستورمزلو کالي وراغوندي او څوک یې یوه بل لور ته راکاږي. د ځانګړې خولۍ یا هلمټ له پرسر کولو مخکې د تشیال سفر لپاره د ستورمزلو یونیفورم اغوستلو لپاره ۴۵ دقیقې وخت پکار دی.
دغه بریتانوۍ ستورمزلې د خپل ژوند تر ټولو له یوې سختې ننګونې تېرېږي او دا ارزول کېږي چې ایا دا تشیال ته د تګ لپاره چمتو ده او که نه. دا ازموینه به د نړۍ له لویو ځانګړو ډنډونو څخه په یوه کې یې اخیستل کېږي، چې د امریکا ټکساس ایالت په هوسټن سمیه کې دی.
دا ډنډ ۱۲ متره ژور دی، د نړیوال فضايي مرکز په څېر چاپېریال لري او پر سپوږمۍ ګرځېدل هماغسې دي، لکه پر ځمکه چې یو بې وزنه څه چورلي. ډاکټرې روزمري کوګن په ۲۰۲۴ کال کې د اروپایي فضایي څېړنو اداره کې د ستورمزلې په توګه خپلې لوړې زدکړې بشپړې کړې دي.
روزمري اوبو ته له کوزېدو مخکې وویل: "دا یوه ستره ورځ ده."
دا ستورمزلې به شپږ ساعته اوبو کې تېروي.
دا زیاتوي: "دا له فزیکي پلوه سخته ده او له رواني پلوه هم ډېره سخته ده."
خو روزمري ډېره وېرېدلې نه ښکاري، موسکا کوي او لاس ښوروي، ځکه په هغه څه چې دا ولاړه ده هغه کرار- کرار اوبو ته کوزېږي. دا وايي، له ماشومتوبه یې یو ارمان و، چې ستورمزلې شي، خو هغه وخت یې فکر کاوه، چې دا ارمان به یې یوازې ارمان پاتې شي.
روزمري وايي: "په ښوونځي کې د مسلک غوره کولو پر ورځ د ستورمزلو د لیدو هڅه نه کوو، داسې کسان نه شي موندل کېدای، چې ستورمزلي وي، په واقعیت کې د دوی کیسې نه اورو."
هغه مهال یې پرېکړه وکړه، چې د مسلک په توګه په ستورپوهنه کې د ستورو او فضا په هکله زدکړه پیل کړي، خو کله چې د اروپا فضايي څېړنو ادارې (اي اېس اې) اعلان وکړ، چې دوی فضا ته د تګ لپاره د نويو ګومارل شویو کسانو لټون کوي، روزمري هم خپل غوښتنلیک ورواستاوه او له ۲۲ زره د زیاتو کسانو له ډلې غوره شوه.

د عکس سرچینه، Kevin Church/BBC
د ایسا ادارې موخه دا ده، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې روزمري نړیوال فضايي مرکز(ای اېس اېس) ته واستوي. دا به د بریتانوۍ هیلین شرمن پر پله پل کېږدي، چې په ۱۹۹۱ کال کې یې د پخواني شوروي فضايي مرکز (میر) ته سفر وکړ، او ټیم پیک بیا په ۲۰۱۵ کال کې نړیوال فضايي مرکز ای اېس اېس ته سفر وکړ.
روزمري په جانسن فضايي مرکز کې شپږ میاشتنۍ روزنه ترلاسه کړې ده. دې د نړیوال فضايي مرکز شاوخوا بهر حالتونو تجربه هم ترلاسه کړې. دا کولی شي ازمايښتي لابراتور کې، چې یو لوی هنګر کې د ستورمزلو لپاره ځانګړې شوی، دننه شي.
دا موږ ته بېلابېل لابراتوارونه راښيي، چې یو په بل پورې نښتي دي. دا ځای ډېر تنګ ښکاري، په ځانګړي ډول چې فکر کوې ستور مزلي به میاشتې-میاشتې دلته تېروي، خو روزمري موږ ته د ښکلو منظرو یادونه هم کوي: "دا یو څنډې ته شوی چاپېریال دی، خو زه فکر کوم دا له هرڅه بهر پاتې کېدو سره په بلدتیا کې مرسته کوي. دا د کلاسټروفوبیا (له بندو ځایو د وېرې) حس راکموي. "

د عکس سرچینه، Kevin Church/BBC
دلته روزمري ته روزنه کې فضا ته د تګ هر اړخ ورزده کوي، ان د تشناب کارولو زدکړه هم ورکول کېږي. هغې یوه ډېر تنګ او کوچني تشناب ته په اشارې سره وویل: " لاندې برخه هغه ځای دی چې جامد غایطه مواد پکې اچول کېږي او دا بل یې د بولو لپاره دی."
روزمري وايي، ښځینه ستورمزلې د درملو په کارولو سره کولی شي خپلې میاشتنۍ ناروغۍ ودروي. د دې په خبره، یو فلټر شته چې د هغه په کارولو سره د وینې هېڅ څاڅکې د ادرارو نظام ته نه دننه کېږي.
دا تشریح کوي چې ادرار باید جلا وساتل شي، ځکه چې دا پاکېږي او بیا د څښاک اوبو په توګه د بیا کارولو لپاره چمتو کېږي.

د عکس سرچینه، Kevin Church/BBC

د عکس سرچینه، Kevin Church/BBC
بېرته راګرځو ډنډ ته، غوټې وهونکي په پرلپسې توګه اوبو کې د روز مري حرکت تنظیموي، چې پر هغې د ځمکې جاذبې قوه بیخي کمه شي. روزمري په ډېره سختۍ سره حرکت کوي، چې وکولی شي ورپورې تړلي توکي په سمه توګه وکاروي.
دا ورو او ستونزمن کار دی چې تودو او ارته فضايي جامو کې د بدن قوت ته اړتیا لري.
"ذهنا ښه ځان چمتو کېږي - رښتیا هر حرکت ته ښه فکر باید وشي."
روزمري زیاتوي: "باید له خپلې انرژۍ سره اغېزمن واوسو. باید داسې یو څه ونه کړو، چې وروسته مو پام شي او ووایو، دا خو ډېر ښه نه دی او باید چې بیا یې ترسره کړو."
روزمري د بل ستورمزلي سره کار کوي، چې د ازموینې په ډول د فضايي مرکز د رغاونې او ساتنې یو نوملړ بشپړ کړي. د هغې هر حرکت کنټرول خونې کې د یوې ډلې لخوا چې ډنډ څاري کتل کېږي. کله چې هغه خپلې چارې ترسره کوي، دوی له هغې سره په پرلپسې توګه په اړیکه کې وي.
د جاپان د فضايي اکتشاف ادارې څخه د فضايي مرکز پخوانی قوماندان اکي هوشید د مشورې لپاره ورسره دی. هغه څلور فضايي سفرونه بشپړ کړي دي او وايي چې دا د نویو ستورمزلو لپاره د زدکړې یوه سخته لاره ده.
"کله چې موږ لومړی پیل کوو، نو ډېر معلومات درکول کېږي، ډېر مهارتونه چې باید زده یې کړئ."
دی زیاتوي: "دا د ماشومانو په څېر قدم زدکول دي، خو مخ پر وړاندې تګ دی. هرکله چې دوی دلته راځي او په ډنډ کې غوټې وهي، زه د دوی لیوالتیا وینم."

د عکس سرچینه، Kevin Church/BB
روزمري موږ ته ستر(ون وې) راښکاره کړ. دا هغه راکټ دی، چې په ۱۹۶۹ کال کې یې د اپولو ستورمزلي سپوږمۍ ته لېږدولي وو. له ۵۰ کلونو څخه زیاته موده وروسته، ناسا د خپل ارټیمیس پروګرام له لارې غواړي ډېر ژر یو ځل بیا د سپوږمۍ سطحې ته وروګرځي.
اروپایي ستورمزلي به نورو ماموریتونو کې ورسره یوځای شي. د اټکل له مخې د ۳۵ کلن فضايي مسلک په لړ کې تمه کېږي چې کېدای شي روزمري یوه ورځ د لومړۍ بریتانوۍ په توګه د سپوږمۍ په لور روانه شي.
نوموړې وايي: "دا په زړه پورې ده، چې موږ د انسان په حیث سپوږمۍ ته بېرته ورځو او له هرې لارې چې زه وکولی شم د هغې برخه وګرځم، زه به ډېره خوشحاله یم. زه فکر کوم چې دا ډېره په زړه پورې ده."
تر اوبو لاندې د شپږو سختو ساعتونو له تېرولو وروسته د روزمري تشیال کې ازمايښتي ګرځېدل پای ته نژدې شوي، خو هغې ناڅاپه خلک حیران کړل.
په کنټرول خونه کې موږ اورو، چې د چارو ارزولو لپاره خپل همکار باندې چې د فضايي مرکز په بله برخه کې دی، غږ کوي، خو څوک ځواب نه ورکوي.

د عکس سرچینه، Kevin Church/BBC
موږ په ویډیو کې وینو، چې هغه سړی بیخي نه خوځېږي. روزمري په دې نه پوهېږي، خو له هغه څخه غوښتل شوي و، چې ځان هسې بې هوښه وښيٍي.
تر اوبو لاندې د ډېر وخت له تېرولو وروسته هغه داسې ښکاري چې ډېره ستړې شوې، خو په کراره او باثباته توګه چارې پر مخ بیايي، دې هغه په خوندي ډول مناسب ځای ته ولېږداوه.
سپوږمۍ ته د تګ اړوند د ناسا یو لارښود جنا هانسن چې د روزمري چارې ارزوي وايي: "روزمري د اتلې په څېر ده. هغه نن ډېره بریالۍ وه."
د تشیال سفر پای ته ورسید. روزمري له ډنډ څخه را بهر شوه او ملاتړی ټیم یې هڅه کوي، چې د ستورمزلو جامې ترې وباسي، خولۍ چې یې له سره لېرې شوه، موږ یې وینو چې ډېره ستړې ده، خو لا هم موسکا کوي.
هغې موږ ته وویل: "دا یوه ننګونه وه، دا رښتیا یوه ننګونه وه، یوه ننګونکې ژغورنه ، خو دا رښتیا خوندوره ورځ وه."
د روزمري سخت کار د هغې ارمان، چې تشیال ته د تګ په تړاو دی رښتیا کېدو ته نژدې کوي. روزمري وايي: "دا حیرانونکې ده."
"که زه کولی شم چې رښتوني تشیال کې چې بهر ګورې او ستوري وینې او هممهاله ځمکه هم وینې، دا به ډېره خوندوره چاره وي."