ځپل شوی خو لا هم مقاوم: د لبنان حزب الله او د دوی له وسلو سره به څه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هوګو باشېګا
- دنده, د منځني ختیځ خبریال
د جنورۍ په ۲۶مه، زرګونه بې ځایه شوي لبنانیانو - چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېشت وو، هڅه وکړه چې د لنبان په سوېل کې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
دوی په کاروانونو کې سفر وکړ، انقلابي سندرې یې وغږولې او د حزب الله ژېړ بیرغونه یې په ویاړ پورته نیولي وو. خو ډېرو له یو کال اوږدې جګړې وروسته ولیدل چې نور د ستنېدو لپاره کورونه نه لري. دوی پر خپلو ورکو شویو شتمنیو ماتم وکړ او د ویجاړو ودانیو په کنډوالو کې یې د دې ډلې د پخواني مشر حسن نصرالله یادګاري انځورونه ولګول.
دا نېټه د هغه ضرب الاجل پای و، چې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو لپاره ټاکل شوی و. دا د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب رامنځته شوې اوربندې هوکړې یوه برخه وه، چې له مخې یې حزب الله باید له جنوبي سیمو خپلې وسلې او جنګیالي وباسي. د دې تړون له مخې، زرګونه لبناني سرتېري هم باید په دې سیمه کې ځای پر ځای شوي وای. خو اسرائیلو ادعا وکړه چې لبنان هوکړه په بشپړه توګه نه ده عملي کړې، نو ټول یرغلګر ځواکونه نه دي وتلي. لبنان هم پر اسرائیل د ځنډ تور ولګاوه.
لکه څنګه چې تمه کېده، تاوتریخوالی وشو. په ځینو سیمو کې اسرائیلي سرتېرو ډزې وکړې، چې د یوه لبناني سرتېري په ګډون ۲۴ کسان پکې ووژل شول. سره له دې، حزب الله له کلونو راهیسې د سوېلي لبنان واکمن ځواک پاتې شوی، له دې جګړې وروسته، که څه هم سخت ځپل شوی و، دا فرصت وموند چې خپله ځواکمنتیا وښيي.
خو ایا دا ډله د لبنان د بدلیدونکي وضعیت او د منځني ختیځ د واک د نوې بڼې تر اغېز لاندې ژوندۍ پاتې کېدلی شي؟
د فلج کولو وړتیا
د کلونو په اوږدو کې، حزبالله چې یوه شیعه وسله واله ډله، سیاسي ګوند، او ټولنیز تحریک دی – خپل ځان د لبنان تر ټولو ځواکمن ځواک په توګه ثابت کړ. د ایران په ملاتړ حزب الله داسې یو پوځي ځواک جوړ کړ چې تر لبناني پوځ هم پیاوړی و. د زور کارول یې تل یو انتخاب و.
د دوی قوي پارلماني بلاک دا مانا درلوده چې هېڅ ستره پرېکړه د دوی له رضایت پرته نه شوه کېدای او د لبنان سیاسي وېشلي نظام دوی ته په حکومت کې هم استازیتوب ورکاوه. په لنډه توګه، حزب الله دا وړتیا درلوده چې دولت فلج کړي او دا کار یې څو ځله کړی هم دی.
وروستۍ شخړه د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې هغه وخت پیل شوه، چې حزب الله د اسرائیل پر ضد دویم محاذ پرانیست، ځکه چې اسرائیل د حماس د بریدونو په غبرګون کې په غزه کې جګړه پیل کړه. دا نښتې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې خورا جدي شوې، ځکه اسرائیل حزب الله ته داسې نفوذ وکړ چې تر هغه وخته یې تصور هم نه شو کېدای.
لومړی، د حزب الله د غړو پیجرونه وچاودېدل، بیا یې واکي ټاکیان. وروسته، د اسرائیل نه تمامېدونکي هوايي بریدونه او د جنوبي لبنان یرغل تر ۴,۰۰۰ ډېر کسان، چې ګڼ شمېر ملکي وګړي پکې شامل وو، ووژل. هغه سیمې چې د شیعه مسلمانانو ګڼ مېشتې سیمې وې – او د حزب الله د ملاتړ عمده سرچینه جوړوي – ویجاړې شوې او د دې ډلې وسلوال ظرفیت ته هم درانه زیانونه واوښتل.
د حزب الله ډېر مشران ووژل شول، چې تر ټولو مهم یې حسن نصرالله و، هغه څوک چې له درېیو لسیزو راهیسې د دې ډلې مخ و. د هغه ځایناستي، د حزب الله پخواني دویم کس، نعیم قاسم، چې نه د نصرالله په څېر مطرح دی او نه هم دومره اغېزناک، اعتراف کړی چې دوی ته درانه تلفات اوښتي.
هغه اوربند چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې نافذ شو، اساساً د حزب الله لهخوا تسلیمي وه. دا ډله د امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېرې میاشتې، له اوږدې دوه کلنې سیاسي فلج وروسته، د لبنان پارلمان بالاخره نوی ولسمشر وټاکه، د پوځ پخوانی مشر جوزف عون، چې امریکایانو یې ملاتړ کاوه. منتقدینو دا بن بست د حزبالله د نفوذ پایله ګڼله، خو دا ځل حزبالله دومره کمزوری و چې دا بهیر یې ونه شو درولی، لکه څنګه چې یې په تېرو کلونو کې کولای شو.
د دې ډلې د کمزوري کېدو بل ثبوت دا و چې عون د حکومت مشري نواف سلام ته وسپارله، څوک چې د نړیوال عدالت محکمې (ICJ) رئیس و او د حزبالله له سیاسي خط سره سم نه و.
د اوس لپاره، حزبالله ته بله موضوع لومړیتوب لري: خپل بنسټي ملاتړ ته قناعت ورکول. دې ډلې خپلو پلویانو ته ویلي چې په جګړه کې زیان رسېدل په حقیقت کې یوه بریا ده. خو ډېر کسان پوهېږي چې حقیقت بېل دی. د دوی ټولنې ویجاړې شوې او د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د ودانیو او زیربناوو زیان تر ۳ میلیارد ډالرو (۲،۴ میلیاردو پونډو) ډېر دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې یوه هېواد کې چې اقتصاد یې د سقوط په حال کې دی، هېڅوک نه پوهېږي چې څوک به د لبنان لاسنیو وکړي. البته که کوم څوک وي. نړیواله مرسته د حکومت له خوا د داسې اصلاحاتو له پلي کولو سره تړل شوې چې د حزب الله قدرت محدود کړي.
حزب الله، لکه څنګه چې یې د ۲۰۰۶ له جګړې وروسته وکړل، ځینو کورنیو ته تاوان ورکړی، خو لا د مخه د نارضایتۍ نښې لیدل کېږي.
د اټلانټیک شورا د منځني ختیځ د پروګرامونو غړی، نیکولاس بلانفورډ، چې په بیروت کې مېشت دی او د (خدای جنګیالي: د اسرائیلو پر وړاندې د حزب الله د دېرش کلنې مبارزې د ننه) کتاب لیکوال دی، وايي:
"که خلک په راتلونکو شپږو میاشتو کې لا هم په خیمو کې ژوند وکړي، یا د خپلو کورونو پر کنډوالو پاتې وي، نو ښايي دوی د حکومت یا اسرائیل پر ځای خپله د پړې ګوته حزب الله ته ونیسي. همدا لامل دی چې دا ډله اوس ډېرې هڅې کوي، چې دا حالت له مخکې کنټرول کړي."
ضمني ګواښ
خو پر حزب الله هر ډول اقدام له خطرونو سره مل دی.
د جنورۍ په ۲۶مه، څو ساعته وروسته له هغه چې خلکو د سوېلي لبنان پر لور د ستنېدو هڅه وکړه، ځوانانو د حزب الله بیرغونه په موټرسایکلونو پورته کړل، د بیروت او نورو غیر شیعه سیمو له کوڅو تېرېدل، چیغې یې وهلې او خپل شتون یې ښوده.
په ځینو سیمو کې، ځایي اوسېدونکو له دوی سره مخامخ مقابله وکړه. په داسې هېواد کې چې فرقهيي اختلافات ژورې ریښې لري او ډېرو خلکو لا هم د ۱۹۷۵ – ۱۹۹۰ د کورنۍ جګړې ورځې نه دي هېرې کړي، دا کاروانونه د یو ډول وېرونې او ترهې تاکتیک ګڼل کېدل.
نیکولاس بلانفورډ وايي، حزب الله د خپل پوځي ځواک له کبله "د تاوتریخوالي ضمني ګواښ" لري. "که څوک ډېر فشار پرې راوړي، دوی به یې سخت ځواب ورکړي."
یوه لوېدیځ دیپلومات، چې د شخصي خبرو د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې یاد شي، راته وویل:
"موږ هم دلته، هم نورو هېوادونو ته ویلي چې که حزب الله ګوښې ته کړي، پایله به یې برعکس شي او د تاوتریخوالي خطر یو جدي احتمال دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې هېواد کې چې د پراخ فساد، حکومتي بې کفایتۍ او پای ته نه رسېدونکي تاوتریخوالي له امله دغه خاورخ ستړې شوې، پکې یو نوی فصل پرانیستل شوی. د دې ټولو پایله یو ناکاره دولت دی.
د لبنان نوي ولسمشر جوزف عون د پارلمان په خپله پرانیستونکې وینا کې د اوږدې مودې ځنډېدلو اصلاحاتو ژمنه وکړه. هغه پوهېږي چې له ژورو بدلونونو پرته لبنان نشي ژغورل کېدای. عون ژمنه وکړه چې: عامه ادارې بېرته ورغوي، اقتصاد ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه د لبناني پوځ د یوازیني وسله وال ځواک په توګه تثبیت ته کار وکړي. عون د حزب الله نوم وانه خیست، خو هر څوک پوهېده چې اشاره یې دې ډلې ته وه. د پارلمان تالار کې تودې چکچکې شوې، خو د حزب الله استازو په چوپتیا دا صحنه ننداره کوله.
یوه سیمه ییزه مسله
د حزب الله د پوځي ځواک برخلیک ښايي له لبنانه ډېر لرې په ایران کې وټاکل شي. د لسیزو لپاره، تهران په وسلو او پیسو د "د مقاومت محور" نومي سیمه ییز ائتلاف ملاتړ کاوه، چې شاوخوا یې د اسرائیل پر ضد د اور کړۍ جوړه کړې وه. حزب الله د دې ستراتېژۍ مهمه برخه وه.
د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد د احتمالي اسرائیلي برید د مخنیوي لپاره - د زرګونو روزلو شوو جنګیالیو او د دقیقې هدفي وړتیا لرونکو اوږده واټن ویشتونکو توغندیو له لارې حزب الله د ایران د دفاعي ستراتېژۍ یوه مهمه وسیله وه.
خو دا "مخنیوی" اوس ختم شوی - او که ایران وغواړي، بېرته یې رامنځته کول اسانه نه دي.
د تېر ډیسمبر په میاشت کې د بشار الاسد رژیم سقوط - چې یوه برخه یې د حزب الله د وروستیو ماتو پایله وه – هغه ځمکنی دهلیز پرې کړ، چې ایران د حزب الله د تمویل او تسلیح لپاره کاراوه.
له بلې خوا، اسرائیل، چې اوس د حزبالله په اړه پراخ استخباراتي معلومات لري، ژمنه کړې چې دا ډله به پرېنږدي چې بېرته ځان په وسلو سمبال کړي او پر ضد به یې بریدونه دوام ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
نیکولاس بلانفورډ راته وویل: "یوازې ایران د حزب الله د راتلونکي په اړه بنسټیزې پوښتنې ځوابولی شي. داسې امکان شته چې یا ایران، یا حزب الله، د نوي تفکر هڅه وکړي، وسلې کېږدي او یوازې یوه سیاسي او ټولنیزه ډله شي. خو دا پرېکړه په پای کې د ایران ده، نه د حزب الله."
ما د حزبا لله د داخلي چارو له یوه باخبره سرچینې وپوښتل چې ایا د دې ډلې وسلو اېښودل رښتیا امکان لري؟
سرچینې وویل، دا موضوع "د یوې پراخې سیمه ییزې معاملې برخه کېدای شي ." داسې برېښېده چې اشاره یې د ایران او لوېدیځ ترمنځ د احتمالي اټومي هوکړې خبرو ته وه.
سرچینې زیاته کړه: "د وسلو بشپړ تسلیمول او یا د دولت تر چتر لاندې د وسلو کارونې ته قانوني چوکاټ جوړول - دا دوه بېلابېل انتخابونه دي."
د لبنان نوي رهبران له فشار سره مخ دي چې ژر اقدام وکړي. نړیوال ملګري د منځني ختیځ د قدرت د نوي توازن د یوه فرصت په توګه ګوري، چې د ایران نفوذ لا نور کم کړي. په ورته وخت کې، لبنانیان د ثبات لپاره اضطراب لري او غواړي د ټولو لپاره د قواعدو په تطبیق کې باور ولري.
دلته خلک هغه وخت خوښ نه وي چې د "ځواکمنو "په توګه وستایل شي، ځکه دوی د بې نظمه وضعیت په منځ کې د ژوندي پاتې کېدو توان لري. تېر کال، د بیروت په یوه عمدتا مسیحي سیمه کې ما له یوه ناهیلي شوي اوسېدونکي نه واورېدل چې: "موږ یوازې غواړو چې په یوه 'نورمال هېواد' کې ژوند وکړو."
دا هم واقعیت دی چې وروسته له دې ټولو کړاوونو، حتی د حزب الله پلویان هم ښايي دا پوښتنه وکړي چې ډله باید کوم رول ولوبوي. له جګړې مخکې حزب الله ته د راستنېدو امکان کم دی. اوس، د وسلو اېښودل ښايي هغه څه وي چې مخکې یې تصور کول هم ستونزمن و.