پاکستان کې د انټرنېټ چټکتیا کمېدل؛ ستونزه چېرته ده؟

  • Author, رحمان الله
  • دنده, بي‌بي‌سي‌، پېښور

پاکستان کې هغه کاروباریان د انټرنېټ چټکتیا یا سرعت له کمېدو شکایت کوي، چې په ازاد بازار کې کاروبار کوي او ډېری چارې یې په انټرنېټ پورې اړوند دي.

د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې حکومت د خواله رسنیو کنټرول لپاره د (فایر وال) له لارې د انټرنېټ چټکتیا کمه کړې ده.

د دغو رپوټونو له مخې پاکستان کې د انټرنېټ چټکتیا له دېرشو تر څلوېښت سلنې پورې کمه شوې ده.

د یادونې ده چې تازه د پلازمېنې اسلام اباد په لوړه محکمه کې د انټرنیټ بندېدو او د 'فایر وال' لګولو خلاف یوه عریضه هم شوې او همدا راز د لاهور لوړه محکمه کې هم همداسې یوه عریضه تر غور لاندې ده.

د خواله رسنیو ځايي کارکوونکي وايي، انټرنېټ دومره کمزوری شوی چې ځینې وختونه ان خپلو پاڼو ته هم په اسانۍ لاسرسی نشي موندلای.

د یادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په خپلو ویناوو کې د دوی په خبره د هېواد پر ضد د خواله رسنیو له لارې د ځینو عناصرو د پروپاګند یادونه کړې، خو د دوی په ویناوو کې د انټرنېټي خدمتونو په لړ کې د خنډ یا لاسوهنې یادونه نه ده شوې.

پاکستان کې له تېرو درې اونیو راهیسې د انټرنېټ چټکتیا له کمېدو سره د پوهنتونونو څېړنیزې او تعلیمي چارې، انلاین غونډې او پر لیکه د زدکړو بهیرونه هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.

په پېښور پوهنتون کې د ژورنالیزم څانګې استاد سید عرفان اشرف وايي، له څو ورځو راهیسې یې د څېړنې چارې اغېزمنې دي، انلاین مرکې یې ځنډېدلې او په لندن کې یې له اقتصاد پوهنځي سره د یوه کتاب په هکله څېړنه په ټپه ولاړه ده.

د پېښور پوهنتون ژورنالېزم څانګې استاد نعمان وايي، فایروال دا وړتیا لري، چې د اونۍ په اووه ورځو کې د ۲۴ ساعتونو لپاره د انټرنېټ چټکتیا کمه کړي.

په پېښور کې د ډیجیټل مارکېټنګ یوه شرکت کارکوونکې زونیره رحمان بیا وايي، د انټرنېټ د سرعت کمېدو له کبله د دوی چارې ډېرې ټکنۍ شوې، ځکه ټوله تکیه یې پر انټرنېټ ده.

دا وايي، مخکې به یې له دوو تر درې سوه پورې مشتریانو ته خدمتونه وړاندې کول، خو اوس دا شمېر تر سلو راټیټ شوی، چې دوی یې له مالي زیانونو سره مخامخ کړي دي.

په پاکستان کې د انټرنېټ سرعت کمېدو له کبله د ګرځنده ټیلیفونونو لپاره د پیسو ورکړې او ان په انلاین توګه د خوراکي توکو پېر او پلور کاروبارونه هم اغېزمن شوي دي.

عبدالله چې په پېښور کې د مخابراتي خدمتونو کاروبار کوي وايي، د پېرودونکو موبایلونو ته د لګښت پېسې واستوي، خو هغوی شکایت کوي، چې پېسې یې نه دې ورکړل شوې.

علي نور چې له رستورانونو تر کورونو پورې د خوړو رسولو کاروبار کوي، وايي ان د وټس اپ په څېر د اړیکو او تماسونو د کاریال یا اپلیکېشن له لارې د مشتریانو غوښتنې هم نه شي ترلاسه کولای.

د رپوټونو له مخې پاکستان کې د داسې کسانو شمېر نژدې درې میلیونو ته رسېږي، چې په ازاد بازار کې په خپلواکه توګه کاروبار کوي او د ډېرو عمرونه یې له دېرش کلونو کم دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د سږ کال په فبرورۍ کې وویل، د اېکس (مخکیني ټویټر) له لارې د پاکستان دولتي ادارو پر ضد تبلیغات کېږي، کرکجن مواد خپرېږي او دا پاڼه یې په پاکستان کې وتړله.

د پېښور عالي محکمې یو مدافع وکیل طارق افغان بیا د دې موضوع د قانوني اړخ په هکله وايي: د پاکستان اساسي قانون د بیان ازادۍ تر څنګ د خلکو د روزګار پر خوندیتوب ټینګار کوي، خو د (انټرنېټ چټکتیا کمولو په تړاو) د حکومت نوی اقدام نه یوازې دا چې له اساسي قانونه سرغړونه ده، د خلکو کاروبارونه هم اغېزمنوي.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف په تېره جولای میاشت کې پر خواله رسنیو پر پوځ اعتراضونو ته د (ډیجیټل ترهګرۍ) اصطلاح کارولې وه.

له هغه وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر هم څو ځله په هېواد کې د ګډوډۍ لپاره پر خواله رسنیو د پروپاګند د خپرېدو یادونه کړې، چې د دوی په وینا (بهرني عناصر) دې چارې لپاره ځوانان لمسوي.

د ځینو شنونکو په اند د انټرنېټ کنټرول د پاکستان حکومت لخوا د (عزم استحکام) په نامه د پوځي عملیاتو یوه برخه ده، چې حکومت پرې کار پیل کړی.

شنونکي وايي، پاکستانیان چې له اوږدې مودې راهیسې د انرژۍ له بحران سره لاس او ګرېوان دي، ښايي په راتلونکي کې د انټرنېټ له ستونزې سره هم مخامخ شي.