ولې چین تر اوسه افغانستان کې د نړۍ د میسو د دویم لوی کان استخراج نه دی پیل کړی؟

  • Author, شعیب شریفي او یاسین رسولي
  • دنده, بي بي سي

د افغانستان او چین ترمنځ د عینک مسو کان د تاریخي تړون له لاسلیکه ۱۷ کاله وروسته لا هم د دغه کان د مسو استخراج يا رايستلو کار نه دی پیل شوی.

کارپوهانو او هغو کسانو چې په دې پروژې کې له نژدې ښکېل دي بي بي سي ته ویلي، چین به "هېڅکله" د عینک مسو کان کیندنې کار پیل نه کړي، خو د طالبانو حکومت وايي، "ډاډه شوي"، چې کان کیندنه به پیل شي.

د عینک مسو کان د افغانستان په تاریخ کې د کانونو لومړنی لوی نړیوال تړون او د کابل او بېجینګ ترمنځ اړیکو کې یو مهم بدلون و.

په ۲۰۰۸ کال کې، د چین د "میټالوجیک شرکت" (اېم سي سي) د ۳۰ کلونو لپاره د ۲ اعشاریه ۹ میلیيارډ ډالرو په ارزښت داوطلبي وګټله او ژمنه یې وکړه چې د سړکونو، اورګاډي پټلۍ او ۴۰۰ میګاواټه برېښنا فابریکې په څېر زیربناوو پراختیا کې به ۵ میلیارد ډالر پانګونه وکړي.

د مخکېني افغان حکومت د کانونو وزارت دوو لوړ پوړو چارواکو بي بي سي ته ویلي، چین "له پیله د عینک مسو کان د استخراج هېڅ اراده نه لرله او د تړون خلاف یې دا کان د راتلونکي لپاره د ستراتیژیکې زېرمې په توګه ساتلی دی."

د طالبانو حکومت: د چین له ځینو نویو شرطونو سره مو موافقه کړې

ظاهرا، په افغانستان کې د سیاسي نظام له بدلون سره، اېم سي سي شرکت هڅه کړې چې د عینک مسو کان په تړون کې ځینې بدلونونه راولي.

د کانونو وزارت ویاند همایون افغان بي بي سي ته وویل، د طالبانو حکومت په پیل کې، د ځینو مسئلو په اړه د اېم سي سي له شرکت سره د نظر اختلاف درلود او د دوی خبرو تر تېر کاله دوام درلود.

ده ومنله، چینایي لوري "د عینک مسو کان په تړون کې د بدلونونو غوښتنه کړې وه."

د ده په وینا، اېم سي سي شرکت د طالبانو حکومت ته وړاندیز کړی و چې د افغانستان ونډه دې له ۱۹ اعشاریه پنځه سلنې راټیټه شي او دغه راز د برېښنا تولید ژمنه دې له ۴۰۰ میګاواټو، ۲۰۰ میګاواټو ته راټیټه شي.

د ښاغلي افغان په وینا، تر ټولو مهمه دا چې چینایانو ټینګار کاوه، په افغانستان کې استخراج شوي مس دې "نیمه چاڼ"شي، خو په اصلي تړون کې ویل شوي و، چې مس به تر بشپړ چاڼ وروسته له افغانستانه بهر لېږدول کېږي. هغه ټینګار کوي: "موږ د چین وړاندیز ونه مانه او ومو ویل، هرڅه باید د اصلي تړون سره سم پرمخ ولاړ شي."

ښاغلي افغان وویل: "یوازېنۍ خبره چې موږ پرې موافقه وکړه هغه، د اوسني مودې له پای ته رسېدو وروسته د ۱۵ نورو کلونو لپاره د تړون غځول دي."

په دې توګه به، د عینک مسو کان تړون د ۴۵ کلونو لپاره وي.

ښاغلی افغان وايي، اېم سي سي شرکت اوس مهال "د تونلونو کیندلو، د کمپونو جوړولو، او د مسو پروسس فابریکو پر څېړنو بوخت دی. د کانونو وزارت قانع شوی چې د استخراج عملي چارې به پیل شي."

اېم سي سي شرکت د دغې پروژې ځنډولو لاملونو په اړه د بي بي سي پرله پسې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

خو یوې خبرې سرچینې چې له ډېرو کلونو راهیسې یې له دې پروژې سره کار کړی او نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، د ګڼو تخنیکي ستونزو او اړوندو زېربنایي پروژو له امله چې اېم سي سي شرکت یې د افغان حکومت دنده ګڼي، په نژدې راتلونکي کې استخراج عملي نه ښکاري.

په وروستي پرمختګ کې، د ۱۴۰۴ لمريز کال د غوايي پر ۱۰مه نېټه، د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر د چینایي شرکت اېم سي سي له مشر وانګ جي چینګ وغوښتل چې د عینک مسو پروژې کار ژر تر ژره پیل کړي.

د کانونو وزارت وېپپاڼه کې د کابل په ۴۰ کیلو مترۍ کې د لوګر محمد اغې ولسوالۍ کې د دې کان زېرمې پنځه اعشاریه ۱۱ میلیونه ټنه اټکل شوې، چې ارزښت یې شاوخوا "۵۰ ملیارد ډالر" ارزول شوی دی.

په ۲۰۱۰ کال کې، د امریکا ځمکپېژندنې یوې سروې د افغانستان د کانونو ټول ارزښت یو ټریلیون ډالرو اټکل کړی و.

د طالبانو حکومت د خپلې بودیجې د ملاتړ لپاره په کانونو کې بهرنۍ پانګونې ته سترګې نیولې دي. دوی د سلګونو کوچنیو او منځنیو کچو کانونو کیندنې لپاره له کورنیو او بهرنیو کان کیندونکو سره د "۶،۵ میلیارډ ډالرو" په ارزښت تړونونه کړي دي.

د چین خصوصي سکتور پانګوالو په منظم ډول کابل ته سفرونه کړي او د کانونو وزارت له چارواکو سره یې د لیتیم (د برېښنایی موټرو لپاره د کارولو وړ عنصر)، سرپ، جست، تالک او سره زرو په ګډون په نورو کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې هم کړې دي.

د افغانستان کانونو پخوانی وزیر: داسې نه انګېرم چې چین به یوه ورځ د عینک مسو کان کیندنې وکړي

په ۲۰۰۸ کال کې، د عینک مسو کان پروژې او د چینایيو چارواکو له خوا د بنسټیزو پروژو د پراختیا ژمنو لویې هیلې وټوکولې. د هغو ۸۰۰ میلیونو ډالرو پر سملاسي امتیازي حق سربېره چې باید افغان حکومت ته په دریو قسطونو کې ورکړل شوې وای چې ظاهرا نه دي ورکړل شوي، چین د لندن د ونډو بازار له ورځني نرخ سره سم د ۲۰ سلنې ونډې، د سړک او برېښنا زېربناو جوړولو او د ځایی کارګرانو د روزنې ژمنې هم کړې وې.

داود شاه صبا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، کله چې په ۲۰۱۵ کال کې د اشرف غني په حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر شو، هماغه وخت پوه شو چې "چینایانو له پیله د عینک مسو کان د اېستلو اراده نه درلوده."

د هغه په وینا، تړون په داسې ډول جوړ شوی چې چینایی شرکت کولی شي هرکله چې وغواړۍ "پلمې وکړي او له تړونه سر وغړوي."

ښاغلی صبا وايي، هغه وخت یې په دې اړه کابینې ته راپور وړاندې کړی و، خو د وخت ولسمشر "د تړون لغوه کولو له هر ډول ګام سره مخالف و."

د طالبانو حکومت له پیله د عینک مسو کان تړون پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی دی. د دغه کان د پرانیستو پر مهال چې د چین د کلتور مرستیال وزیر لی چون، په کابل کې د چین سفیر جاو جینګ، او د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو په ګډون د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال ملا عبد الغني برادر هم موجود وو. د اوږده ځنډ له امله، چینایي شرکت ته د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۲۴ پورې یوه میاشت وخت ورکړل شو.

د امنیت ټینګول د اېم سي سي شرکت یو له هغو دلیلونو وو چې کار يې ځنډاوه، خو مخکېني حکومت د کان امنیت ټینګښت لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې وه.

داود شاه صبا وايي، "داسې ورځ نه ویني" چې اېم سي سي شرکت به د عینک مسو کان کیندل پیل کړي. "دوی بهانې کوي او هغه پرانیستې چې کېږي، سیاسي انګېزه لري. د کارپوهانو او خپله زما په اند هېڅ ارزښت نه لري او دوی به په نژدې راتلونکي کې دا کار ونه کړي."

چین څنګه د عینک مسو کان تړون ترلاسه کړ؟

د کانونو وزارت په وېبپاڼه کې د تړون د یوې خپرې شوې نسخې له مخې، چینایي شرکت باید د تړون له لاسلیک کولو وروسته تر ډېره پنځو کلونو موده کې کان کیندنه پیل کړي، له دې پرته به تړون مات شوی وګڼل شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۰۷ کال کې د عینک مسو کان په نړیواله کچه لیلام ته وړاندې شو. نهو نړیوالو شرکتونو د کان ساحه له نژدې وارزوله او پنځو شرکتونو، د کاناډا "هنټر ډیکسن"، له قزاقستانه د "قزاقستان د مسو" شرکت، د چین "اېم سي سي" شرکت، د امریکا د "فیلیپس ډاج" شرکت، او د روسیې د "سټرایک فورس" شرکت، په لیلام کې برخه واخیسته.

د اېم سي سي شرکت، چې د خپلو سیالانو په پرتله ډېرې ژمنې کړې وې د ۹۱ اعشاریه ۹۰ نومرو په لرلو د لومړي ګټونکي په توګه وپېژندل شو، او هینرات ډیکسن شرکت د ۷۳ اعشاریه ۳ نومرې ترلاسه کړې او د دویم شرکت په توګه یې ځای خپل کړ.

د حامد کرزي حکومت د وزیرانو شورا د ۲۰۰۸ کال د غوایه پر شپږمه د اېم سي سي شرکت سره دا پروژه تصویب کړه.

د تړون په متن کې راغلي چې اېم سي سي باید له دغې نیټې په ۶۰ میاشتو کې دننه د "کان اېستلو" کار پیل کړي.

د تړون په ۳۰مه ماده کې راغلي، اېم سي سي د افغانستان له حکومت سره ژمنه کوي چې "د پروژې سره تړلې اورګادي پټلۍ به په خپل لګښت جوړوي." د دې مادې په دوام کې لیکل شوي، په دې چارې کې پاتې راتلل، د تړون لغو کېدو لامل کېدای شي.

په تړون کې د افغانستان په ختیځ کې له تورخمه، په شمال کې تر تاجکستانه، د عینک کان له لارې کابل، بامیان او په سمنګان کې صوف درې ته د اورګاډي پټلۍ جوړول شامل دي.

خو اېم سي سي تر اوسه د اورګاډي پټلۍ جوړولو هېڅ کوم پلان نه دی اعلان کړی.

د تړون له مخې، اېم سي سي شرکت دا ژمنه هم کړې چې د نړیوال بانک له معیارونو سره سم به ځایي اوسېدونکو ته تاوان ورکوي او په سیمه کې به د کان کارګرانو لپاره کورونه او طبي اسانتیاوې برابروي.

د عینک مسو پروژې په اړه یوازینی عملي کار چې ترسره شوی، هغه کان ته د ۲۵ کیلومتره غځېدلي سړک جوړول دي، چې اېم سي سي یې د ۲۰۲۴ کال په دوبي کې اعلان وکړ.

دغه شرکت همدارنګه ژمنه وکړه چې د بامیانو ولایت د کهمر کان د ډبرو سکرو په کارولو به "۴۰۰ میګاواټه" برېښنا تولیدوي. وروسته څرګنده شوه چې شرکت د اوږدې مودې بریښنا تولید لپاره د کانونو زېرمې کافي نه بولي.

خو د کانونو وزارت ویاند همایون افغان وايي، دوی د ډبرو سکرو بدیل په توګه اېم سي سي شرکت ته د اوبو برېښنا تولید زمینې برابرولو وړاندیز کړی دی.

د طالبانو حکومت: د لرغونو اثارو پاتې شوني د استخراج مخه نه نیسي

د عینک مسو کان له مرکزي برخې پورته، چې ترټولو لویې زېرمې په کې دي، بودايي اثار هم موندل شوي دي.

ویل شوي، د لرغونو اثارو د راټولولو کار "شاوخوا ۱۵۰ ملیون ډالر" لګښت غواړي. په دې سیمه کې د بودايي راهبانو اړوند له ۲۰ ډېر ځایونه ښخ دي.

د استخراج کار ځنډولو یو لامل هم د کان له شاوخوا لرغونو ځایونو د دې اثارو لېږدول وو، خو د طالبانو حکومت وايي، د دغو اثارو پاتې شوني د عینک مسو کان د کار د دوام مخه نه نیسي.

د طالبانو حکومت د کانونو پخواني وزیر شهاب الدین دلاور د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې د عینک د مسو کان د لیدنې پر مهال چې د چین سفیر هم ورسره و، وویل، "زرګونه تاریخي اثار د کان له ساحې سیمه ییزو موزیمونو ته لېږدول شوي او پاتې نور به د استخراج په بهیر کې ولېږدول شي."

اېم سي سي شرکت په سیمه کې د لرغونو اثارو کیندنه او ساتنه خپل مسئولیت نه ګڼي.

د کانونو وزارت ویاند همایون افغان وايي، د هغو لېږدول "ډېر ستونزمن او ګران دی" له همدې کبله مو "موافقه وکړه چې له هغه ځایه بل ځای ته د تاریخي اثارو د لېږدولو پر ځای دې، د کان اېستلو چارې، تر اثارو لاندې په ځمکه کې د تونل کیندلو له لارې وشي."

د عینک مسو کان کې د افغان کارګرو ګومارنه

ایم سي سي شرکت تر اوسه نه دی توانېدلی چې کافي افغان کارکوونکي، په ځانګړې توګه تخنیکران او انجینران وګوماري.

د تړون له مخې، شرکت باید یوازې ځینې انجنیران اود ټکنالوژۍ اړوند کسان له چینه راولي او د کان نورو عامو کارګرانو او افغان انجینرانو د وړتیاوو لوړول هم د تړون یوه برخه ده.

د تړون ۳۹ ماده وايي، په پیل کې بايد چینایی شرکت د افغان کارګرانو، تخنیکرانو او مدیرانو نیمه برخه په کار وګوماري.

د اتو کلونو په موده کې باید د افغان کارکوونکو شمېر "له ۸۵ څخه ۱۰۰ سلنې" ته ورسېږي او که دې موخې ته ونه رسېږي، له تړونه سرغړونه ده.

د مس عینک پروژې سره تړلې یوه سرچینه وايي، اېم سي سي شرکت ونه توانېد چې کافي شمېر سیمه ییز کارکوونکي وګوماري.

افغانستان کولی شي د عینک مسو تړون لغوه کړي؟

د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني په حکومت کې د کانونو وزارت تخنیکي مرستیاله خدیجه جوادي وايي، چینایي شرکت د تړون ګټلو لپاره "نا ریښتینې" ژمنې کړې وې. د دې په وینا دا تړون "باید ډېر مخکې لغوه شوی وای". اغلې جوادي وايي، د غني حکومت د قرارداد لغوه کولو په درشل کې و، خو د افغان-چین پر اړیکو یې د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه لرله.

دا پر دې باور ده چې د عینک مسو کان تړون "باید لغوه شي، ځکه کانونه ځانګړي فرصتونه دي. څومره وخت چې پرې تېرېږي، د هغه هېواد په زیان ده. او د قانون له مخې، پرته له دې چې تړون لغوه شي، موږ کولی شو کان بیا د لیلام لپاره وړاندې کړو."

د عینک مسو کان د تړون ۴۸ ماده کې راغلي، چې له تړونه د سرغړونې حالت کې، هر اړخ "د یو کال دننه" کولی شي موضوع په لندن کې د منځګړیتوب او پانګونې شخړو د حل نړیوال مرکز (ای سي اېس ای ډي) ته وړاندې کړي.

خو په لندن کې د مخکېني افغان حکومت د سفارت سرچینو بي بي سي ته وویل، دوی د هغه وخت حکومت له لوري يې دغې نړیوالې محکمې ته د مسئلې وړاندې کولو په اړه شکایت نه دی ترلاسه کړی. د دغه مرکز په وېبپاڼه کې د منځګړیتوب په اړه د افغانستان له خوا هېڅ شکایت نه دی ثبت شوی.

د سولې انسټیټیوټ د ۲۰۱۷ کال رپوټ کې وړاندیز کړی و، چې د تړون په تړاو دې بیا خبرې وشي یا دې د عینک مسو تړون لغوه کولو او بیا لیلام ته وړاندې کولو سره موافقه وشي.

په دغه رپوټ کې راغلي، "اصلي ستونزه دا ده، هغه چینایي کنسورسیوم چې تړون ورکړل شوی، نا ریښتینې ژمنې کړې چې پلي کول یې ناممکن یا ډېرې نااقتصادي دي."

مېرمن جوادي په افغانستان کې د بېلابېلو ډولونو کانونو د شتون په اړه وايي، دا هېواد د "مینډیلیف جدول" په نامه مشهور دی او ډېر کمساري عناصر لري، چین غواړي او موخه یې دا ده چې د افغانستان لوی کانونه انحصار کړي.

په حقیقت کې، چین له کلونو راهیسې په نړۍ کې د ځینو کمسارو ځانګړو عناصرو انحصار له ځان سره لري.

"چین تیار دی چې دې تشې ته ننوځي"

کابل ته د طالبانو له ننوتلو یوازې پنځه ورځې وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۰مه، چینایي سټراټیژېست جو بو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې لیکلي وو: "چین چمتو دی چې دې تشې ته ننوځي."

ده لیکلي وو، "د امریکا له وتلو سره، بېجینګ داسې څه برابرولی شي چې کابل ډېره اړتیا رته ولري، سیاسي بې پرېتوب او اقتصادي پانګونه... په بدل کې یې، افغانستان د چین لپاره هم تر ټولو ډېر امتیازونه لري... د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت لاس نه خوړولو کاني زېرمو ته لاسرسی."

د چین ولسمشر شي جین پینګ د طالبانو حکومت سفیر ومانه او خپل سفیر یې کابل ته واستاوه. د ښاغلي بو په اند، ظاهرا یوازې یوه برخه عملي شوې ده، چې چین د افغانستان د کانونو، تېلو او ګازو ترټولو لوی تړونونه اخیستي دي.

لوېدیځ څارونکي د افغانستان تېلو او ګازو په کانونو کې د چین پانګونه په افغانستان کې د خپل اغېز لپاره یوه دروازه ګڼي. په داسې حال کې چې افغانستان تل په دې اند دی، چې له چین سره نژدېوالی او جغرافیایي اړیکه به یې د پرمختګ لپاره بنسټ جوړ کړي.

خو، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې په لیدنه کې ټینګار کړی چې چین "هېڅکله په افغانستان کې د اغېز ساحې جوړولو هڅه نه ده کړې."

ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په بهیر کې د افغانستان تر ځمکې لاندې زېرمو ته لېوالتیا وښوده او په وار وار یې د چین لاس ته د افغانستان د لوېدو په اړه خبرداری ورکړی و.