کورونا وېروس: چين لګېدلي بنديزونه نرم کړي

چین د کووېډ ۱۹ وبا خپرېدو له امله لګول شوي بندیزونه یو څه نرم کړي. په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې د کووېډ پېښو شمېر لوړ شوی و.

په دولتي ادارو کې د نژدې اړیکو قرنطین له اوو ورځو پنځو ورځو ته او په کور کې کار درې ورځو ته راټیټ کړل شوی دی.

چارواکي به له دویمو کسانو سره د اړیکو ثبتول هم ودروي، پدې معنی چې ډېری خلک به قرنطین کېدو ته اړتیا ونه لري.

دغه لږ نرمښت څو اوونۍ وروسته تر هغه راځي چې د چين ولسمشر شي جین پینګ په تاریخي توګه د درېیمې دورې لپاره د ګوند مشر په توګه بیا وټاکل شو.

ښاغلي شي د پنجشنبې په ورځ له خپلې نوې ټاکل شوې دایمي کمیټې سره لومړنۍ د کوویډ غونډه وکړه.

د چین د کووېډ صفر کولو پالیسي په دغه هېواد کې د ۱،۴ میلیارډه خلکو ژوند وژغوره خو د چین اقتصاد او د عامو خلکو ژوند ته یې سخت ګوزار هم ورکړی دی.

پر سفر او له کوره په ورتلو د بندیزونو له کبله د خلکو ستړیا هم مخ په ډېرېدو ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د کړاو او نهیلۍ کیسې هم خپرېږي، چې د خلکو قهر او غوسه پکې څرګندېږي.

د چین د روغتیا ملي کمیسیون (NHC) ټینګار کوي چې بدلونونه د "مخنیوي او کنټرول آرامولو لپاره نه دي او یوازې خلاصېدو ته اجازه ورکړي"، بلکې د کووېډ بدلېدونکي وضعیت سره ډیزاین یا جوړ شوي دي.

کمیسیون دا هم ویلي چې د واکسین بهیر ګړندي کولو لپاره به یو پلان رامنځ ته کړي.

چین دغه بدلونونه د جمعې په ورځ اعلان کړل په داسې حال کې چې دغه هېواد له څو میاشتو راهیسې د کووېډ ترټولو بدې څپې سره مخ دی.

په بیجینګ، ګوانګجو او شینزو ښارونو کې اوس هم د کووېډ ریکارډ شمېرې لیدل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ ، چین د کوویډ تر ۱۰۵۰۰ ډېر ې نوې پېښې ثبت کړې دي. دا له اپرېل میاشتې راهیسې په یوه ورځ کې تر ټولو ستره شمېره ده. چین هغه وخت خپل تر ټولو ستر ښار شانګهای له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه وتاړه.

که څه هم له یوې خوا، بیجینګ په رسمي ډول د خپلې اوسنۍ تګلارې په اړه له خپلې ژمنې څخه شاته شوی نه دی، خو د یو لړ ګامونو اوچتول اعلان ښيي چې د "آرام" پالیسۍ پرځای له حالاتو سره د عادت په توګه بیانېږي.