د قرآن او بخاري په اړه د سعودي لیکوال ترکي الحمد ټویټ لانجې راپارولې

ښکاري چې د سعودي او په ټول کې د عربي نړۍ د خواله رسنیو مجازي نړۍ ګې د سیاسي او دیني مسلو په تړاو تاوده بحثونه پیل شوي دي.

دا ځل د سعودي لیکوال ترکي الحمد د هغه ټویټ په اړه د غندنې او تایید غږونه راپورته شوي، چې وايي صحیح البخاري له قرآن سره په ټکر کې دي.

په فرانسه کې د اسلام پیغمبر محمد (ص) د کارتونونو په تړاو د لانجې په لړ کې، ښاغلي الحمد پر هغه "میراث نیوکه کړې، چې دغو کارتونونو ته یې لار هواره کړې" چې د ده په ټکو، په سر کې یې "صحیح البخاري" راځي.

د نوموړي دغه ټویټ په سختو ټکو غندل شوی او هغه یې دین ته سپکاوی بللی چې باید پرې محاکمه کړل شي.

دغه سعودي لیکوال د دغه رپوټ تر لیکلو پورې نورې څرګندونې نه دي کړې.

پر ټوېټر د (#ترکي_الحمد_بخاري_ته_سپکاوی_کړی) هشټګ پیل شوی، چې په ۲۴ ګړیو کې تر ۹۰ زرو ډېر ځله پر ټوېټر لاس په لاس شوی.

دا هشټګ په سعودي او کویت کې تر ټولو ډېر خپور شوی دی.

وروسته د الحمد ملاتړو د هغه پر نیوکګرو د رد لپاره ټویټونه کړي او (#رمه_ترکي_الحمد_ته_سپکاوی_کوي) هشټګ یې پیل کړی.

"د سمون بلنه که مخالفې څرګندونې؟"

په صحیح البخاري کې د الحمد شک او د اسلامي علمي میراث چاڼولو بلنه کومه نوې خبره نه ده، خو خپلو خبرو ته دلایل او بېلابېل ابعاد لري.

ګڼو عربانو د دغه لیکوال خبرې "حساسې او خطرناکې" بللې دي.

ځینو ټوېټر کارنو د صحیح البخاري په اړه د الحمد د نظر او "د اسلام پرضد د فرانسې د ولسمشر څرګندونې" د یوې سرچینې زیږنده بللې دي چې په وینا یې، دواړه غواړي نوی نسل د دین پر ثابتو مسلو شکمن کړي.

په مقابل کې ځینو بیا د الحمد دفاع کړې ده.

ځینو کسانو د احادیثو د شیخانو او امامانو پر هغو حدیثونو تکیه کړې چې ځینې یې په بخاري او نورو احادیثو کې راغلي دي.

له دې څخه د الحمد پلویان پر دې نظر دي چې ګني "لیکوال د اسلام دین ته سپکاوی نه دی کړی"، بلکې په وینا یې "یوازې له ګناه د نا معصومو ځینو بندګانو پر کارونو او فکر یې نیوکه کړې ده".

د مکي حرم پخواني امام عاد الکلباني پوښتلي: "ایا دا نوي دین ته بلنه ده؟".

پخواني کویتي وکیل ولید الطباطبايي ویلي، د نبوي حدیثونو په صحت کې شک پخپله په قرآن کې شک کول دي.

خو ټوېټر کارن سعد له الطباطبايي سره په دې کې مخالف دی، دی وايي: "الحمد ډېر عقلي او منطقي سړی دی، دا څه مانا لري چې ډېری حدیثونه د ابو هریره په روایت راغلي، حال دا چې هغه یوازې دوه کاله له پیغمبر محمد (ص) سره و... ایا کوم څه ورک شوي دي".

ترکي الحمد سعودی لیکوال او سیاستوال دی، چې ځینې کتابونه یې هم لیکلي.

د ۲۰۱۲ کال په پای کې د اسلام پیغمبر ته د سپکوونکو ټوېټونو له کبله ۵ میاشتې بندي شوی هم دی، چې هغه وخت یې هم ټوېټونو لانجې راپارولې وې.

په وروستیو کلونو کې، په صحیح البخاري کې د ځینو حدیثونو د صحت په اړه بحثونه پیل شوي دي.