د سوېس تنګي کیسه: فرعون یې په اړه فکر کړی و او امریکا پرې د خپلو بېړیو 'وړیا' تېرېدل غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوېس کانال کیسه ډېره پخوانۍ ده: د مصر د فرعون سونسرت درېیم (سنوسرت الثالث) د یوه داسې تنګي د غوڅولو په اړه فکر وکړ چې سور او د مدیترانې سمندرونه سره ونښلوي. خو ترې وړاندې بېړۍ له مدیترانې سمندر نه نيل ته تللې او د مصر پر زقازیق تېرېدلې بیا سور سمندر ته د نښلولو شویو بحیرو له لارې رسېدلې.
خو له بده مرغه د فرعون او بیا وروسته راغلو هڅې بریالۍ نه شوې؛ ځکه چې هغه مهال سیلابونه ډېر راتلل او کانالونه او ویالې له خاورو او خټو ډکېدې.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سوېس او پاناما کانالونو د امریکايي بېړیو د "وړیا" تېرېدو غوښتنه وکړه. همداراز، هغه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وغوښتل چې دا موضوع "سملاسي" حل کړي.
ټرمپ د ټروت سوشل په خپل پیغام کې ولیکل: "باید امریکایي بېړیو ته اجازه ورکړل شي چې د پاناما او سوېس له کانالونو په ازاد ډول تېرې شي، ځکه چې دا دواړه کانالونه د امریکا د متحده ایالاتو له برکته جوړ شوي دي."
هغه زیاته کړه: "ما له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غوښتي چې دا موضوع پر غاړه واخلي."
خو پوښتنه دا ده: ایا د سوېس کانال په جوړېدو کې امریکا کومه ونډه لرله؟
له جوړېدو تر ملي کېدو پورې

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوېس کانال د نړۍ تر ټولو لنډه سمندري لاره ده چې د مدیترانې له حوزې سره د هند سمندرګي او د لوېدیځ ارام سمندر هېوادونه نښلوي.
که څه هم د سوېس کانال معاصر تاریخ د ۱۸۵۴ د نومبر په ۳۰مه پیلېږي، کله چې د مصر واکمن محمد سعید پاشا یو امتیاز لاسلیک کړ چې فرانسوي سیاستوال فردیناند دې لېسېپس ته اجازه ورکوي د یوې کمپنۍ جوړولو لپاره چې د سور سمندر او مدیترانې د نښلولو د کانال پروژه څاري، خو د کانال اصلي تاریخ بیا پېړیو ته ورګرځي. ځینې سرچینې وایي چې د کانال د جوړولو نظر د مصر د فرعون سونسرت درېیم (سنوسرت الثالث) پورې اړوند دی.
مصري حکومت هر کال د خالصې ګټې ۱۵سلنه ترلاسه کوله، هغه امتیاز چې له جوړېدو راهیسې یې ۹۹ کاله دوام وکړ او بیا دا تنګی د مصر ملکیت شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
دوه کاله وروسته (۱۹۵۶)، دویم فرمان کره کړه چې دا سمندري تنګی به د هرې بې پرې سوداګریزې بېړۍ د تېرېدو لاره وي. همدا وو چې د صنعتي اوبیز تنګي کیندلو کار پیل شو چې مصر کې له شمال نه تر سوېله وغځېد او د کانال د جوړولو کار له لسو کلونو زیات وخت ونیو او دا کانال د ۱۸۶۹ د نومبر په ۱۷مه نېټه په خپله اوسنۍ بڼه پرانیستل شو.
۷۴ میلیون مکعب متره خاورې او خټې راوایستل شوې او د هغه وخت ۴۳۳ میلیون فرانکه لګښت پرې راغی. په دې سره د سور سمندر او مدیترانې سمندر اوبه سره یوځای شوې. په داسې شاندارو مراسمو پرانیستل شو چې کابو شپږ زره کسانو ګډون پکې کړی و او پاملرنه یې د خدیوي اسماعیل (پر مصر د علوي کورنۍ پنځم واکمن) پر غاړه وه.
سوېس تنګی د اسیا او افریقا لویو وچو ترمنځ د وصل ټکی هم ګڼل کېږي او دا د اروپا او هغو هېوادونو ترمنځ چې د هندي سمندر او ارام سمندر لوېدیځ شاوخوا کې پراته دي- تر ټولو لنډه سمندري لاره ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له پرانیستې راهیسې د سوېس کانال سمندري چارو اداره د سوېس د نړیوالې کمپنۍ پرغاړه وه، چې مشري یې تل فرانسوي مشرانو کوله.
دا کمپني د ونډو په بڼه د ۲۰۰ میلیون فرانکو (شاوخوا اته میلیونه مصري پونډو) په ارزښت جوړه شوې وه، چې مصر د دې کمپنۍ د ونډو له نیمایي زیاته برخه لرله.
امریکا د کانال په جوړېدو کې مستقیم رول نه درلود، خو د بریتانیا، اتریش او روسیې په څېر نورو هېوادونو سره یې د کانال د کمپنۍ ونډې لرلې.
د ۱۹۵۶ کال د جولای پر۶مه، د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر د سوېس کانال د ملي کېدو اعلان وکړ او د کانال ټولې شتمنۍ، حقوق او مکلفیتونه یې د مصر دولت ته انتقال کړل او ژمنه یې وکړه چې ټولو ونډه والو ته به تاوان ورکړي. له هماغه وخته کانال په بشپړ ډول د مصر ملکیت شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کلونو په تېرېدو، کانال څو ځله ترمیم او پراخ شو، چې وروستۍ پراخونه یې په ۲۰۱۴ کال کې وشوه او اوږدوالی یې ۷۲ کیلومترو ته ورسېد.
د سوېس کانال له لارې نژدې ۱۰ سلنه نړیوالې سوداګریزې کښتۍ تېرېږي او قاهره پرې د بهرنۍ کرنسۍ د ترلاسه کولو لپاره ډېره تکیه لري. د کانال د ادارې د اعلان له مخې، د کانال عواید په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹،۴ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي.
خو د کانال تجارتي تګ راتګ وروسته له هغې کم شو چې د یمن حوثي ډلې د غزې په تړانګه کې د روانې جګړې په غبرګون کې د سور سمندر په سیمه کې د اسرائیلو پر اړوندو سوداګریزو بېړیو بریدونه پیل کړل.
د سوېس کانال اوږدوالی د پرانیستل کېدو پرمهال ۱۶۴ کیلومتره او سور یې د اوبو له سطحې سره ۵۲ متره او ژوروالی یې اوه نیم متره و، خو په ۲۰۱۵ کې یې اوږدوالی له ۱۹۰ کیلومترو ډېر او سور یې له ۱۰۰ مترو واوښت او ژوروالی یې نژدې ۲۵ متره شو.
د امریکا "باج اخیستل"

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټرمپ څرګندونو د سوېس کانال په اړه پراخ غبرګونونه راوپارول. د مصر نړیوال قانونپوه ایمن سلامه په فېسبوک یوه لیکنه کې وویل چې د سوېس کانال بشپړ حقوقي نظام د مصر د قوانینو او دقیقو تنظيمي مقرراتو له مخې اداره کېږي، چې د تېرېدو فېسونه او د معافیت محدود موارد په واضیحو شرایطو ټاکل شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ټرمپ غوښتنه، چې یوازې امریکا دې د فیس له ورکولو معاف شي، نه قانوني بنسټ لري نه هم منطقي ده.
د مصر د ولسي جرګې غړي مصطفی بکري د ټرمپ غوښتنه له "یوه خپلواک دولت د باج اخیستنې" په څېر وبلله او ټینګار یې وکړ چې "سوېس کانال یو سوچه مصري کانال دی" او "د مصر پر حاکمیت برید کول، او دا بشپړ ډول د منلو وړ نه دی او ردېږي".
په تېرو اونیو کې، د امریکا د فدرالي سمندري بار وړلو کمیسیون د "نړیوالو سمندري تنګیو" په اړه د یوه تحقیق پیل اعلان کړ، چې سوېز کانال هم پکې شامل دی.
کمیسیون وویل د دې تحقیق موخه دا ده چې "د امریکا د سوداګرۍ لپاره نامناسب شرایط" وارزوي؛ هغه شرایط چې ښايي د نورو هېوادونو یا د بار وړلو شرکتونو له لوري په سمندري لارو کې رامنځته شوي وي.
څارونکي وايي، دا کړنې ښيي چې ټرمپ هڅه کوي پر هغو هېوادونو فشار راوړي چې د سوېس کانال په څېر د نړۍ مهمې سمندري لارې لري او په دې سره د امریکايي بېړیو لپاره د تېرېدو فیسونه کم کړي.