د مصنوعي ځیرکتیا نانځکو ته لېوالتیا ډېرېدل او په اړه یې اندېښنې

کیڼ لاس ته د بي بي سي تکنالوژۍ برخې ایډیټره زویي کلینمان او ښي لور ته د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د هغې چمتو شوې شبیه

د عکس سرچینه، Robert Timothy/BBC/ChatGPT

د عکس تشریح، کیڼ لاس ته د بي بي سي ټيکنالوژۍ برخې ایډیټره زویي کلینمان او ښي لور ته د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د هغې چمتو شوې شبیه

پر خواله رسنیو به مو د ځینو دوستانو او خپلوانو داسې تصویرونه لیدلي وي، چې د نانځکو په بڼه یا داسې راڅرګندېږي، لکه کوچنیانو چې د لویانو کالي اغوستي وي. دا یو نوی رجحان دی.

خلک د چټ جي پي ټي یا کوپیلوټ په څېر پنځکونکي اې آی (مصنوعي ځېرکتیا) الات کاروي، چې خپل ځان نانځکو ته ورته یا مشهورو کسانو ته ورته وښيي.

پر انلاین بڼه دا رجحان ځکه ډېر زیات شو، چې ځینو مشهورو برانډونو او د خواله رسنیو نفوذ لرونکو کسانو ورته مخه کړه. ځینې نور کسان بیا په دې هکله اندېښنې هم څرګندوي. دوی د اې ای له لارې د معلوماتو په هکله اندېښنې لري.

د اې ای له لارې څنګه نانځکې جوړېږي؟

دا ښايي په ظاهره پېچلې پروسه ښکاره شي، خو ډېره اسانه ده. خلک د چټ جي پي ټي له لارې خپل یو تصویر پورته کوي او همالته ورسره لیکي، چې دوی په پای کې خپل څه ډول تصویر غواړي.

دغه لارښوونې خورا مهمې بلل کېږي. دوی له کالیو نیولې تر هغه ډبلي پورې ټول جزیات د مصنوعي ځېرکتیا اپونو ته ښيي، چې باید په وروستۍ بڼه کې شامل وي- په دې کې د باربي ډول په څېر د مشهورو نانځکو ډبلیو تقلید لارښوونه هم شامله ده.

ځینې بیا پکې د خپل کار، نوم او کالیو جزیات هم شاملوي. که څه هم دا تل کره نه وي، بلکې ځینو خو د اې ای جالبو د تېروتنو تصویرونه هم خپاره کړي، چې پایله کې یې دغه نانځکې له دوی سره هېڅ ډول ورته والی نه لري.

د مصنوعي ځیرکتیا نورو وسیلو په څېر د تصویر پنځونکي اې ای الات هم انګېرنه کوي، چې یو څوک باید څه ډول ښکاره شي.

د نورو تولیدي مصنوعي ذهانت وسیلو په څیر، د عکس جنراتورونه هم د شیانو جوړولو ته لیواله دي، او ممکن د دې په اړه انګیرنې وکړي چې یو څوک باید څنګه ښکاري. خو دې سره هم د دې وسیلې کارول یوازې تر عامو خلکو پورې محدود نه دي، بلکې د ښکلا-سینګار توکو تولید کوونکي شرکت ماریو بادیسکیو او ان د بریتانیا شاهي پوست په ګډون یې ګڼ شمېر مشهور شرکتونه او ادارې هم کاروي.

جذابیت یې په څه کې دی؟

رجحانات ځي او راځي. خو مشترک اصل یې دا دی، چې خلک غواړي له تازه رجحانه بې خبره پاتې و نه بلل شي.

د اې مارکیټ خواله رسنیو مبصره جاسمین اینبرګ وايي: پنځوونکی اې ای د خلکو لپاره اسانه کړه، چې ژر یوه تازه رجحان ته ورټوپ کړي او پکې شامل شي. دا وايي، د ټیکنالوژۍ پر مټ اوس د محتوا چمتو کول اسان او ژر ممکن دي، ښايي د سرعت زیاتولو ناڅاپي اغېز ولري چې د ټولنیزو رسنیو نور کاروونکي په غوسه کوي.

خو دا باوري ده، چې ''هغسې چې زموږ په ژوند کې د ټیکنالوژۍ ونډه زیاتېږي'' د اې ای پر مټ رامنځته شوي رجحانات به نور هم زیات شي.

I found it took some time to perfect a pocket-sized and plastic-packaged version of myself

د عکس سرچینه، ChatGPT

د عکس تشریح، د بي بي سي تکنالوژۍ څانګې ایډیټره زويي کلینمان وايي، لږ وخت یې ونیو، چې ځان د یوې داسې نانځکې په بڼه ووینم، چې په پلاستیک کې نغښتې وه.

لویې اندېښنې څه دي؟

په داسې حال کې چې د دې رجحان د ساده او جذابیت له کبله د ډېرو لېوالتیا ورته زیاته شوې ده، ځینې نور بیا پر چاپېریال د دې اغېزو اندېښمن کړي دي. د لندن په کوین میري پوهنتون پروفیسره ګینا نیف بي بي سي ته وویل، ''چټ جي پي ټي د انرژۍ پر مټ سوځي'' او هغه مرکزونه چې دا یې پر مټ چلېږي، د ۱۱۷ هېوادونو پرتله ډېره برېښنا مصرفوي.

دا وايي:

په امریکا کې د ټیچ راډار ادارې ځايي مشر لانس اولانوف وايي: ''موږ په کور کې یوه ټوکه کوو، چې کله هم موږ دغه ډول یو خوځنده اې ای تصویر جوړوو، له کبله یې یوه ونه پرې کېږي. دا بې شکه مبالغه ده، خو کولای شو ووایو، چې د اې ای له لارې د محتوا پنځول اوس بې لګښته دي او موږ یې ښايي په بل ډول د کارولو په هکله فکر وکړو.''

اې ای څه دی او پر چاپېریال څنګه اغېز کوي؟

ځینې خلک داسې اندېښنې هم څرګندوي، چې له بیې ورکولو پرته د تصویرونو جوړولو لپاره ښايي داسې معلومات هم وکارول شي، چې د کاپي رائټ حقونه یې خوندي دي.

اغلې نېف وايي: ''چټ جي پي ټي باربي زموږ خلوت، زموږ کلتور او زموږ ځمکه له درې برابره زیات خطر سره مخامخوي. په داسې حال کې چې شخصي کول یې ښايي ښه ښکاره شي، خو دا سیسټم برانډونه او کریکټرونه داسې سره ګډوي، چې بیا یې د راڅرګندې شوې ګډولې هېڅ مسوولیت هم نه مني.''

په بریتانیا کې د پي ار پنځونکې ادارې (ایم اېس ایل) خواله رسنیو نفوذ څانګې مشره جو برومیلو بیا پوښتنه کوي، چې ''ایا یوه ښایستوکې، ریشخند پایله په دې ارزي؟ که موږ غواړو چې اې ای په سم ډول وکاروو، نو د شعوري استعمال لپاره یې باید ځینې مناسب اقدامات وشي.''