ولې بریتانیا پر ناقانونه کډوالۍ نړیواله غونډه کوي؟

د امریکا او چین په ګډون له څلوېښتو د زیاتو هېوادونو استازي د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې په یوه دوه ورځنۍ سرمشریزه کې سره راټول شوي چې له ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي. د ویتنام، البانیا او عراق چارواکي هم دې غونډې ته بلل شوي دي. دا هغه هېوادونه دي چې نسبتا ډېر ناقانونه کډوال ترې بریتانیا ته سفر کوي.

د بریتانیا حکومت غواړي د انساني قاچاق کوونکو ډلې وځپي او د قاچاقي لارو په اوږدو کې د نړیوالې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کوي. بریتانیا د دغه هېواد د کار او تحصیلي پر ویزو هم د یو لړ نویو محدودیتونو لګولو خبر ور کړی دی.

رسمي شمېرې ښيي، چې یوازې د روان کال په لومړيو درېیو میاشتو کې د سمندر له لارې په کوچنیو کښتیو کې له شپږو زرو ډېر کډوال بریتانیا ته را اوښتي دي.

د بریتانیا حکومت د کډوالۍ قوانین سخت کړي او هغو کسانو ته یې د تابعیت ور کولو چاره کابو ناشونې کړې چې په کوچنیو کښتیو کې دغه هېواد ته راځي.

په تېر زېږدیز کال کې کابو ۳۷ زره کډوال له فرانسې د انګرېز تنګي له لارې بریتانیا ته را اوښتي دي.

د بریتانیا لومړي وزیر کيیر سټارمر د غونډې پرانیستونکي وینا کې وویل، د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي یوازینۍ لاره نړیواله همکاري ده: " په ساده ټکو، زه باورمن نه یم چې د منظمې [ناقانونه] کډوالۍ د جرایمو پر وړاندې مبارزه نه شي کېدای. نو موږ باید خپلې سرچینې سره ګډې، استخبارات او تاکتیکونه سره شریک او د قاچاق له ستونزې سره په هر پړاو کې مبارزه وکړو. د افریقا له شماله تر منځني ختیځه او زموږ د لویو ښارونو تر بازارونو پورې..."

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني بیا دې غونډې ته ویډیويي پیغام استولی و. هغې په خپل پیغام کې ویلي، هېواد یې د نویو لارو د موندلو په ګډون د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي کې سرلاری دی: "موږ باید د ابتکاري حل‌لارو له رامنځته کولو او تصور څخه ونه ډار شو. هغسې حل‌لاره چې ایټالیا له البانیا سره رامنځته کړه. د حل دغه بڼه په پیل کې له نیوکو سره مخامخ شوه، خو وروسته یې ډېرېدونکی ملاتړ تر لاسه کړ، ان تر دې چې اوس اروپايي ټولنه وړاندیز کوي چې درېیمو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالو د ستنولو مرکزونه جوړ کړي. دا په دې مانا ده چې موږ په حقه وو او حل‌لاره مو سمه وه."

په نړیواله کچه په دغه بڼه ناسته بې مخینې ده او د بریتانیا حکومت هیله‌من دی چې ګډونوال یې د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په تړاو ګټور وړاندیزونه وکړي.

د ناقانونه کډوالو مسله له سیاسي اړخه د بریتانیا د حکومت لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې حکومت مخالفې ډلې پر واکمن کارګر ګوند تور پورې کوي، چې دا ستونزه نه حلوي خو لومړی وزیر کییر سټارمر په لندن کې د نړیوالې غونډې په جوړولو داسې ښودل غواړي، چې حکومت یې د ناقانونه کډوالۍ ستونزې ته د نړیوال حل په موندلو کې مخکښ دی.

دې غونډې ته د خواله رسنیو مېټا، اېکس او ټېک‌ټاک د مشرانو ترڅنګ د انټرپول (اروپايي پولیس) او کردانو مشران هم را بلل شوي چې د انساني قاچاق د روانې جنايي سوداګرۍ پر مخنیوي بحثونه وکړي.

په کلني ډول د انساني قاچاق ارزښت لس میلیارده ډالر اټکل شوی دی.

په لندن کې د دې غونډې له پیل وړاندې د بریتانیا د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د انساني قاچاق شبکو په له منځه وړلو او د هغوی پر قانوني تعقیب به څه باندې ۴۰ میلیون ډالر ولګوي.