د غزې جګړه: د نړيوالو له نيوکو سره د اسرائيلو لومړی وزير وايي پر رفح ځمکني عمليات کوي

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو تائيد کړې چې د زياتېدونکو نړيوالو نيوکو او فشارونو سره رفح کې د ځمکنيو عملياتو ژمنه شوی پلان به پلی کړي.

د فرانسې ولسمشر اېمانويل مکرون وروستی چارواکی و چې اسرائيلو ته يې خبرداری ورکړ چې د دې ډول پوځي عملياتو انساني لګښت به "د زغم وړ نه وي."

خو ښاغلي نتنياهو د اسرائيلو پوځ ته امر کړی چې ځمکني بريد ته چمتو شي.

شاوخوا ۱.۴ ميليونه فلسطينيانو په رفح ښار کې تر سختو بمباريو لاندې پناه اخيستې ده.

د اسرائيلو لومړي وزير ويلي، کله چې ملکي وګړو ته له جګړیزې سیمې د وتلو اجازه ورکړل شوه نو بیا اړتیا ده چې یو ځواکمن اقدام وشي.

ښاغلي مکرون د چهار شنبې په ورځ له نتنياهو وغوښتل چې په غزه کې د اسرائيلو عمليات بايد ودرول شي. نوموړي پر رفح د اسرائيلو له بريد سره د فرانسې "سخت مخالفت" څرګند کړ، چې د ده په خبره ښايي د "ستر بشري ناورين" لامل شي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې انالينا بيربوک چې اسرائيلو ته په سفر ځي، وړاندې خبرداری ورکړی و، د رفح اوسېدونکي چې د تګ لپاره ځای نه لري، "نشي کولی په هوا کې ورک شي."

د استرالیا، کاناډا او نیوزیلنډ لومړيو وزيرانو هم په یوه ګډه اعلامیه کې "جدي اندیښنه" څرګنده کړې چې په وینا يې په رفح کې پوځي عملیات به "ویجاړونکي" وي.

دوی له اسرائيل غوښتي چې پر رفح د بريد لار دې نه غوره کوي.

اسپانيا او د ايرلنډ حکومت هم له اروپايي ټولنې غوښتي چې په غزه کې د بشري حقونو په اړه سملاسي پلټنه وکړي.

وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي وو، د غزې په رفح سیمه کې یو ځای شوي ملکي خلک خوندي نه دي، زیان ورته رسېدای شي او باید د خوندیتوب لپاره یې اقدامات وشي.

د نوموړي په وینا اسرائیل باید داسې ''باوري'' اقدامات وکړي، چې له مخې یې د غزې په دې سویلي ښار کې له یو میلیون ډېر ملکیان چې هلته یې پناه اخیستې، خوندي شي.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا په یوه بې ساري برید کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان، چې ډېری یې ولسي وګړي وو، ووژل شول. ۲۵۰ تنه نور کسان یرغمل شول.

بل پلو د غزې روغتيايي اداره چې د حماس تر کنټرول لاندې ده وايي د اسرائيلو غچ اخيستونکو بريدونو کې څه کم ۲۹ زره فلسطينيان وژل شوي دي.