قطر او امریکا وايي، حماس او اسرائیلو په غزه کې پر اوربند هوکړه کړې

امریکايي او قطري مرکچیان وايي، اسرائیل او حماس د ۱۵ میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو په موخه د اوربند یوې هوکړې ته رسېدلي، چې د جنورۍ پر ۱۹مه (یکشنبه) به پیل شي.

تېر ماښام د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني یوې خبري غونډې ته وینا کې تائید کړه، چې اسرائیل او حماس په غزه کې د اوربند او یرغمل کسانو خوشي کولو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

اّل ثاني وايي، اوربند به د روانې جنورۍ پر ۱۹ (یکشنبه) عملاً پیل شي او پر ځانګړې موده به یې غور کېږي.

د نوموړي په وینا قطر به له امریکا او مصر سره په شریکه خپلې هڅې روانې ساتي، چې ټول ښکېل لوري د خپلو ژمنو پوره کولو ته ژمن پاتې شي.

له دې سره هممهال د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په یوه اعلامیه کې تائید کړه، چې مصر، قطر، اسرائیل او حماس د اوربند او یرغمل کسانو خوشي کېدو په هکله یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

نوموړی وايي، ''دې سره به غزه کې جګړه پای ته ورسېږي، ملکي فلسطینیانو ته به د بشري مرستو کچه زیاته شي، چې سخته اړتیا ورته لېدل کېږي او یرغمل کسان به تر ۱۵ میاشتو بند وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.''

ښاغلي بایډن زیاته کړه، ''ما د دې پلان کره بڼه د ۲۰۲۴ کال د می پر ۳۱مه وړاندې کړه، چې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په یوه خوله توګه تصویب شوه.''

د ښاغلي بایډن په وینا، ''دا نه یوازې د هغه سخت فشار له کبله ده، چې حماس ورسره مخامخ دی، بلکې په لبنان کې له اوربند او د ایران له کمزوري کېدو وروسته په سیمه کې د معادلې بدلون او د امریکا د پیاوړې دیپلوماسۍ پایله ده. دې ځای ته د دوی رسېدو کې زما دیپلوماسي هېڅکله و نه درېده.''

د غزې لپاره د بي بي سي خبریال رشدي ابوالعوف په خپل رپوټ کې کاږي، د غزې سلګونه زره بې ځایه شویو اوسېدونکو لپاره به د دې هوکړې مانا دا وي، چې و به کولای شي په غزه ښار او سویلي غزه کې خپلو کورونو، کلیو او ښارګوټو ته ستانه شي. د هوکړې یوه برخه چې د غزې اوسېدونکو لپاره ډېره مهمه ده، هغه (د اوربند په ورځو کې) په طبي وسائلو، کېږدیو او نورو مرستو بار د ۶۰۰ لاریو د رفحا بندر له لارې غزې ته تګ دی. موږ فکر کوو، په دې کې به د تېلو ۵۰ ټانکرونه هم شامل وي، چې تېل به یې په غزه کې د پاتې روغتونونو، برېښنا اړتیا پوره کولو او ناپاکو اوبو ایستلو سیسټم لپاره به کارول کېږي.

د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر بیا وايي، د بنیامن نتنیاهو له لوري به د اوربند هوکړې رسمي اعلان د دې هوکړې له نهايي جزیاتو وروسته کېږي، چې د اسرائیلي مسوولینو په وینا اوس یې په هکله خبرې روانې دی. له دې مخکې لومړي وزیر نتنیاهو په ټیلیفوني خبرو کې دې هوکړې ته د رسېدو لړ کې د مرستو لپاره د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن مننه وکړه.

د امریکا ولسمشرۍ مقام د ملي امنیت اړیکو سلاکار جان کیربي له بي بي سي نیوز سره خبرو کې وویل، کله چې د اوربند هوکړې له مخې یرغمل کسان خوشي شي، مرستې ولېږدول شي، حماس او اسرائیل به د درې پړاویز اوربند د دویم پړاو په هکله خبرې کوي. دویم پړاو، د ښاغلي کیربي په خبره هغه اصطلاح چې تر اوسه پرې هوکړه نه ده شوې، احتمالاً له غزې د اسرائیلي دفاعي ځواکونو وتل او په تلپاتې توګه د جګړې پای ته رسېدل پکې شامل دي. دی وايي،‌ دویم پړاو خورا مهم دی، ځکه که تر دې پړاوه ورسېږو، نو دغه جګړه به ورسره د تل لپاره پای ته ورسېږي. له ده پوښتنه وشوه، چې ایا دې پړاو ته رسېدل شوني دي، نوموړي ځواب ورکړ، ''زموږ باور دا دی، چې کولای شو، دا خورا ښه هوکړه ده. دا یوازې مشرتابه او عملي کېدو ته اړتیا لري.''

په غزه کې فلسطینیان د حماس او اسرائیل تر منځ د هوکړې په هکله زموږ د عربي څانګې له همکارانو سره غږېدلي دي. یوه ښځه چې زوی یې نبیل محمد زیدان ناصر په جګړه کې وژل شوی وايي، د هوکړې په هکله د خبرونو اورېدو هم خوشحاله کړه او هم خواشینې شوه.

''الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله نبينا محمد وعلى آله وأصحابه أجمعين، زه خپلو خلکو ته مبارکي وایم، د محاصره شوې او له ستونزو سره مخامخ غزې اوسېدونکو ته د دې اوربند مبارکي وایم، او که خدای کول دا به په بشپړه توګه عملي شي.''

دا زیاتوي، ''زه دې واقعیت ته په پام سره دوی ته مبارکي وایم، چې دا (اوربند) زموږ د زامنو د وینو او زموږ د کورونو کنډواله کېدو په بیه رامنځته شوی.''

یوه بل سړي چې د بي بي سي عربي څانګې له خبریالانو سره یې خبرې کولې، له عربي هېوادونو مننه وکړه، چې دې هوکړې ته رسېدو کې یې مرسته کړې. دی وايي، ''د خوړو او اوبو لږوالي له اندېښنې څرګندولو پرته موږ اندېښمن وو، چې په دې جګړه کې دا ځل زموږ د وژل کېدو نوبت دی، موږ د عربي هېوادونو منندوی یو، چې نه ستړې کېدونکې هڅې یې وکړې او پر اسرائیل یې فشار راوړ چې زموږ پر ضد جګړه ودروي.''

ولسمشر بایډن وايي، د هوکړې له مخې به په لومړي پړاو کې فلسطینیان خپلو سیمو او مېنو ته ستانه شي او غزې ته به د بشري مرستو کچه زیاته شي.

دی وايي، په دویم پړاو کې به اسرائیل او حماس په دې هکله خبرې وکړي، چې څنګه باید په مستقل ډول جګړه پای ته ورسېږي.

د ښاغلي بایډن په وینا که خبرې له شپږ اونیو زیات وخت ونیسي، اوربند به دوام وکړي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې غزې ته د یرغمل په توګه له ځان سره ولېږدول.

اسرائیلي ځواکونو له هغه وروسته په غزه کې خورا خونړي بریدونه وکړل، چې له کبله یې د حماس عامې روغتیا وزارت په وینا ۴۶۰۰۰ فلسطینیان ووژل شول.

اسرائیل وايي، ۹۴ یرغمل شوي کسان اوس هم له حماس سره دي، چې د ۳۴ کسانو په هکله یې ګومان کېږي، مړه شوي دي.